قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۸۳ اَلتَّغَابُن

يَوْمَ يَجْمَعُكُمْ لِيَوْمِ الْجَمْعِ ذَلِكَ يَوْمُ التَّغَابُنِ وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۹﴾ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ خَالِدِينَ فِيهَا وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۱۰﴾ مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۱﴾

په هغه ورځ چه جمع به کړی تاسو په ورځ دجمع کولو کښی د غه ورځ دغبن د ښکاره کیدلو ده او چا چه ایمان راوړو په اللّه تعالٰی باندی او عمل ئی نیک اوکړو لری به کړی اللّه تعالٰی دده نه بدئ دده او داخل به کړی ده لره جنتونو ته چه بهیږی لاندی د هغی نه ولی همیشه به وی دوی په هغی کښی همیشه دا کامیابی لویه ده ﴿۹﴾
او هغه کسان چه کفرئی کړی دی او دروغژن گنړی آیاتونه ځمونو دغه کسان اور والا دی همیشه به وی دوی په هغی کښی او بد دی ځآی د ورگرځیدلو ﴿۱۰﴾
نه رسی هیڅ مصیبت مگرپه حکم (تقدیر) د اللّه تعالٰی سره او چاچه ایمان راوړو په (تقدیر) د اللّه تعالٰی کلک کړی اللّه تعالٰی زړه دهغه او اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی پوره علم لرونکی دی ﴿۱۱﴾

[۹] په دی کښی تذکر دورځ دقیامت ده اوبیا بشارت اخرویه ذکرکوی (ذَلِكَ يَوْمُ التَّغَابُنِ) ماخوذ دی دغبن نه په لغت کښی نقصان د قیمت ته وئیلی کیږی کله چه انسان یوڅیز لره په کم قیمت سره خرڅ کړی نو وئیلی کیږی چه فلانی غبن نقصان اوکړو او دارنگ چه څوک په امانت کښی خیانت اوکړی نو هغی ته هم غبن وئیلی شی یعنی اور والو خپل مالونه او خپل عمر خرڅ کړو اوپه هغی ئی اور واخستو او دا غبن او لوی نقصان دی نورو آیاتونو کښی دیته خسران هم وئیلی کیږی نو دا معامله د اوروالو ئی مشابه کړه یو داسی مبادلی سره دهغه عمراو بدن او مال امانت د اللّه تعالٰی دی او دی ماموردی چه په داسی طریقه خرچ کړی چه په هغی سره جنت حاصل شی اوداور نه بالکل نجات امومی لیکن اکثر مکلفینو په دی آمانت کښی غبن کړی دی (وَمَنْ يُؤْمِنْ) دا دلیل دی چه په ایمان او عمل سره انسان د غبن به بچ کیږی ددی وجی نه دی ته فوز عظیم اووئیلی شو -
[۱۰] په دی کښی ذکرد غبن والو دی اودهغی سبب ئی ذکرکړی دی او تخویف اخروی دی -
[۱۱] دا متعلق دی (فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ) سره په طریقه د جواب سوال سره - سوال دادی چه په توحید او اتباع د قرآن او سنت کښی ډیرمصیبتونه راځی نودهغی علاج څه دی؟ حاصل جواب دادی چه هرمصیبت مقرروی دطرف د اللّه تعالٰی نه نوهرکله چه په چاباندی مصیبت راشی نو عقیده دی اولری چه داد اللّه تعالٰی په تقدیر سره دی نوپه دی سره به دهغه زړه مضبوط شی اوپه هدایت باندی به کلک شی (يَهْدِ قَلْبَهُ) قرطبی د ابوعثمان الحیری نه نقل کړی دی چه دچا ایمان صحیح شو نو اللّه تعالٰی ورلره د اتباع سنت توفیق ورکوی - یامراد ددی نه کلک والی د زړه د هغه دی په ایمان باندی په وخت د مصیبتونو کښی اوخطیب شربینی وئیلی دی چه هرکله زړه په هدایت باندی پوخ شی نوزائل شی دهغه نه هراعتقاد باطل، کفر او بدعت اوصفات خبیثه د هغه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>