قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۷۵ اَلْجُمُعَة

قُلْ إِنَّ الْمَوْتَ الَّذِي تَفِرُّونَ مِنْهُ فَإِنَّهُ مُلَاقِيكُمْ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۸﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۹﴾

ته اوایه یقیناً هغه مرگ چه تاسو تیخته کوئ دهغی نه یقیناً هغه ستاسو مخی له راتلونکی دی بیا به اوگرځولی شئ تاسو هغه ذات ته چه عالم دی په هرپټ او ښکاره باندی نوخبربه درکړی تاسولره په هغه عملونو باندی چه تاسو ئی کوئ ﴿۸﴾
ای ایمان والو کوم وخت چه آواز اوکړی شی دپاره د مونځ د ورځ دجمعی نه نو زرځان اورسوئ ذکر د اللّه تعالٰی ته او پریږدئ خرڅول دا کار غوره دی تاسولره که چیری تاسو پوهیږئ ﴿۹﴾

[۸] په دی کښی تخویف دی (تَفِرُّونَ) مراد دفرار نه د مرگ تمنا نه کول دی او دارنگ هرانسان چه میدان قتال نه تیخته کوی د مرگ د ویری نه یاچه په یو مقام او علاقه کښی دطاعون وبا وی نود مرگ د ویری دو جی نه دهغی نه تیخته کوی نوهغه هم په دی کښی داخل دی (ثُمَّ تُرَدُّونَ) په دی کښی بعث بعدالموت مراد دی او ثُمَّ دلالت کوی چه په مینځ د مرگ او قیامت کښی ډیره موده شته چه هغه حالت برزخیه دی یامراد ددی رد د سوال او عذاب دقبردی او ثم دپاره دترتیب دی بغیر دتاخیرنه -
[۹] ربط‌ ددی آیت د ماقبل سره په ډیرو وجوهوسره دی یودا چه دا رد دی د یهودیانو په دریمه دعویٰ باندی چه دوی فخر کوؤ چه ځمونږ دپاره ورځ د خالی د تعظیم شته او تاسو دهغی تعظیم نه کوئ، حاصل دجواب دادی چه ځمونږ دپاره هم ورځ د تعظیم شته چه ورځ دجمعی ده او داد اللّه تعالٰی د طرف نه انتخاب دی او ستاسو ورځ دخالی خو ستاسو خپل انتخاب دی اوبیا درباندی اللّه تعالٰی دهغی تعظیم فرض کړو لکه چه سورة نحل (۱۲۴) کښی ذکردی اوتاسو دهغی نه خلاف اوکړو (إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ) مراد دنداء نه نداء شرعی ده چه هغه اذان شرعی دی (فتح الباری) او مراد ددینه هغه اذان دی چه کله خطیب په منبرباندی کینی نو دهغه مخی ته وئیلی کیږی او امام بخاری او نورو محدثینو ذکر کړی دی چه د نبی ﷺ او ابوبکر او عمر رضی اللّه عنهما په زمانه کښی اول اذان دجمعی هغه وخت وئیلی کیدلو چه خطیب به په منبرباندی کیناستلو او حدیث د ابوداؤد کښي دی چه دا ا‌ذان په دروازه د مسجد کښی د امام مخامخ وئیلی کیدلو - هرکله چه د عثمان رضی اللّه عنه په زمانه کښی خلق ډیرشول نوبل اذان ئی زیات کړو دمسجد نه بهر دیو کور دپاسه چه هغی ته زوراء‌ وئیلی کیدلو او مؤرخینو لیکلی دی چه هشام بن عبدالملک دا اذان عثمانی بیا په مسجد کښی داخل کړو نوپه دی آیت کښی په اتفاق سره مراد د اذان نه اذان دخطبی دی اگرچه اذان عثمانی هم سنت د خلیفه دی هغی ته شرعاً بدعت نه وئیلی کیږی (فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ)(سوال) سعی منډی وهلوته وئیلی کیږی اوپه حدیث صحیح کښی خو منع شوی ده چه څوک دی مونځ کولو دپاره منډی نه وهی په خپل عادت سره دی رفتار کوی؟ جواب: سعی نه مراد دلته کوشش کول او اهتمام کول او تیاری کول دی او حسن بصری نه روایت دی چه دی ته سعی بالقلب اوالنیة وئیلی کیږی - نوپه فَاسعَوا کښی هغه اعمالو ته اشاره ده کوم چه د صلوٰة جمعی د تیاری دپاره په سنت سره ثابت دی لکه غسل کول، خوشبو لگول، مسواک کول، پاکی جامی اغوستل، دوخته مسجد ته تلل، امام ته نزدی دریدل وغیره (ذِكْرِ اللَّهِ) مراد ددی نه اوله خطبه ده اوبیا صلوٰة دی د دواړو په مینځ کښی بل عمل نیشته دی - او ذکر د اللّه تعالٰی عام دی قرآن لوستل، حدیث ذکرکول، خلقو ته ددین د اللّه تعالٰی احکام بیانول، مونځ کول دا ټول ذکرد اللّه ته شامل دی اوپه ټولو کښی سنت طریقه شرط ده (وَذَرُوا الْبَيْعَ) مراد ددی نه هرهغه شغل دی چه منع کوؤنکی دی خطبی ته د رسیدلو او اوریدلو لکه غفلت ملازمت، زمینداری، تجارت ټول په کښی داخل دی او تخصیص د بیع ئی ددی وجی نه اوکړه چه د جمعی په ورځ اکثر خلق دبانډو نه راغلی وی هغه په سودا اخستو کښی مشغولیږی نو خرڅوؤنکو ته اوئیلی شول چه تاسو خرڅول پریږدئ نوچه بیع نه وی نو شراء هم نشی کیدلی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>