قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۸۴ اَلتَّغَابُن

وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَإِنَّمَا عَلَى رَسُولِنَا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ ﴿۱۲﴾ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱۳﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِنْ تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۴﴾

او تابعداری کوئ د اللّه تعالٰی او تابعداری کوئ درسول نوکه چیری مخ واوړوؤ تاسو نو یقیناً ځمونږپه رسول باندی رَسَوَل ښکاره دی ﴿۱۲﴾
اللّه تعالٰی نیشته حق دار دبندگئ سیوا دهغه نه او خاص په اللّه تعالٰی باندی دی ځان اوسپاری مؤمنان ﴿۱۳﴾
ای ایمان والو! یقیناً بعضی دبیبیانو ستاسو او اولاد ستاسو نه دشمنان ستاسو دی نوځان اوساتئ دهغوی نه اوکه چیری معاف کوئ تاسو (خطائی دهغوی) او مخ اړوئ (د ملامته کولونه) او بخنه ورته کوئ نویقیناً اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی ﴿۱۴﴾

[۱۲] یعنی آسان کړئ په ځان باندی مصیبتونه دوجی دایمان نه په تقدیرباندی او طاعت د اللّه تعالٰی او د رسول دهغه کوئ مصائبو دوجی نه ئی مه پریږدئ ابن کثیر دامام زهری نه نقل کړی دی چه د اللّه تعالٰی دطرف نه رسالت دی او د نبی ﷺ دطرف نه بلاغ دی او ځمونږ د طرف نه تسلیم دی -
[۱۳] دا دعویٰ دتوحید ده اودارنگ د مصائبو ددفع کولو دپاره توکل‌ په اللّه تعالٰی باندی ضروری دی - ابن کثیروئیلی دی چه په اوله جمله کښی معنیٰ د مطلب پرته ده یعنی اخلاص اوکړئ اللّه تعالٰی ته په هرقسم شرک پریخودلوسره -
[۱۴] د اطاعة اللّه والرّسول دیو مانع (چه مصیبتونه دی) علاج ئی ذکرکړو نو اوس نور موانع ذکرکوی چه ازواج او اولاد دی (إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ) مِن دلیل دی چه دا دشمنی د بعضو دطرف نه وی - (عَدُوًّا لَكُمْ) مراد ددینه عدوات دینیه اخرویه دی یاپه طریقه د تشبیه باندی دی یعنی په شان د شمنانو وی او دشمنی داده چه منع کول کوی دهجرت او د اتباع دسنت نه په غم او ښادئ کښی اوترغیب ورکوی بدعاتو او رسمونو رواجونو ته (فَاحْذَرُوهُمْ) یعنی په باره ددین کښی دهغوی دوسوسی او دطاعت کولو نه ځآن اوساتئ (وَإِنْ تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا) دا تعلیم د حسن اخلاق دی دپاره ددفع دفساد د کورنئ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>