قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۴۹ اَلْمُجَادَلَة

إِنَّ الَّذِينَ يُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ فِي الْأَذَلِّينَ ﴿۲۰﴾ كَتَبَ اللَّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا وَرُسُلِي إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿۲۱﴾ لَا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُولَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُولَئِكَ حِزْبُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۲۲﴾

یقیناً هغه کسان چه خلاف کوی د حدود د اللّه تعالٰی او درسول دهغه نه دغه کسان په ډیرو ذلیلانو کښی دی ﴿۲۰﴾
لیکلی دی اللّه تعالٰی (په تقدیرکښی) چه ضرور غالب کیږم به زه او رسولان ځما یقیناً‌ اللّه تعالٰی قوت والا دی زورآور دی ﴿۲۱﴾
اوبه نه مومی ته داسی قوم چه ایمان لری په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنی چه دوستانه کوی دهغه چا سره چه خلاف ئی کړی دی د حدودو د اللّه تعالٰی اود رسول دهغه نه اگرچه هغوی وی ددوی پلاران یا ددوی ځامن یا ددوی ورونړه یا ددوی قبیله دغه کسان لیکلی دی (پوخ) په زړونو ددوی کښی ایمان او کلک کړی دی دوی په روح سره دهغه دطرف نه او داخله وی دوی لره جنتونو ته چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی دوی په هغی کښی رضا دی اللّه تعالٰی ددوی نه او دوی رضا دی دهغه نه دغه کسان ډله د اللّه تعالٰی ده خبرشئ یقیناً ډله د اللّه تعالٰی خاص دوی کامیاب دی ﴿۲۲﴾

[۲۰] په دی آیت کښی سخت زجری محادّه کوؤنکو ته عموماً (که په هره زمانی کښی وی) اوپه (۵) کښی زجروو محادّه کوؤنکو ددی امت ته ددی وجی نه په هغه آیت کښی دهغوی تشبیه ئی دمخکنوسره ورکړی وه دایوفرق دی د دواړه آیاتونو دوهم فرق دادی چه هلته کښی دعاءِ شر (خیری وی) وه اوپه دی آیت کښی خبراو حکم کول دی ددوی په ذلت سره -
[۲۱] روستو دتخویف نه بشارت دی ایمان والوته په غلبه او نصرت الٰهیه سره کَتَبَ مراد ددی نه لیکل دی په کتاب د تقدیر کښی اوپه هغی کښی هیڅ قسم تبدیلی نه راځی (وَرُسُلِي) یعنی هغه رسولان چه جنگ کوی د دشمنانو سره نو غالب به وی په جنگ کښی په اعتبار دعاقبت سره اوپه حجت کښی به خو ټول غالب وی او داسی په سورة صافات (۱۸۲) کښی ذکرشوی دی -
[۲۲] هرکله چه سورة کښی محادینو مفسدینو اوصاف ذکرکړی شول نوپه دی آیت کښی ترغیب ورکوی مؤمنانوته په برائت کولوسره دهغوی نه په ډیر تاکید سره (لَا تَجِدُ قَوْمًا) یعنی د ایمان والو او د دوستانی کولو د دشمنانو د اللّه تعالٰی اود رسول سره په مینځ کښی جمع نشی کیدلی او دنه موندلو نه کول ددی دی په طریقه د مبالغی سره (وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ) یعنی د هیڅ نسب او قرابت لحاظ‌ نه کوی په باره د برائت کولو د محادّینو کښی - اوپه دی کښی اشاره ده چه په داسی حالت کښی د صِله رحمئ ساتلو حکم نیشته دی (أُولَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ) اشاره ده یقین کامل ته چه هغه په محبت د غیراللّه سره نه محو کیږی لکه چه پوخ خط لیکلی شوی وی په اوبو وغیره سره نه ورانیږی (وَأَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ) مراد د روح نه قرآن کریم او علم دقرآن دی په روایت دربیع سره - نو اشاره ده چه تقویت د ایمان په قرآن کریم سره راځی (رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا) اشاره ده چه دوی د اللّه تعالٰی دوجی نه ناراض وؤ د مخلوق نه نو دهغی په عوض کښی دوی ته رضا ملاؤشوه (أُولَئِكَ حِزْبُ اللَّهِ) دائي‌ په مقابل د حزب الشیطان کښی ذکرکړی دی اشاره ده چه ډله د اللّه یاد انسان سره کول هغی ته وئیلی کیږی چه ددوست د رضا کولو دوجی نه خپل خپلوان او خپل دوستان پریږدی او دهغوی سره هیڅ محبت اونصرت نه کوی -
فائده: قرطبی د امام مالک نه نقل کړی دی چه دا آیت دلیل دی چه دمنکرینو دتقدیر سره دوستانه لرل او دهغوی په مجلس کښی شرکت کول منع دی او دارنگ دا حکم د ټولو ظالمانو او بدعتیانو دی اوشربینی ذکرکړی دی چه چا میلان اوکړو هغه چاته چه ددین نه منحرف وی یائی مداهنت اوکړو دعقیدی د بدعتی سره نو اللّه تعالٰی نور دتوحید لره دهغه دزړه نه اوباسی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>