قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۷۶ اَلْجُمُعَة

فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۱۰﴾ وَإِذَا رَأَوْا تِجَارَةً أَوْ لَهْوًا انْفَضُّوا إِلَيْهَا وَتَرَكُوكَ قَائِمًا قُلْ مَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ مِنَ اللَّهْوِ وَمِنَ التِّجَارَةِ وَاللَّهُ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ﴿۱۱﴾

نو هرکله چه پوره کړئ‌ مونځ نو خواره شئ په ملک کښی او اولټوئ د فضل د اللّه تعالٰی نه او یادوئ اللّه تعالٰی لره ډیر ددی دپاره چه کامیاب شئ ﴿۱۰﴾
اوهرکله چه دوی اوینی تجارت یا لوبی نو روان شی دوی هغی ته او پریږدی تالره اولاړ ته اوایه هغه ثواب چه د اللّه تعالٰی سره دی غوره دی د لوبو او تجارت نه او اللّه تعالٰی غوره دی د روزئ ورکوؤنکو نه ﴿۱۱﴾

[۱۰] په دی کښی اشاره ده فرق ته په مینځ د احترام د ورځ دجمعی په دین ځمونږکښی او احترام دثبت په نیز دیهودیانو چه په هغوی باندی د سبت په ټوله ورځ کښی کار ددنیا حرام وؤ اوځمونږ په دین کښی روستو دفراغ د مونځ دجمعی نه امردی په تجارت او طلب دروزئ سره - قاسمی وئیلی دی چه روستو د مونځ دجمعی نه څلور رکعته د ماسپخین (چه هغی ته احتیاطی مونځ وئیلی کیږی) دا مذهبی تعصب اوبی دلیله عمل دی (فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ) مراد په امر سره وجوب د انتشار نه دی بلکه مخالفت کول دی د اهل کتاب نه په تعطیل دورځ د خالی او اتوار کښی (وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ) عام دی تجارت کول، عیادت دبیمار، ملاقات د ورور مسلمان اوطلب دعلم ټولو ته شامل دی (وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا) مراد دا چه هیڅ وخت د اللّه تعالٰی دیاداشت نه غفلت مه کوئ په ژبه او په زړه اوپه طاعت سره اومونځ دمازیگر ته هم اشاره ده او ډیروالی د ذکر په توحید او اخلاص او موافق دسنت سره راځی -
[۱۱] په دی کښی زورنه ده په یوعمل سره چه دصحابه کرامو نه صادر شوی وؤ چه د خطبی د نبی ﷺ په وخت کښی هغوی تجارتی سامان ته خواره شول صرف دولس کسان پاتی شول - دا خوپه هغه وخت کښی گناه نه وؤ ځکه چه دغه نه مخکښی اللّه تعالٰی داسی حکم نه وؤ رالیږلی لیکن تنبه شوه د آئنده وخت دپاره - نوپه دی کښی اشاره ده چه اوریدل د خطبی دجمعی واجب دی (قُلْ مَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ) یعنی هغه اجراوثواب چه په اوریدلو د خطبی اوپه جماعت سره مونځ د ادا کولو کښی دی یا هغه رزق چه په شرعی طریقی سره حاصل کړی شی هغه غوره دی (وَاللَّهُ خَيْرُ الرَّازِقِينَ) اشاره ده چه روزی په اختیار د اللّه تعالٰی کښی ده نودهغه په طاعت سره به غوره روزی حاصلیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>