قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۷۹ اَلْمُنافِقُوْن

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُءُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ ﴿۵﴾ سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ﴿۶﴾ هُمُ الَّذِينَ يَقُولُونَ لَا تُنْفِقُوا عَلَى مَنْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ حَتَّى يَنْفَضُّوا وَلِلَّهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَفْقَهُونَ ﴿۷﴾ يَقُولُونَ لَئِنْ رَجَعْنَا إِلَى الْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۸﴾

او کوم وخت چه اوئیلی شی دوی ته راشئ چه بخنه اوغواړی تاسو لره رسول اللّٰه ﷺ واړوی دوی سرونه خپل او اوینی به ته دوی لره چه مخ اړوی او دوی لوئی کوؤنکی دی ﴿۵﴾
برابره خبره ده په دوی باندی که ته بخنه اوغواړی دوی لره یا بخنه نه غواړی دوی لره هیچ چیری بخنه نه کوی اللّه تعالٰی دوی ته یقیناً اللّه تعالٰی هدایت نه کوی قوم ډیر نافرمانوته ﴿۶﴾
دوی داسی خلق دی چه دوی وائي خرچ مه کوئ په هغه چاچه د رسول اللّٰه ﷺ سره دی تردی پوری چه خواره واره شی او خاص اللّه تعالٰی لره خزانی دی د آسمانونو او دځمکی او لیکن منافقان نه پوهیږی ﴿۷﴾
دوی وائي که چیری واپس شو مونږ مدینی ته ضرور اوبه باسی عزتمند دهغی نه ذلیل لره او خاص اللّه تعالٰی لره صفت د عزت دی او رسول لره (صفت دعزت دی) او مؤمنانولره (صفت دعزت دی) اولیکن منافقان نه پوهیږی ﴿۸﴾

[۵] په دی آیت کښی دری اوصاف د هغوی ذکرکوی او دلالت کوی په اصرار کولو ددوی په گناه باندی - (وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ) استکبار کښی معنیٰ د تحقیراو سپک گنړلوده یعنی رسول اللّٰه ﷺ ته راتلل اودهغه دعا غوښتل سپک گنړی اودا صریح کفردی -
[۶] په دی کښی ددوی یووصف ذکرکوی یعنی هرکله چه ذکرشوه چه دوی ښکاره کفرکوی او استغفار هم نه غواړی نود داسی انسان دپاره دعا د نبی ﷺ هم فائده نه ورکوی -
[۷] په دی آیت کښی ددوی دوه صفتونه ذکرکوی اوپه مینځ کښی رد کوی ددوی په قول باندی (مَنْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ) دا قول د منافقانو دی ځکه چه دوی به ظاهراً هغه ته رسول وئیلو یا دا تعبیر د اللّه تعالٰی دی ددوی د تقبیح دپاره یعنی د رسول اللّٰه دخوا نه شړل خوډیره لویه بد اخلاقی ده (حَتَّى يَنْفَضُّوا) یعنی د لوږی د وجی نه به لاړشی او خواره به شی اودا ددنیا پرستو او د جاهلانو طریقه ده چه هرڅیزصرف په ظاهری اسباب پوری تړی اود اللّه تعالٰی د ربویبت او الوهیت نه غافل وی (وَلِلَّهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) دا رد دی ددوی په قول اوپه دغه عقیده باطله باندی - مراد دادی چه د روزئ او دهغی اسباب (چه بارانونه او اونی بوټی وغیره دی) ټول په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی او هغه بی انتهاء خزانی دی چه نه کمیږی -
[۸] په دی آیت کښی دوه اوصاف د منافقانو دی - تیرشوی آیت کښی معلومه شوه چه دوی په مال سره بخل کوی نوپه دی آیت کښی ذکرکوی چه مال سبب دعزت گنړی (لَئِنْ رَجَعْنَا) دا واقعه د غزوه بنی مصطلق نه په واپسئ کښی ده او هغی ته مریسیع هم وئیلی کیږی (لَيُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ) د اَعزَ نه مراد عبد اللّه بن ابی منافق وؤ هغه مالدار وؤ او مال ئی سبب د عزت گنړلو اود أَذَلَّ نه دوی رسول اللّٰه ﷺ مراد کړی وؤ او دا صریح کفردی (وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ) دا تردید دی دعقیدی ددوی او عزت خوپه اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی او عزت حاصلیږی په ایمان او تقویٰ سره او دا صفتونه درسول او د مؤمنانو دی - سوال: په سورة نساء (۱۳۹) او فاطر (۱۰) تخصیص د عزت په اللّه تعالٰی پوری کړی شوی دی اوپه دی آیت کښی ورسره رسول او مؤمنان هم ذکرشو؟ جواب: په هغه دواړو آیاتونو کښی مراد اختیار عزت دی او هغه خاص دی اللّه تعالٰی پوری اوپه دی آیت کښی مراد توصیف دی په عزت سره یعنی موصوف په عزت سره اللّه تعالٰی او رسول او مؤمنان دی منافقانو اوکافرانو لره په نیز د اللّه تعالٰی هیڅ عزت نیشته دی (وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ) فقاهت خاص دی د علم نه نودا ترقی ده په قباحت ددوی کښی یعنی فقاهت خوڅه چه علم هم په دوی کښی نیشته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>