قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۶۹ اَلصَّف

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُوَ يُدْعَى إِلَى الْإِسْلَامِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۷﴾ يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ﴿۸﴾ هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ﴿۹﴾

او څوک ډیر ظالم دی دهغه چانه چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ او حال دا چه هغه رابللی کیدی شی اسلام ته او اللّه تعالٰی هدایت نه ورکوی قوم ظالمانوته ﴿۷﴾
دوی غواړی چه مړه کړی رنړا د اللّه تعالٰی په خپلو خولوسره او اللّه تعالٰی پوره کوؤنکی دی رنړا خپلی لره اگرچه بد ئی گنړی کافر ﴿۸﴾
خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه را اولیږه ئی رسول خپل په هدایت سره اوپه حق دین سره ددی دپاره چه غالب کړی هغه لره په دینونو ټولو باندی اگرچه بد ئی گنړی مشرکان ﴿۹﴾

[۷] دا زجردی هغه کسانوته چه بیناتو ته سِحر وائي که یهود وی چه تکذیب د عیسیٰ علیه السلام ئی کړی دی او که یهود او نصاریٰ دواړه چه تکذیب ئی د آخری نبی ﷺ کړی دی (الظَّالِمِينَ) یعنی انکار دحق نه په طریقه د ضد اوعناد سره کوی آیت پنځم کښی الفاسقین ذکر وؤ ځکه چه زیغ دزړونو فِسق د عقیدی دی او دلته ئی الظالمین اوئیل چه په اول د آیت کښی ئی وَمَنْ أَظْلَمُ وئیلی دی -
[۸] دا هم زجردی په انکار درسول او دقرآن سره - دائي ذکرکړی دی په طریقه د جواب سوال سره - سوال دادی چه دوی ظلم کوی او د اسلام مقابله په افتراء‌ سره کوی داد څه مقصد دپاره کوی؟ جواب اوشو چه مقصد ددوی اطفاء د نوراللّه ده (نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ) مراد دنور نه نمر دی او کلام په طریقه د استعاره تمثیلیه سره دی یعنی دا منکرین چه د حق د ابطال کوشش کوی ددوی مثال دهغه شخص دی چه نمرپه پوکو باندی مړ کول غواړی یا مراد دنورنه قرآن او توحید او رسالت د آخری نبی ﷺ دی او اسلام دی او افواههم نه مراد بی دلیله خبری او شبهات واهیه دی (وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ) په لفظ‌ د کفرکښی اشاره ده ظلمت ته چه مقابل دنوردی یعنی تیاره (ظلمات) خوخوونکی خلق رنړا نه غواړی -
[۹] دا بیان دی دپاره د (مُتِمُّ نُورِهِ) یعنی اتمام د نور خپل کوی په رالیږلو ددی رسول او قرآن سره سرهٔ دصفت د غالب کولو نه په ټولو دینونوباندی (بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ) قرآن او توحید یا قرآن او حدیث یا عقیده او احکام مراد دی (لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ) د ظهورنه ماخوذ دی په معنیٰ د غلبی سره - او غلبه عامه ده که په حجت سره وی اوکه داسی وی چه نور دینونه وی لیکن کمزوری وی لکه په زمان د خلفاء راشدینو کښی چه اوشوه او که داسی وی چه بل دین سیوا د اسلام نه به په مخ د ځمکه باقی نه وی لکه چه په زمانه د نزول د عیسیٰ علیه السلام کښی په قرب د قیامت کښی به وی - یا اظهار په معنیٰ د اعلام او د اطلاع سره دی یعنی نزول د قرآن په نبی ﷺ باندی سبب دی دپاره د حصول د علم په ټولو ادیان سماویه او غیر سماویه باندی - (وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ) هرکله چه هدی او دین حق توحید دی او انکار د توحید ته شرک وئیلی کیږی نو ددی ایت اختتام ئی په المشرکون سره اوکړو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>