قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۸۵ اَلتَّغَابُن

إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ وَاللَّهُ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۱۵﴾ فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَاسْمَعُوا وَأَطِيعُوا وَأَنْفِقُوا خَيْرًا لِأَنْفُسِكُمْ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۱۶﴾ إِنْ تُقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعِفْهُ لَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ ﴿۱۷﴾ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۱۸﴾

یقیناً‌ مالونه ستاسو او اولاد ستاسو امتحان دی او اللّه تعالٰی خاص د هغه سره ثواب لوی دی ﴿۱۵﴾
نو ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه څومره چه ستاسو وس رسیږی او غوږ کیدئ او خبره منئ اوخرچ کوئ نو غوره به وی ستاسو دپاره او هغه څوک چه اوساتلی شو د حرص د نفس خپل نه نودغه کسان دوی کامیاب دی ﴿۱۶﴾
که چیری قرض ورکړئ‌ تاسو اللّه تعالٰی ته قرض ښائسته (په اخلاص سره) زیات به ئی کړی تاسولره او بخنه به کوی تاسوته او اللّه تعالٰی قبلوؤنکی د عملونو دی صبرناک دی ﴿۱۷﴾
عالم دی په هر پټ او ښکاره باندی زورآور حکمتونو والا دی ﴿۱۸﴾

[۱۵] دا د اطاعة اللّه والرّسول نه بل مانع ذکرکوی چه هغه مالونه او اولاد دی په تیرشوی آیت کښی ئی مِن ذکرکړی وؤ ځکه چه عداوت دینیه د هری ښځی او اولاد نه نه وی اوهرچه مالونه او اولاد فتنه کیدل دی دا خو ټول اولاد مالونو ته شامل دی او اموال ئی مخکښی ذکرکړل په اولاد باندی ځکه چه د مالونو فتنه ډیره ده په نسبت د اولاد سره (فِتْنَةٌ) په قرآن کښی ددی مختلف معانی دی دلته مراد امتحان دی یعنی محبت د مال او اولاد کله انسان لره منع کوی د طاعت د اللّه تعالٰی او درسول نه او کله دا سبب اوگرځی د پاره د تقرب د اللّه تعالٰی (وَاللَّهُ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ) یعنی هرکله چه د طاعت د اللّه تعالٰی او د محبت دمال او اولاد مقابله راشی نوطاعت د اللّه تعالٰی مه پریږدئ ځکه چه لوی اجربه ضایع شی دپاره دلږ او فانی څیز -
[۱۶] روستو دذکر کولو د اسبابود عداوت اوفتنی نه اسباب دگمراهئ دی ذکرکوی امور دهدایت او ددین چه هغه څلور اوامردی، اول امرپه تقویٰ سره، په دی کښی ئی قید لگولی دی د ماستطعتم - د ماستطعتم مقصد دادی چه هرانسان دی خپل پوره استطاعت صرف کوی په اقامت دحدود شرعیه د تقویٰ کښی - دوهم امر وَاسْمَعُوا، دریم امر وَأَطِيعُوا یو علم حاصلولو ته اشاره ده اوبل په هغی باندی عمل کولو ته - څلورم وَأَنْفِقُوا دا عبادت مالیه دی او مخکښی دری عبادات بدنیه (عقیده او اعمال) دی -
[۱۸،۱۷] په دی کښی ترغیب دی انفاق فی سبیل اللّه ته روستودامر دانفاق نه او انفاق ته ئی قرض حسنه نوم کیخودلی دی دپاره دترغیب - یا مراد دقرض نه مطلق اعمال حسنه دی چه په هغی کښی حُسن وی په توحید او اتباع سنت سره نودا تعمیم بعدالتخصیص دی (وَاللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ) شکرد طرف د اللّه تعالٰی نه ښکاره کول دنعمت دی په ذریعه د ډیری جزا ورکولو سره او دا متعلق دی د يُضَاعِفُ سره - (حَلِيمٌ) تلوار نه کوی په سزا ورکولو کښی مجرمانوته بلکه مهلت ورکوی دپاره ددی چه توبه اوباسی او بخشش ورته اوکړی شی نودا متعلق دی د يَغْفِرْ سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>