قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۵۲ اَلْحَشْر

ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَمَنْ يُشَاقِّ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۴﴾ مَا قَطَعْتُمْ مِنْ لِينَةٍ أَوْ تَرَكْتُمُوهَا قَائِمَةً عَلَى أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيُخْزِيَ الْفَاسِقِينَ ﴿۵﴾ وَمَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَمَا أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَكِنَّ اللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۶﴾

دا په دی وجه سره چه دوی خلاف کړی دی د اللّه تعالٰی او درسول دهغه او چاچه خلاف اوکړو د اللّه تعالٰی نویقیناً اللّه تعالٰی سخت عذاب ورکوؤنکی دی ﴿۴﴾
هغه چه تاسو پری کړی دی څه اونی د کجورو یا پریخودلی دی تاسو هغه اولاړی په ویخونوخپلو باندی نو دا په حکم د اللّه تعالٰی سره دی او ددی دپاره چه شرمنده کړی پوره نافرمانولره ﴿۵﴾
او هغه مالونه چه واپس کړی دی اللّه تعالٰی په رسول خپل باندی ددوی نه نونه دی زغلولی تاسوپه هغی باندی هیڅ اسونه او نه اوښان او لیکن اللّه تعالٰی زورآور کوی رسولان خپل په هغه چاباندی چه اوغواړی او اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قدرت والا دی ﴿۶﴾

[۴] دا سبب دعذاب دی اودعویٰ دسورة ده - او (مشاقّه) دشق نه ماخوذ دی چودل او دوه ټکړی کیدلو ته وائی اودا په ښکاره مخالفت کولو کښی استعمالیږی او داسی په سورة انفال (۱۳) کښی هم تیرشوی دی -
[۵] دا جواب دسوال دی هغه دا چه تاسو دفساد نه منع کوئ او حال دادی چه تاسو (ای صحابو) دبنی نضیر د کجورو اونی اوسیزلی اوپری مو کړلی نوداهم فساد دی؟ حاصل دجواب دادی چه داپه حکم د اللّه تعالٰی سره شوی دی اونوری فائدی په کښی هم دی نو دا شرعاً جائزدی -
[۶] هرکله چه د بنی نضیرو پاتی شوی مالونه فئ وؤ نوپه دی آیت کښی دهغی او دمال غنیمت په مینځ کښی فرق ذکرکوی (فَمَا أَوْجَفْتُمْ) نو کوم مال چه د کافرانو نه بغیر دجنگ نه حاصل شی نوهغه مال فئ وی لکه مالونه د بنی نضیر دارنگ چه دکافرانوجزیه او اخراج حاصل شی یا دهغوی نه څه مال بی وارثه پاتی شی نودیته هم مال فئ‌ وئیلی کیږی اوکوم مال چه دکافرانو په جنگ سره حاصل شی نوهغی ته مال غنیمت وئیلی کیږی دهغی تقسیم ئی سورة انفال (۴۱) کښی ذکر کړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>