قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۶۷ اَلصَّف

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۱﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ ﴿۲﴾ كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ أَنْ تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ ﴿۳﴾

پاکی وائي‌ اللّه تعالٰی لره هغه څیزونه چه په آسمانونو کښی او هغه څیزونه چه په ځمکه کښی دی او خاص اللّه تعالٰی زورآور حکمتونو والا دی ﴿۱﴾
ای ایمان والو ولی وائی په ژبه هغه خبری چه نه ئی کوئ (په عمل کښی) ﴿۲﴾
غټه وجه د غصی ده په نیز د اللّه تعالٰی دا چه وائی په ژبه هغه چه عمل پری نه کوئ ﴿۳﴾

سورة اَلصَّف
دیته سورة حواریین او سورة عیسیٰ هم وئیلی شی -

ربط: ددی د ماقبل سره دادی چه تیرشوی سورة کښی زجر وؤ مؤمنانو ته په غیر مناسب کارونو باندی نو په دی سورة کښی زجردی په اقوالو غیر مناسبو باندی بله وجه داده چه په هغه سورة کښی منع وه د دوستانی د مشرکانو نه نو په دی سورة کښی ترقی ده چه ددوی سره جنگ او قتال اوکړئ -
دعویٰ د سورة: زجردی په مخالفت د عمل د قول د (۳،۲) نه لکه سرهٔ د دعوی د ایمان نه د جهاد او قتال نه مخ گرځول او مسئله د توحید هم په اول کښی ذکر ده او ترغیب دی جهاد ته په (۴) کښی -
خلاصه د سورة : مختصره خلاصه داده چه په دی سورة کښی دری خطابات دی په یٰاَ یها الذین امنوا سره په اول خطاب کښی زجردی په ترک دقتال فی سبیل اللّه او ترغیب دی قتال ته او په دوهم کښی بشارت اخرویه او دنیویه دی اوپه دریم کښی ترغیب دی چه په طریقه دحواریینو سره جهاد اوکړئ - او تفصیل دادی چه اول دعویٰ د توحید ده بیا زجردی په مخالفت د قول او د عمل بیا ترغیب دی قتال ته بیا دوه دلیلونه نقلیه دی اول د موسیٰ علیه السلام او دوهم د عیسیٰ علیه السلام نه او تخویف دی په ذکر دحال دیهودیانو چه هغوی قتال فی سبیل اللّه پریخودلی وؤ - بیا ترغیب دی تابعدارئ د آخری رسول ته خصوصاً په قتال فی سبیل اللّه کښی او تاکید دترغیب ئی ذکرکړی دی په بشارت د عیسیٰ علیه السلام سره په باره ددی رسول کښی اوزجردی په تکذیب باندی او زجردی په افتراء‌ باندی اوزجر په اطفاء د نُور د اللّه تعالٰی باندی - بیا ذکرکوی صدق د رسول چه دی رالیږلی شوی دی دپاره دقتال فی سبیل اللّه - بیا بشارت اخرویه او دنیویه دی په باره دجهاد کښی اوپه آخرکښی ترغیب دی نصرت او قتال فی سبیل اللّه تعالٰی ته په شان د حواریینو -

تفسیر

[۱] په دی کښی ذکر دتوحید دی په تعبیر د تسبیح سره - اوپه دی کښی اشاره ده دفع کولو د اعتراض ته چه فائده دقتال راجع ده تاسو ته اللّه تعالٰی دی ته محتاج نه دی ځکه چه اللّه تعالٰی دهرقسم عیب او احتیاج نه داسی پاک دی چه آسمانونو او ځمکو والا دهغه په پاکوالی باندی گواهی کوی -
[۲] دا اول خطاب دی مؤمنانو ته ددری خطاباتو نه او مقصد په کښی تیزی ورکول دی په قتال فی سبیل اللّه باندی او زجردی په مخالفت دقول او عمل باندی او ددی مختلفی طریقی دی اوله طریقه دا چه په تیره زمانه کښی یو شخص یو کار نه وی کړی او دی وائي چه ما فلانی کارکړی دی نو دیته دروغ وئیلی کیږی - او دوهمه طریقه په زمانه دمستقبل پوری متعلق ده یعنی که یو شخص اووائي چه زه به فلانی کار کوؤم او بیائی اونه کړی - او دریمه طریقه داده چه مراد دادی چه کوم فعل دانسان دقدرت نه بهروی او دی وائي‌ چه زه به دا فلانی کار کوؤم په دی معنیٰ سره زجرپه قول باندی دی په شان د اولی طریقی -
[۳] په دی کښی تاکید د زجردی په پنځه وجوهوسره او په دواړه آیاتونو کښی سخت زجر هغه عالمانو خطیبانو ته دی چه په علم باندی عمل نه کوی او نورو خلقو ته وعظ کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>