قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۵۱ اَلْحَشْر

هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِنْ دِيَارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ مَا ظَنَنْتُمْ أَنْ يَخْرُجُوا وَظَنُّوا أَنَّهُمْ مَانِعَتُهُمْ حُصُونُهُمْ مِنَ اللَّهِ فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُمْ بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ ﴿۲﴾ وَلَوْلَا أَنْ كَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِمُ الْجَلَاءَ لَعَذَّبَهُمْ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ ﴿۳﴾

خاص هغه داسی ذات دی چه اویستل ئی کافران د کتابیانو د کورونو دهغوی نه په اول را غونډولوسره گمان نه کوؤ تاسو چه دوی به اوځی او دوی گمان کوؤ چه یقیناً‌ بچ کوؤنکی دی دوی لره قلعه گانی ددوی د اللّه تعالٰی نه نو راغی دوی ته اللّه تعالٰی دداسی ځای نه چه دوی گمان نه کوؤ او واچوله ئی ددوی په زړونو کښی ویره ورانول دوی کورونه خپل په لاسونو خپلو اوپه لاسونو د مؤمنانو نو عبرت واخلئ ای دپوهی خاوندانو ﴿۲﴾
او که چیری نه وی لیکلی اللّه تعالٰی (په تقدیرکښی) په دوی باندی د وطن نه شړل نوبل عذاب به ئی دوی ته ورکړی وی په دنیا کښی اودوی لره په آخرت کښی عذاب د اور دی - ﴿۳﴾

[۲] تفسیر ابن کثیر کښی د بنی نضیرو تفصیلی واقعه ذکر کړی ده - حاصل ئی دادی چه دوی د نبی ﷺ سره اول عهد کړی وؤ چه مونږ به دیوبل سره جنگ نه کوؤ اونه به دیو بل دشمن سره ملگرتیا کوؤ لیکن د احد دغزوه نه روستو دوی د مشرکین مکه سره د ملگرتیا وعده اوکړه او د نبی ﷺ د وژلو اراده ئی اوکړه نو نبی ﷺ اول کعب بن اشرف د محمد بن مسلمة رضی اللّه عنه په ذریعه قتل کړو او بیائی سره د صحابه کرامونه دبنی نضیرو د قلعی نه یوویشت یا شپږویشت ورځی محاصره اوکړه نودوی د صلح کولو مطالبه اوکړه نو نبی ﷺ د صلح کولو نه انکار اوکړو او امرئی اوکړو ددوی په جلا وطن کولو سره او اجازت ئی ورکړو چه په اوښ باندی څومره سامان څوک اوړلی شی نو هغه ته اجازت دی د اوړلو، نوهغوی خپلی کوټی په خپلو لاسونو سره اونړولی اومؤمنانو نه ئی په دی کښی مدد طلب کړو اولرگی وغیره ئی په اوښانو باندی بار کړل او اکثرکسان ددوی په شام کښی اذرعات او اریحا مقام ته لاړل او دوه کورنئ ددوی (ال دبنی حقیق او ال دحی بنی اخطب) خیبر ته لاړل او څوک حیره مقام ته لاړل او دهغوی باقی منقول او غیر منقول جائیداد نبی ﷺ ته په مال فئ کی پاتی شو او منافقانو دمدینی د هغوی سره د مدد کولو لوظ کړی وؤ لیکن هرکله چه د مدینی نه اوشړلی شول نو منافقانو ورسره هیڅ امداد اونه کړو او مؤمنانو ته دهغوی منافقت هم ښکاره شو (لِأَوَّلِ الْحَشْرِ) ددوی څلور حشرونه وؤ یو حشردمدینی نه خیبرته دوهم حشرپه زمانه د عمررضی اللّه عنه کښی دخیبرشام ته - دریم حشر په نزدی دقیامت کښی په واسطه د اورسره (یابه حقیقةً اور وی یا مراد ترینه فتنه ده) چه هغه په علاماتو دقیامت کښی ذکرشوی ده - څلورم حشر په ورځ دقیامت کښی دی نو معلومه شوه چه په دی واقعه کښی اول حشر مراد دی (حُصُونُهُمْ) جمع د حصن ده او ددوی څلور قلعه گانی مشهوری وی وطیح، نطاة، سُلالم، کُتیبه - (فَأَتَاهُمُ اللَّهُ) اتیان (راتلل) د صفاتو د اللّه تعالٰی نه دی بغیر دتاویل او تشبیه نه لکه په سورة بقره (۲۱۰) کښی دی (مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا) ددوی گمان وؤ چه منافقان به ځمونږ امداد کوی او مؤمنان مونږسره مقابله نشی کولی او قلعه گانی ځمونږ مضبوطی دی نوددی گمانونونه نه خلاف کاراوشو (يُخْرِبُونَ) دا تخریب ددوی دپاره وؤ چه کوم لرگی او ودروازی چه ددوی خوښی وی نوځان سره ئی اوړلی په اجازت د نبی ﷺ سره او دارنگ ددی پاره ئی هم تخریب اوکړه چه په دی کښی بیا مؤمنان اونه اوسیږی (وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ) یعنی ددوی نه چه کوم دیوالونه او چتونه وغیره پاتی وؤ هغه به ددوی په وړاندی مؤمنانو نړول دی دپاره چه دوی ښه غصه او ذلیل شی (فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ) دلته یو عبرت دادی چه که یوانسان یا قوم علم والا وی او مالدار هم وی اوبنگلی او قلعه گانی ئی هم وی لیکن چه د اللّه تعالٰی اود رسول اللّٰه ﷺ ددین خلاف کوی نو دعذاب ددنیا او ذلت نه نشی بچ کیدلی - دوهم عبرت دادی چه دمنافقانو او کافرانو په ملگرتیا او په وعدو باندی اعتماد په کار نه دی دریم عبرت دادی چه په خپل دنیوی قوت او مالدارئ باندی هم غرور جائزنه دی -
[۳] په دی آیت کښی تاکید دی په تخویف دنیوی سره او تخویف اخروی هم دی (وَلَوْلَا أَنْ كَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِمُ) یعنی دا عذاب دنیوی په اجلاء پوری خاص نه دی نوری ډیری نمونی د دنیوی عذابونو په مخکنو قومونو کښی تیرشوی دی لیکن په دی قوم باندی خود جلا وطنئ تقدیرکړی شوی ؤو (لَعَذَّبَهُمْ) یعنی ددغه نه علاوه بل عذاب ورکول په دنیاکښی لکه قتل او قید کول په شان دمشرکین بدر یا طوفانونه، سیلئ، قحطونه وغیره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>