قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۴۰ الحديد

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَآمِنُوا بِرَسُولِهِ يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ مِنْ رَحْمَتِهِ وَيَجْعَلْ لَكُمْ نُورًا تَمْشُونَ بِهِ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۲۸﴾ لِئَلَّا يَعْلَمَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَلَّا يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِنْ فَضْلِ اللَّهِ وَأَنَّ الْفَضْلَ بِيَدِ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ ﴿۲۹﴾

ای ایمان والو ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه او ایمان راوړئ په رسول د هغه باندی نو دربه کړی تاسوته دوه انډی د رحمت خپل نه اوپیدا به کړی تاسو لره رنړا چه گرځئ به تاسو په هغی سره او بخنه به اوکړی تاسوته او اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی ﴿۲۸﴾
ددی دپاره چه پوهه نشی کتاب والا چه دوی قدرت نه مومی په هیڅ څیزباندی د فضل د اللّه تعالٰی نه او یقیناً‌ فضل خوپه لاس د اللّه تعالٰی کښی دی ورکوی ئی هغه چاته چه اوغواړی او اللّه تعالٰی خاوند د فضل لوی دی ﴿۲۹﴾

[۲۸] هرکله چه حال دکتابیانو مخکنو ئی ذکرکړو په دی قول سره وکثیرمنهم فاسقون نوپه دی آیت کښی هغوی ته دعوت الی الرسول ورکوی دپاره ددی چه فسق نه بچ شئ (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا) نه مراد زاړه مؤمنان دی چه په موسیٰ او عیسیٰ علیهما السلام باندی ایمان راوړی دی او په زمان د آخری رسول کښی موجود وی (اتَّقُوا اللَّهَ) مراد ددی نه عقیدی دشرک او تثلیث او تشبیه نه ځان ساتل دی کوم چه یهودیانو او نصاریٰ دځان نه جوړ کړی دی (يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ) کفل په اصل کښی هغه زړی شړئ‌ ته وئیلی کیږی چه د اوښ په شاباندی غوړوی ددی دپاره چه بنده پری دسورلئ نه اونه غورځیږی اوبیا وئیلی کیږی برخی او حصّی د ثواب ته چه انسان لره دبدبختئ نه بچ ساتی - مراد ترینه دوچند ثواب دی (وَيَجْعَلْ لَكُمْ نُورًا) مراد ددی نه هغه نوردی چه په قرآن کریم سره حاصلیږی په دنیا کښی په علومو قرآنیو سره او په آخرت کښی هغه دی چه په دی سورة کښی دوه کرته ذکرشو په (۱۹،۱۲) کښی (تَمْشُونَ بِهِ) مشی نه مراد په دنیا کښی ژوند تیرول موافق دقرآن او سنت سره دی اوپه مشی کښی اشاره ده بشارت دنیویه ته چه ستاسو دین به غالب وی او شهرت او عزت به مو هم وی -
[۲۹] په دی آیت کښی دری توجیهات دی اوله دا متعلق دی د مضمون د آیت مخکنی سره هغه داچه که چیری تاسو ایمان په دی رسول باندی راوړو نوهغه دری فائدی به درکړی (چه مخکښی ذکرشوی) ددی دپاره چه پوهه شی هغه کتابیان چه ایمان ئی نه دی راوړی چه دوی قادر نه دی په هیڅ فضل د اللّه تعالٰی یعنی دغه تیرشوی فائدی - دوهمه معنیٰ داده چه (دا رسول می په غیرد اهل کتابو کښی) را اولیږلو دپاره ددی چه پوهه شی کتابیان ټول چه دا نبی او امت دده وس لری په فضل د اللّه تعالٰی باندی چه رسالت او فضیلت دی - دریمه معنیٰ داده چه (مونږ تاسوله دعوت درکړو چه په دی آخری رسول باندی ایمان راوړئ) دپاره ددی چه خبرشئ کتابیان (راهبان) چه دوی وَس اوطاقت اومندلو په جهاد فی سبیل اللّه کولو باندی او دا توفیق د اللّه تعالٰی په لاس کښی دی، ورکوی چه چاته اللّه تعالٰی اوغواړی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>