قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۴۱ اَلْمُجَادَلَة

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ ﴿۱﴾

یقیناً‌ واوریدله اللّه تعالٰی وینا دهغه زنانه چه بحث ئی کوؤ تاسره په باره د خاوند خپل کښی او گیله ئی کوله اللّه تعالٰی ته (د خاوندنه) او اللّه تعالٰی آوریدلی خبری اتری ستاسو یقیناً‌ اللّه تعالٰی هرڅه اوری هرڅه وینی ﴿۱﴾

سورة اَلْمُجَادَلَة
(په زیر ددال اوپه زور د دال دواړو سره)
اوسورة الظهار او سورة قد سمع هم ورته وئیلی کیږی -

ربط: ددی سورة د ماقبل سره په یو څو طریقو سره دی اوله وجه داچه مخکښی سورة کښی ترغیب وؤ انفاق او جهاد کولو ته دپاره د اصلاح د عالم نوپه دی سورة کښی زجردی په فساد کوؤنکو باندی - دوهمه طریقه په هغه سورة کښ رد وؤ په بدعت د کتابیانو باندی نوپه دی سورة کښی رد دی په بدعت دعوامو د جاهلیت باندی چه هغه تحریم د ښځی دی په سبب دظهارسره -
دعویٰ ددی سورة: زجر او منع ده د طریقو دفساد چه هغه ئی شپږ ذکرکړی دی، (۱) تحریم په ظهار سره - (۲) محادّه د اللّه تعالٰی او د رسول سره (۳) نجویٰ په گناه او عدوان سره (۴) تحیه کول په غیرشرعی طریقی سره (۵) قسم کول په دروغه سره (۶) صد عن سبیل اللّه او ماخذ ددعوی په (۵) او (۲۰) کښی دی اوپه دی سورة کښی رد دی په شرک فی العلم باندی او اسماء حسنیٰ ئی یؤولس ذکرکړی دی -
خلاصه د سورة: دا سورة تقسیم دی دوه بابونو ته اول بات تر (۱۴) پوری دی - په دی کښی سبب د رد په تحریم بالظهار باندی ذکرکوی بیا رد په تحریم بالظهار او دهغی کفاره ذکرکوی بیا رد دی په محاده کوؤنکوباندی سره د تخویف نه - بیائی ذکرکړی دی عموم د علم د اللّه تعالٰی دپاره د تخویف د نجویٰ کوؤنکو او رد کوی په نجویٰ غیرشرعی باندی چه ټول اسباب د فساد دی بیا ذکرکوی دری قوانین دپاره د اصلاح د ایمان والو چه هغه متعلق دی د نجویٰ سره اول قانون فرق کول په مقصد د نجویٰ کښی دوهم ادب مجلس د نجویٰ په اکرام د ملگرو سره دریم شرط د نجویٰ په تصدق مالی سره د پاره د اخلاص اوپه هغی کښی تخفیف -

تفسیر

[۱] (قَدْ سَمِعَ) سمع صفت د اللّه تعالٰی دی په معنیٰ ظاهری سره او تشبیه او تمثیل او تکییف او تاویل ته هیڅ حاجت نه لری - او دلته سمع مستلزم د قبولیت مراد ده لکه سمع اللّه لمن حمده کښی (قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا) نوم ددی زنانه خولة بنت ثعلبة دی او خولة بنت مالک بن ثعلبة ورته هم وئیلی کیږی او دخاوند نوم ئی اَوسُ بن صامت رضی اللّه عنه وؤ او جدال ئی د نبی ﷺ په سوال وجواب سره وؤ چه دی اوئیل خاوند ماسره ظهار کړی نو رسول اللّٰه ﷺ جواب ورکړو چه ماته په دی باره کښی هیڅ وحی نه ده راغلی بیا هغی اوئیل چه تاته د هرڅیزپه باره کښی وحی کیږی نوپه دی باره کښی درته ولی وحی نه ده شوی هغه ورته اوئیل چه دغه خبره ده - چه ما درته اوئیل (وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ) اشتکاء نه مراد خپل غم ښکاره کول دی (وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا) دا قرینه ده چه مراد د تُجَادِلُكَ نه محاوره کول دی جگړه کول مراد نه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>