قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۷۷ المنافقون

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

إِذَا جَاءَكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ ﴿۱﴾ اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲﴾

هرکله چه راشی تاته منافقان دوی وائي‌ گواهی کوؤ مونږ چه یقیناً ته خامخا رسول د اللّه تعالٰی ئی او اللّه تعالٰی پوهه دی چه یقیناً ته خامخا رسول دهغه ئی او اللّه تعالٰی گواهی کوی چه یقیناً منافقان خامخا دروغژن دی ﴿۱﴾
گرځولی دی دوی قسمونه خپل ډال نو منع شول (منع کوی) د لاری د اللّه تعالٰی نه یقیناً‌ دوی بد دی هغه عملونه چه دوی کوی ﴿۲﴾

سورة اَلْمُنافِقُوْن

ربط: ددی سورة دماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی یو وجه داده چه په سورة جمعه کښی رد وو‌په دروغو د یهودیانو باندی نوپه دی سورة کښی رد دی په دروغو دمنافقانو باندی -
دعویٰ د سورة: زجردی په منافقانو باندی په منع کولو سره د انفاق نه خصوصاً اوپه نورو قبائحوسره عموماً‌ -
خلاصه د سورة : رد دی اولاً په شهادت درسالت باندی په دروغه سره اوبیا اتلس قبائح د هغوی ذکرکوی - اوبیا منع کوی مؤمنانو لره د تشبیه د منافقانو نه په اشتغال دمال او اولاد سره او ترغیب دی انفاق کولو ته مخکښی د راتللو د مرگ نه -

تفسیر

[۱] په دی آیت کښی تعریف د منافق ته اشاره ده چه مخامخ شهادت دحق کوی اوپه باطن کښی منکروی اودهغوی یووصف ذکرکوی یعنی دوی دروغ وائي‌ (قَالُوا نَشْهَدُ) شهادت شرعیه موافقت د زړه او د ژبی دی لیکن دوی چه دا کلمه وئیله نوصرف مشابهت ئی کوؤد مؤمنانو سره چه هغوی اَشهَدُ او نَشْهَدُ وائي‌ یا مراد ددوی د شهادت نه قسم کول دی (وَاللَّهُ يَعْلَمُ) دا جمله معترضه ده دپاره د دفع کولو دوهم، هغه دادی چه روستو جمله کښی اللّه تعالٰی ددوی تکذیب کړی دی نو آیا دا پیغمبر د اللّه تعالٰی رسول نه دی؟ نو جواب اوشو چه یقیناً‌ دی د اللّه تعالٰی رسول دی (وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ) ددی وجه داده چه دلته د کاذبون نه مراد کذب په دی جمله کښی مراد نه دی چه إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ بلکه ددی آیت په تفسیر کښی مفسرینو واقعه لیکلی ده چه دوی وئیلی وؤ چه لَيُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ، (لکه چه روستو به راشی) لیکن هرکله چه دوی رسول اللّٰه ﷺ مخی له راغلل نودوی قسمونه کول چه مونږ دا وینا نه ده کړی نو انکارئی دخپل قول نه اوکړو نو دائی کذب دی -
[۲] په دی کښی ددوی دری خصلتونه ذکرکوی (أَيْمَانَهُمْ) هرکله چه نشهد ئی وئیل په نیت دقسم سره او دا قسم دی لکه چه د اکثر اهل مذهب دی ددی وجی نه په دی آیت کښی دهغی نه تعبیر اوکړی شو په أَيْمَانَ سره (جُنَّةً) لکه چه په ډال سره انسان ځان د گذار د توری او نیزی وغیره نه بچ کوی نو دارنگ دوی په دی قسمونو سره ځان د سزا دنیوی او دقتال او د مؤمنانو دزورنی نه بچ کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>