قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۶۸ اَلصَّف

إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ ﴿۴﴾ وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ لِمَ تُؤْذُونَنِي وَقَدْ تَعْلَمُونَ أَنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ فَلَمَّا زَاغُوا أَزَاغَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ﴿۵﴾ وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ ﴿۶﴾

یقیناً‌ اللّه تعالٰی مینه کوی د هغه کسانو سره چه جنگ کوی په لار د اللّه تعالٰی کښی صفونه صفونه گویا چه دوی دیوال دی په یوبل کښی ننوتلی ﴿۴﴾
او کوم وخت چه اوئیل موسیٰ علیه السلام خپل قوم ته ای ځما قومه ولی خفه کوئ‌ ما او حال دا چه یقیناً‌ پوهیږئ تاسو چه زه رسول د اللّه تعالٰی (رالیږلی شوی یم) تاسو ته نو هرکله چه دوی کاږه شول کاږه کړه اللّه تعالٰی زړونه ددوی او اللّه تعالٰی هدایت نه ورکوی قوم ډیرنافرمان ته ﴿۵﴾
او کوم چه وخت چه اوئیل عیسیٰ علیه السلام ځوی دمریم ای بنی اسرائیلو یقیناً‌ زه رسول د اللّه تعالٰی (رالیږلی شوی یم) تاسوته تصدیق کوؤنکی د هغه کتاب چه ځما نه مخکښی دی چه تورات دی او زیری ورکوؤنکی یم په داسی رسول چه راځی به ما پسی روستو نوم دهغه احمد دی نوهرکله چه راوړل دوی ته ښکاره معجزات دوی اوئیل دا جادو ښکاره دی ﴿۶﴾

