قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۴۲ اَلْمُجَادَلَة

الَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِنْكُمْ مِنْ نِسَائِهِمْ مَا هُنَّ أُمَّهَاتِهِمْ إِنْ أُمَّهَاتُهُمْ إِلَّا اللَّائِي وَلَدْنَهُمْ وَإِنَّهُمْ لَيَقُولُونَ مُنْكَرًا مِنَ الْقَوْلِ وَزُورًا وَإِنَّ اللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ ﴿۲﴾ وَالَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِنْ نِسَائِهِمْ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا قَالُوا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَتَمَاسَّا ذَلِكُمْ تُوعَظُونَ بِهِ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۳﴾

هغه کسان چه ظهار کوی ستاسونه د زنانؤ خپلوسره نه دی دوی میندی دهغوی، نه دی ددوی میندی مگرهغه دی چه زیگولی دی دوی لره او یقیناً دوی ضرور وائي بده وینا نه او دروغ او یقیناً اللّه تعالٰی ضرور معافی کوؤنکی بخنه کوؤنکی دی ﴿۲﴾
اوهغه کسان چه ظهار کوی دزنانو خپلوسره بیا واپس کیږی (ماتولود) هغه خبری ته چه دوی وئیلی وی نو آزادول د مرئی دی مخکښی د یوځای کیدلو ددوی نه اودا وعظ درکیدی شی تاسوته په دی سره او اللّه تعالٰی ستاسوپه عملونو باندی خبرداردی ﴿۳﴾

[۲] په دی کښی رد دی په رسم د جاهلیت باندی او هغه سبب دفساد او تفرق وؤ هغه داچه چه به خپلی ښځی ته اوئیل چه ته په ما باندی ځما دمور په شان ئی نوهغه به دوی په شان دمور همیشه حرامه گنړله او طلاق ابدی به ئی گنړلو (يُظَاهِرُونَ) داد اظهار نه ماخوذ دی او ظهار د ظهر نه دی ظهر په اصل کښی مَلا (شا) ته وئیلی شی او دا کنایه وی د سورلئ نه او د سورلئ نه مراد جماع کول وو - اوددی الفاظ اتفاقیه دا وی چه اوائی ښځی ته انتِ علیّ کظهر امیّ او دارنگ دمور په ځای چه نیا ذکرکړی او که چیری لور یا خور یا نور محرماتو سره تشبیه ورکړی نوپه هغی کښی د اهل علم اختلاف دی ابن کثیروئیلی دی چه صحیح داده چه په هغی سره هم ظهار لازمیږی (مُنْكَرًا مِنَ الْقَوْلِ) یعنی دا شرعاً‌ ناجائز دی او اهل عقل هم بد گنړی (وَزُورًا) یعنی د حقیقت (واقع) نه مخالف دی ځکه دا چه جمله خبریه شی نو ښځه خو مورنه ده اوکه جمله انشائیه شی نو ښځه مستقبل کښی هم دخاوند دپاره مور نشی کیدی -
[۳] په دی آیت کی تفصیل د کفاری د ظهار دی یعنی په ظهار سره ابدی تحریم نه راځی بلکه کفاره فقظ لازمیږی (ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا قَالُوا) اوله معنیٰ دا چه ددی لفظ تکرار اوکړی دا عود دی - دوهم معنیٰ دا چه جاهلیت کښی ئی کری وی اوبیائی په اسلام کښی اوکړی - دریمه معنیٰ داچه اراده د جماع اوکړی دپاره دتحلیل (مِنْ قَبْلِ أَنْ يَتَمَاسَّا) مراد د مس نه جماع ده او قُبل او لمس په لاس سره هم په دی کښی دا خل دی - لیکن که چیری جماع وغیره ئی دکفاری نه وړاندی کړی وی نو صحیح داده چه استغفار دی غواړی او کفاره به یوه وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>