قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۳۰ الحديد

هُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنْزِلُ مِنَ السَّمَاءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنْتُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۴﴾ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ ﴿۵﴾

خاص هغه داسی ذات دی چه پیدا کړی دی آسمانونه او ځمکه په شپږ ورځو کښی بیا برابرشو هغه په عرش باندی پوهه دی په هغه څه چه ننوځی په ځمکه کښی او هغه چه رااوځی د ځمکی نه او هغه چه خکته راځی د آسمان نه او هغه چه بره ورخیژی هغه ته او هغه ستاسو سره دی هرځائی چه ئی تاسو او اللّه تعالٰی ستاسو عملونو لره لیدونکی دی - ﴿۴﴾
خاص هغه لره بادشاهی د آسمانونو او دځمکی ده او خاص اللّه تعالٰی ته گرځولی شی ټول کارونه ﴿۵﴾

[۴] دا بل دلیل عقلی مستقل دی او پنځه صفات د اللّه تعالٰی په کښی ذکردی - خلق، استواء، علم، معیّت، بصیر - او عرش او علٰی استواء دری واړه لفظونه په معنیٰ حقیقی سره مراد دی لیکن د هغی کیفیت مونږته معلوم نه دی مونږبه هغه بغیردتمثیل او تشبیه د مخلوق نه منو او تاویل به ئی نه کوؤ (وَهُوَ مَعَكُمْ) (سوال) په مینځ د استواء علی العرش او معیت د مخلوق سره تعارض دی؟ (جواب) بعضی اهل علمو وئیلی دی چه تعارض په دی دواړو کښی په صفاتو دمخلوق کښی دی اوصفات دخالق هیڅ مشابهت د صفتونو د مخلوق سره نه لری یعنی استواء او معیت دواړه په حقیقت باندی حمل دی او کیفیت د دواړو مجهول دی او اکثراهل علم وائي چه مراد دمعیت نه معیت په علم او په قدرت سره دی او شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه اللّٰه په شرح د حدیث النزول کښی او په مجموعه فتاوٰی ج (۳) ص (۱۳۶) ج (۳) ص (۱۴۲) ج (۵) ص (۱۱۳) کښی ددی تشریح کړی ده او امام ذهبی د امام ابوحنیفه رحمه اللّٰه نه په کتاب مختصر العلوص (۱۳۵) کښی هم داسی نقل کړی دی او ابن عبدالبر ذکرکړی دی چه دا اجماع دصحابو او د تابعینو ده اودا منقول ده د ابن عباس او ضحاک او مقاتل او سفیان ثوری او احمد بن حنبل رحمهم اللّه نه ابن جریرهم په تفسیرکښی وئیلی دی چه اللّه تعالٰی عالم دی په تاسو او په عملونو ستاسوباندی اوسرهٔ ددی هغه په عرش باندی د آسمانونو دپاسه دی -
[۵] دا بل دلیل مستقل دی په دوهم آیت کښی اشاره وه ملک ددنیا ته اوپه دی کښی اشاره ده ملک دآخرت ته ددی وجی نه دلته د آخرت ذکرئی کړی دی په إِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>