قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۴۸ اَلْمُجَادَلَة

اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَلَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ ﴿۱۶﴾ لَنْ تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۱۷﴾ يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ جَمِيعًا فَيَحْلِفُونَ لَهُ كَمَا يَحْلِفُونَ لَكُمْ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ عَلَى شَيْءٍ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْكَاذِبُونَ ﴿۱۸﴾ اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَأَنْسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ أُولَئِكَ حِزْبُ الشَّيْطَانِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۱۹﴾

جوړی کړی دی دوی قسمونه خپل ډال نوبند شول (یابندول کوی) د لاری د اللّه تعالٰی نه دوی لره عذاب رسوا کوؤنکی دی ﴿۱۶﴾
هیچ چیری به دفع نه کړی ددوی نه مالونه ددوی او نه اولاد ددوی د (عذاب) د اللّه تعالٰی نه هیڅ څیز دغه کسان اوروالادی دوی به په هغی کښی همیشه وی ﴿۱۷﴾
په کومه ورځ چه پورته به کړی دی ټولو لره نو قسمونه به کوی دوی هغه ته لکه چه قسمونه کوی تاسوته اوگمان کوی دوی چه یقیناً‌ دوی په څیز (فائده مند) باندی دی خبرشئ یقیناً دوی دروغژن دی ﴿۱۸﴾
غلبه کړی ده په دوی باندی شیطان نو هیرئی کړو ددوی نه ذکر د اللّه تعالٰی دغه کسان ډله د شیطان ده خبرشئ یقیناً ډله دشیطان دوی تاوان والا دی ﴿۱۹﴾

[۱۶] دا جمله په جواب دسوال کښی ده چه که څوک اوائي چه دوی سره دپوهی ولی په دروغه قسم کوی نوجواب ورکوی - او دارنگ دا جمله د تفصیل د سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ، دی اوپه دی کښی ددوی دوه قباحتونه نور ذکرکړی دی اوپه آخری جمله کښی تخویف دی - اوهرکله چه دوی په دورغه قسم کښی توهین کوی د نوم د اللّه تعالٰی او دارنگ د مؤمنانو اهانت کوی ددی وجی نه عذاب مهین ئی ذکرکړو -
[۱۷] دا تخویف اخروی دی په ذکرددوه قباحتونو ددوی سره - او رد دی په زعم دهغه چا باندی چه په مالونو او اولاد سره لوئي‌ او تکبرکوی (أَمْوَالُهُمْ) په فدیه ورکولو او رشوت ورکولو سره فائده نه ورکوی (وَلَا أَوْلَادُهُمْ) لفظ‌ د لآئی د تاکید د نفی دپاره مکرر راوړی دی - اولاد په مدد کولو او دارنگ په دنیا کښی په دعاگانو غوښتلو اوپه نیک عملونوسره مور او پلار (مشرکانو) ته فائده نشی ورکولی -
[۱۸] په دی کښی ددوی دری قباحات ذکرکوی (كَمَا يَحْلِفُونَ لَكُمْ) یعنی دوی په دنیا کښی په دروغ قسمونوباندی عادت وؤ - ابن کثیروئیلی دی چه چا په کوم عمل باندی ژوند تیرکړی وی نوپه هغی باندی مړ کیږی اوپه هغی باندی بیا ژوندی کیږی -
[۱۹] په دی آیت کښی نور دری قباٍئح ددوی ذکرکوی (اسْتَحْوَذَ) د حوذ نه ماخوذ دی په معنیٰ د راگیرولو، اوپه تیزئ او آسانتیا سره شړلو ته وئیلی کیږی اودا مستلزم دی غلبی او قوت لره یعنی شیطانانو په دوی باندی داسی قوت او غلبه په وسوسی کولو او گمراه کولو سره موندلی ده لکه چه هغه ددوی بادشاه دی او دوی ئی رعیّت دی (فَأَنْسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ) اوامر او نواهی د اللّه تعالٰی اوقرآن کریم او توحید ټولو ته دا لفظ شامل دی (حِزْبُ الشَّيْطَانِ) حزب هغه تابعداری کوؤنکی ته وئیلی کیږی چه اتباع د متبوع کښی کلک او تعصب کوؤنکی وی بل طرف ته په آسانه سره نه اوړی اونه دبل چا خبره آوری -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>