قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۸۱ اَلتَّغَابُن

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱﴾ هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ فَمِنْكُمْ كَافِرٌ وَمِنْكُمْ مُؤْمِنٌ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۲﴾

پاکی وائي اللّه تعالٰی لره هغه څیزونه چه په آسمانونو کښی دی او هغه څیزونه چه په ځمکه کښی دی خاص هغه لره بادشاهی ده او خاص هغه لره ستائنه ده او هغه په هرڅیزباندی قدرت لرونکی دی ﴿۱﴾
خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیدائی کړئ تاسو نوبعضی ستاسونه کافر دی او بعضی ستاسو نه مؤمن دی او اللّه تعالٰی ستاسو عملونو لره لیدونکی دی ﴿۲﴾

سوره اَلتَّغَابُن

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په ډیرو وجوهو سره دی یو وجه داده چه تیرشوی سورتونو کښی رد وؤ په یهودیانو او منافقینوباندی نو په دی سورة کښی رد دی په مشرکینواو منکرینو د بعث بعدالموت باندی -
دعویٰ ددی سورة: اثبات دی د څلورو مقاصدو عالیو (توحید، رسالت، قرآن، بعث بعد الموت) سرهٔ د تزهید فی الدنیا او ترغیب الی الانفاق نه او ددی وجی نه په دی کښی نهه اوامرذکردی او اسماء حسنیٰ ئی هم څوارلس ذکرکړی دی د پاره داثبات دتوحید -
خلاصه د سورة داده : په دی کښی اول دعویٰ دتوحید ده په تسبیح سره او په هغی باندی څلور عقلی دلیلونه ذکرکړی دی بیا تخویف دنیوی اوبیا سببونه دعذاب ذکردی اول انکار درسول نه او دوهم انکار دبعث بعدالموت نه او دهغی اثبات کوی په حلف سره - بیا امردی په ایمان سره په دری مقاصدو باندی سرهٔ د بشارت او تخویف نه بیا ترغیب دی په ایمان بالقدر دپاره د تخفیف دمصیبتونواو امردی په طاعت د اللّه تعالٰی او درسول - او ذکردتوحید دی بیا تحذیر دی دمحبت ددنیا نه او ترغیب دی توحید او قرآن اوانفاق ته سرهٔ دبشارت نه او امر دانفاق سره پنځه اسماء حسنیٰ ذکر دی دپاره د ترغیب -

تفسیر

[۱] په دی کښی توحید ذکردی په طریقه د تسبیح سره او دهغی دپاره ئی دری صفات د اللّه تعالٰی ذکرکړی دی -
[۲] دا هم دلیل د دعوی د توحید دی او دیته دلیل نفسی عقلی وئیلی شی (فَمِنْكُمْ كَافِرٌ) په دی کښی دوه قولونه دی اول داچه ددی نه مراد کفر او ایمان تقدیری دی یعنی اللّه تعالٰی په تقدیرکښی څوک کافر مقرر کړی دی او څوک مؤمن - نو خالق او تقدیر کوؤنکی اللّه تعالٰی دی او کفراو ایمان کسب کوؤنکی بنده دی - دوهم قول داچه په دی کښی کفراو ایمان کسبی مراد دی نوپه دی کښی معنیٰ د زجر ده یعنی اللّه تعالٰی تاسو پیدا کړئ نو په کار دا وه چه ټولو ایمان راوړی وی لیکن تاسو تقسیم شوئ دوه ډلو ته اوهرکله چه سبب د زجر کفردی ددی وجی نه کافرئی مخکښ ذکرکړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>