قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۲۹ الحديد

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۱﴾ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲﴾ هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۳﴾

پاکی وائي اللّه تعالٰی لره هغه څیزونه چه په آسمانونو او ځمکه کښی دی او خاص هغه زورآور حکمتونو والا دی ﴿۱﴾
خاص هغه لره بادشاهی د آسمانونو او دځمکی ده ژوندی کول کوی او مړه کول کوی او هغه په هرڅیزباندی قدرت لرونکی دی ﴿۲﴾
هغه اول دی او روستو دی ښکاره او پټ دی او هغه په هرڅیزباندی پوره علم لری ﴿۳﴾

سورة الحديد

ددی سورة نه ترسورة ملک پوری مدنی مضامین دی چه هغه جهاد، انفاق فی سبیل اللّه او زجرونه په منافقت کوؤنکو او نور اصلاحی امور دی -
ربط: ددی سورة د ماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی مسئله د توحید دوه کرته ذکر کړه نو په دی سورة کښی ترغیب دی خرچ کولو د مالونو او استعمال د اوسپنی ته د پاره د اشاعت ددی مسئلی - دوهمه وجه داده چه تیرشوی سورة کښی امرپه تسبیح سره اوشو نو ددی سورة‌ په اول کښی تسبیح د مخلوقاتو ذکرکوی گویا که دا علت دی دپاره د امربالتسبیح -
دعویٰ د سورة: ترغیب دی انفاق فی سبیل اللّه ته په پنځه طریقو سره د ترغیب د جهاد او قتال نه دپاره د توحید، هغه توحید چه ثابت کړی دی په ذکر د اتلس اسماؤ حسنیٰ سره او په صفاتو سره -
خلاصه د سورة : او سورة دوه بابونو ته منقسم دی اول بات تر (۲۵) پوری دی په دی کښی اول اثبات د توحید دی په ذکر ددوه ویشت اسماء او صفات الٰهیه سره اوبیا ترغیب دی انفاق فی سبیل اللّه تعالٰی ته په پنځه طریقوسره په (۷) کښی او (۹،۸) په دی پوری متعلق دی بیا په (۱۰) کښی - بیا په (۱۱) کښی او تر (۱۹) پوری په دی پوری متعلق دی بیا په (۲۰) کښی او (۲۱) ددی سره متعلق دی بیا په (۲۲) کښی او (۲۴،۲۳) ددی سره تعلق لری -

تفسیر

[۱] په دی کښی دعویٰ دتوحید ذکرده په سبّح شره او (الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) دلیلونه دهغی دی - تسبیح نه مراد قولی تسبیح ده - او تسبیح حالی ته هم شامل ده - او معنیٰ دتسبیح د شریک او ولد او دکفراوعجز او احتیاج او مثل ومشابه او دټولو نقصانونو نه پاکوالی دی -
[۲] دا دوهم دلیل دی -
[۳] دا بل مستقل دلیل دی - ددی آیت تفسیر په حدیث صحیح د مسلم وغیره کښی ذکرشوی دی وئیلی دی (الْأَوَّلُ) فلیس قبلک شیء، یعنی د ټولو موجوداتو نه ته مخکښی ئی په وجود کښی او ټول عالم لره ته وجود ورکؤنکی ئی (وَالْآخِرُ) فلیس بعدک شیء ، یعنی هغه ته وجود د هرڅیز منتهی کیږی او باقی دی روستو دفنا د هرڅیز نه (وَالظَّاهِرُ) فلیس فوقک شیء، یعنی اوچت دی د هرڅیزنه دهغه نه بره هیڅ څیزنیشته او ښکاره دی وجود دهغه په دلیلونو یقینیو سره (وَالْبَاطِنُ) فلیس دونک شیء، یعنی په اعتبار دذات او ماهیت سره دهغه نه پټ نیشته او عالم دی په باطن د هرڅیزباندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>