قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۸۲ اَلتَّغَابُن

خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ ﴿۳﴾ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۴﴾ أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَبْلُ فَذَاقُوا وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۵﴾ ذَلِكَ بِأَنَّهُ كَانَتْ تَأْتِيهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالُوا أَبَشَرٌ يَهْدُونَنَا فَكَفَرُوا وَتَوَلَّوْا وَاسْتَغْنَى اللَّهُ وَاللَّهُ غَنِيٌّ حَمِيدٌ ﴿۶﴾ زَعَمَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنْ لَنْ يُبْعَثُوا قُلْ بَلَى وَرَبِّي لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ وَذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ ﴿۷﴾ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالنُّورِ الَّذِي أَنْزَلْنَا وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۸﴾

يیدا کړی دی آسمانونه او ځمکه د حق دښکاره کولو دپاره او شکلونه ئی درکړی دی تاسو ته نو ښائسته کړی دی شکلونه ستاسو او خاص هغه ته ورگرځیدل دی ﴿۳﴾
عالم دی په هغه څیزچه په آسمانونو کښی دی او ځمکه کښی دی او عالم دی په هغه څیز چه پټوئ تاسو اوپه هغه څیز چه ښکاره کوئ تاسو او اللّه تعالٰی عالم دی په هغه خبرو چه په سینو د خلقو کښی دی ﴿۴﴾
آیا نه دی راغلی تاسو ته خیر دهغه کسانو چه کفرئی کړی وؤ مخکښی ستاسونه اوڅکله هغوی سزا دکار خپل او دوی لره عذاب دردناک دی ﴿۵﴾
دا په دی وجه چه یقیناً راتلل دوی ته رسولان ددوی په ښکاره احکامو سره نو دوی اوئیل آیا یو بشر مونږ ته لار ښائي‌ نوانکار اوکړو دوی او مخ ئی واړوؤ او ښکاره کړه اللّه تعالٰی خپله بی پرواهی او اللّه تعالٰی بی حاجته ستائیلی شوی ذات دی ﴿۶﴾
گمان کوی کافران چه دوی به هیچ چیری دوباره پیدا نشی تو اوایه هان قسم دی په رب ځما ضرور به دوباره پیدا کړی شئ بیا به ضرور خبر درکړی شی تاسو ته دهغه عملونو چه تاسو کړی دی او دا کار‌په اللّه تعالٰی باندی آسان دی ﴿۷﴾
نو ایمان راوړئ په اللّه تعالٰی اوپه رسول دهغه باندی اوپه هغه رنړا باندی چه نازل کړی ده مونږ او اللّه تعالٰی ستاسو عملونو باندی خبردار دی ﴿۸﴾

[۳] دا بل دلیل عقلی دی افاقی او انفسی نه مرکب دی (بِالْحَقِّ) په معنیٰ دحکمت سره یاپه معنیٰ د یقین سره دی یا با په معنیٰ دلام سره دی یعنی دپاره د اظهار د حق او هغه توحید د اللّه تعالٰی دی (فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ) حُسن په اعتبار د باطن او ظاهر دواړو سره دی او اجمال صرف په اعتبار دظاهر سره وی نوپه انسان کښی اوصاف باطنیه معنویه او تناسب د اندامونو او سیدها قدوقامت داسی دی چه په نورمخلوق کښی نیشته -
[۴] دا بل دلیل دی روستو دصفاتو دتصرف نه صفت د علم ذکرکوی -
[۵] دا تخویف دنیوی او اخروی دی (نَبَأُ) نباء لوی خبر او غټی واقعی ته وئیلی کیږی -
[۶] دا سبب دعذاب ذکرکوی چه انکار دی د رسالت د رسولانو نه په بهانه دبشریت سره (وَاسْتَغْنَى اللَّهُ) دا په معنیٰ د اظهار د استغناء‌ دی په هلاکولو ددوی سره یا دا جمله حالیه ده یعنی حال داچه اللّه تعالٰی خو دمخکښی نه غنی ذات دی د هغه د مخلوق ایمان ته هیڅ حاجت نیشته -
[۷] په دی کښی زجردی په انکار دبعث بعدالموت سره او داهم سبب دعذاب دی او داخل دی په فَكَفَرُوا وَتَوَلَّوْا کښی اودا څلورم آیت دی دقرآن نه چه په هغی کښی اللّه تعالٰی په خپل ربوبیت باندی قسم کوی دپاره د اثبات دبعث -
[۸] هرکله چه مخکښی آیاتونو کښی توحید او رسالت او بعث بعدالموت دقرآن کریم په اخباراتو سره ثابت شو نو اوس په هغی باندی تفریع کوی په دعوت او ایجاب دایمان سره په دی ټولو باندی - (فَآمِنُوا بِاللَّهِ) یعنی ایمان راوړئ په الوهیت د اللّه تعالٰی باندی (وَرَسُولِهِ) مراد ددی نه جنس رسول دی نو ټولو رسولانو باندی عموماً او د آخری رسول په رسالت باندی خصوصاً ایمان راوړل مراد دی (وَالنُّورِ) مراد ددی نه ټوله وحی اوخصوصاً قرآن دی ځکه چه ددی په ذریعه دتیارو د گمراهئ د جهل نه خلاصی حاصلیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>