قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۵۰ اَلْحَشْر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۱﴾

پاکی وائي‌ اللّه تعالٰی لره هغه څیزونه چه په آسمانونو کښی دی او هغه څیزونه چه په ځمکه کښی دی او خاص هغه دی زورآور حکمتونو والا ﴿۱﴾

سورة اَلْحَشْر
او ددی بل نوم سورة بنی نضیر دی -

ربط: ددی د مخکښی سورة سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په سورة مجادله کښی زجرونه وؤ مفسدینو ته اوپه دی سورة کښی تخویف دنیوی دی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی ئی محادّین ذکرکړی وو نوپه دی سورة کښی مشاقین ذکرکوی -
دعویٰ د سورة: تخویف دنیوی مشاقینو د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه ﷺ ته په تمثیل د بنی نضیر سره په (۴) کښی او ذکردتوحید دی دپاره د امن دعذاب نه په ذکر د دوه ویشت اسماء‌ حسنیٰ د اللّه تعالٰی سره په اول او آخر دسورة کښی -
خلاصه د سورة: دا سورة تقسیم دی دوه بابونو ته اول باب تر (۱۱) پوری دی په دی کښی دعویٰ دتوحید ده ‌په ذکرد تسبیح دپاره د دفع کولو د وهم یعنی که څوک اعتراض اوکړی چه بنی نضیرو ته عذاب ورکول په اخراج سره ظلم دی نو جواب اوکړی شو چه اللّه تعالٰی دظلم کولو نه پاک دی هغه چه څه کوی نو دخپل عزت حاصلولو دپاره نه کوی هغه خو عزیز دی او بی فائدی هم نه کوی هغه حکیم دی بیا ذکر دعذاب د بنی نضیرو دی په (۲) کښی بیا تخویف اخروی ذکردی په (۳) کښی بیا سبب ددی عذاب ذکرکوی په (۴) کښی اودا دعویٰ دسورة ده بیا جواب دیو سوال دی په (۵) کښی بیا حکم د مال فئی دی او دهغی د مصارف دری قسمونه ذکرکوی تر (۱۰) پوری -

تفسیر

[۱] دا دعویٰ د توحید ده په ذکر دتسبیح سره مخکښی دواقعی د بنی نضیرونه دپاره دجواب د اعتراض کوم چه مونږپه خلاصه کښی ذکرکړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>