[۴] په دی آیت کښی ترغیب دی قتال فی سبیل اللّه ته عملاً‌ - او ددی آیت د اتصال نه معلومه شوه چه اول دواړه آیتونه په طریقه د تمهید عمومی سره وؤ اوپه دی کښی مقصد ئی ذکرکړو یعنی چه قول د امنَّا تاسو کړی دی نو دهغی دپاره عمل دقتال ضرور اوکړئ او دا دخطاب طریقه ده چه اول عمومی کلام ذکرکړی شی نوبیا خصوصی مقصد د هغی په مناسبت کښی ذکرکړی شی (كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ) هغه دیوال چه گټی او خختی د هغی په یوبل کښی اومنډلی شی تردی پوری چه چودونه ئی بندشی او هموار وی او مضبوط‌ وی نوداسی صف دقتال اوصف دمونځ د جماعت ضروری دی چه دیوبل سره داسی جوخت وی چه په مینځ کښی فُرَجات نه وی او د نعمان بن بشیرروایت امام بخاری نقل کړی دی چه مونږ به په صف کښی اوگی او گيټئ د خپو دیوبل سره پیوست کولی -
[۵] دا دلیل نقلی دی د موسیٰ علیه السلام نه چه موسیٰ علیه السلام دعوت توحید او جهاد ته ورکړی وؤ او دارنگ په دی کښی تسلی ده نبی ﷺ ته په داسی طریقه چه دا منافقان چه مخالفت کوی د امردقتال نه نوصبرکوه ځکه چه داسی یهودیانو هم د موسیٰ علیه السلام د امرنه خلاف کړی وؤ او هغه صبرکړی دی (لِمَ تُؤْذُونَنِي) بنی اسرائیلو موسیٰ علیه السلام ته ډیری ایذا گانی ورکړی وی لکه سورة نساء (۱۵۳) او اعراف (۱۳۸) کښی او نوری واقعی هم په احادیثو او کتابونو دتفسیر کښی شته دی لویه ایذاء‌ هغه ده چه په سورة مائده (۲۴) کښی ذکر شوی ده یعنی انکار دقتال فی سبیل اللّه نه او دلته دا مراد واضح دی (أَزَاغَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ) جزاء دجنس د عمل نه وی هرکله چه دوی د طاعت او دایمان اود احترام درسول اود قتال فی سبیل اللّه نه کاږه شول نو اللّه تعالٰی ددوی په زړونو کښی شکوک، حیرانتیا، او گمراهی پیدا کړه (الْفَاسِقِينَ) دا فسق د عقیدی دی په قرینه د زیغ سره ځکه چه زیغ د عقیدی سره تعلق لری -دا دلیل نقلی دی د موسیٰ علیه السلام نه چه موسیٰ علیه السلام دعوت توحید او جهاد ته ورکړی وؤ او دارنگ په دی کښی تسلی ده نبی ﷺ ته په داسی طریقه چه چه دا منافقان چه مخالفت کوی د امردقتال نه نوصبرکوه ځکه چه داسی یهودیانو هم د موسیٰ علیه السلام د امرنه خلاف کړی وؤ او هغه صبرکړی دی (لِمَ تُؤْذُونَنِي) بنی اسرائیلو موسیٰ علیه السلام ته ډیری ایذا گانی ورکړی وی لکه سورة نساء (۱۵۳) او اعراف (۱۳۸) کښی او نوری واقعی هم په احادیثو او کتابونو دتفسیر کښی شته دی لویه ایذاء‌ هغه ده چه په سورة مائده (۲۴) کښی ذکر شوی ده یعنی انکار دقتال فی سبیل اللّه نه او دلته دا مراد واضح دی (أَزَاغَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ) جزاء دجنس د عمل نه وی هرکله چه دوی د طاعت او دایمان اود احترام درسول اود قتال فی سبیل اللّه نه کاږه شول نو اللّه تعالٰی ددوی په زړونو کښی شکوک، حیرانتیا، او گمراهی پیدا کړه (الْفَاسِقِينَ) دا فسق د عقیدی دی په قرینه د زیغ سره ځکه چه زیغ د عقیدی سره تعلق لری -
[۶] دا هم دلیل نقلی دی چه عیسیٰ علیه السلام تصدیق د تورات هم کړی دی لیکن بنی اسرائیلو دهغه نه زیغ اوکړو او دا رنگ بشارت ئی په آخری نبی سره هم ورکړی دی خودا بنی اسرائیل د هغه نه هم انکار کوی - او په حدیث د مسند احمد کښی راغلی دی چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی چه زه دعا دپلار یم چه ابراهیم علیه السلام دی او بشارت د عیسیٰ علیه السلام هم یم (مِنْ بَعْدِي) لفظ د بعد دلالت کوی په مطلق روستو والی، او لفظ‌ د مِن چه داخل شی په بعد باندی نو اشاره ده قِلّتِ‌ بعدیت او عدم واسطی ته په مینځ د مخکنی او روستنی کښی یعنی په مینځ د عیسیٰ علیه السلام او محمد ﷺ کښی بله واسطه (یعنی بل رسول او نبی) نه دی راغلی او ددی دواړو په مینځ کښی تقریباً‌ پنځه سوه او نهه اویا کاله فاصله ده (أَحْمَدُ) امام رازی په تفسیرکبیر او قاسمی په خپل تفسیرکښی اوالشیخ رحمت اللّه الکیرانوی په کتاب اظهارالحق کښی د انجیل د یوحنَّا د څوارلسم باب نه بشارت په لفظ‌ د فاقلیط سره نقل کړی دی اودا یونانی لفظ دی او اصل ئی ببرکلوط‌ دی او معنیٰ دهغی احمد دی اوپه انجیل د برنابا کښی صریح عبارتونه ډیردی هان روستو راهبانو د ډیر ضد د وجی نه په دغه الفاظو کښی تحریفات کړی دی - اوحدیث دبخاری کښی دی چه زه محمد یم او احمد یم او ماحی او حاشر او عاقب یم -
فائده: فرق په مینځ د احمد او محمد کښی په دوه طریقوسره دی اول داچه احمد اسم تفضیل دی یعنی احمد الحامدین للّه - ټول انبیاء علیهم السلام حمد ویونکی دی لیکن آخری نبی دټولو نه زیات حمد ویونکی د اللّه تعالٰی دی او محمد په معنیٰ دمحمود سره دی لیکن محمود صرف حمد کړی شوی ته وئیلی کیږی او محمّد هغه ته وئیلی شی چه باربار ئی حمد وئیلی کیږی - اوددی نه چه مرزائی خپل نبوت د اثبات دپاره دلیل ذکرکړی دی نوهغه خالص دروغ او تحریف دی ځکه چه د مرزائی نوم غلام احمد دی اوپه دی آیت کښی احمد ذکرشوی دی او مضاف خوغیروی د مضاف الیه نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>