قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۸۰ اَلْمُنافِقُوْن

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۹﴾ وَأَنْفِقُوا مِنْ مَا رَزَقْنَاكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلَا أَخَّرْتَنِي إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُنْ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۰﴾ وَلَنْ يُؤَخِّرَ اللَّهُ نَفْسًا إِذَا جَاءَ أَجَلُهَا وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۱﴾

ای ایمان والو غافل دی نه کړی تاسو لره مالونه ستاسو او نه اولاد ستاسو د ذکرد اللّه تعالٰی نه او چاچه اوکړو دا کار نو دغه کسان دوی پوره تاوان والا دی ﴿۹﴾
او خرچ کوئ دهغه نه چه مونږ در کړی دی تاسوته مخکښی ددی نه چه رابه شی یوتن ستاسو ته مرگ نو وائي‌ به ای ربه ځما ولی نه روستو کوی ته مالره تریوی نیټی نزدی پوری نو زه صدقه اوکړم او شم به زه د نیکانونه ﴿۱۰﴾
او هیچ چیری نه روستو کوی اللّه تعالٰی هیڅ نفس کوم وخت چه راشی نیټه دهغه او اللّه تعالٰی خبردار دی په هغه عملونو چه تاسو کوئ ﴿۱۱﴾

[۹] هرکله چه د منافقانو قبائح ذکرشول نو اوس مؤمنانو لره تحذیرورکوی د اوصافو د منافقانونه - او هرکله چه سبب د دغه قباحتونو اشتغال او فخرکول دی‌ په مال او په اولاد سره نوخصوصاً د هغی د اشتغال نه نهی کوی (عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ) مراد د ذکرنه طاعت دی توحید، اتباع سنت، پابندی دمونځ او قراءة دقرآن ټول په کښی داخل دی -
[۱۰] دا ترغیب دی انفاق ته په وخت دقبولیت د هغی کښی (چه قبل الموت) دی او انفاق د ذکراللّه یوخاص فرد دی په مقابل د منافقینو کښی چه هغوی د انفاق نه منع کوله - او مراد د انفقوا نه عام دی زکوٰة، صدقات واجبه، انفاق فی سبیل اللّه ټولو ته شامل دی (مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ)‌مراد ددی نه تعجیل کول دی په انفاق کښی چه کله ئی وس برشی نو روستووالی نه کوی (وَأَكُنْ مِنَ الصَّالِحِينَ) مراد د صالحین نه نور داصلاح کارونه دی ماسیوا د تصدق نه، ایمان راوړل، اتباع د سنت کول، توبه کول د گناهونونه -
[۱۱] (بِمَا تَعْمَلُونَ) دا شامل دی پټ او ښکاره عملونو او نیتونو د زړه ته هم او مفسرالوسی وئیلی دی چه عمررضی اللّه عنه د نبی ﷺ عمر ددری شپیته کلونو ددی آیت نه استنباط کړی دی په داسی طریقه چه دا آیت انتهاء د دری شپیتم سورة ده او په دی کښی نفساً نبی ﷺ ته هم شامل دی چه دهغه نیټه چه راغله نوهم روستو والی نشو کیدلی او ورپسی تغابن ذکرشو او غبن امت ته په سبب د وفات د نبی ﷺ سره اورسیدلو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>