قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۲۸ الواقعة

وَأَمَّا إِنْ كَانَ مِنْ أَصْحَابِ الْيَمِينِ ﴿۹۰﴾ فَسَلَامٌ لَكَ مِنْ أَصْحَابِ الْيَمِينِ ﴿۹۱﴾ وَأَمَّا إِنْ كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِينَ الضَّالِّينَ ﴿۹۲﴾ فَنُزُلٌ مِنْ حَمِيمٍ ﴿۹۳﴾ وَتَصْلِيَةُ جَحِيمٍ ﴿۹۴﴾ إِنَّ هَذَا لَهُوَ حَقُّ الْيَقِينِ ﴿۹۵﴾ فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ ﴿۹۶﴾

اوکه چیری دی وی د ښی لاس والونه ﴿۹۰﴾
نو (وئیلی کیږی) سلام دی په تا باندی ته د ښی لاس والو نه ئی ﴿۹۱﴾
اوکه چیری وی هغه د تکذیب کوؤنکو گمراهونه ﴿۹۲﴾
نو ده لره میلمستیا ده د خوټکیدلو اوبو نه ﴿۹۳﴾
او سوځیدل دی په جهنم کښی ﴿۹۴﴾
یقیناً‌ دا پوره یقینی خبری دی ﴿۹۵﴾
نو پاکی وایه د نوم درب ستا چه لوئی شان والا دی ﴿۹۶﴾

[۹۱،۹۰] دا دوهم قسم دی یعنی عام مؤمنان (فَسَلَامٌ لَكَ) یعنی ملائک به ورته سلام د خپل طرف یا د اللّه تعالٰی دطرف نه پیش کوی او ورته به وائي چه اَنْتَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ، یا معنیٰ دا چه په تاباندی سلام د طرف د اصحاب الیمین دی چه ته به د هغوی سره په برزخ کښی اوبیا جنت کښی ملگری کیږی - او امام بخاری معنیٰ ذکرکړی ده چه سَلَّم (منلی شوی ده) ده ستا دپاره چه ته ا صحاب الیمین نه ئی -
[۹۴،۹۳،۹۲] په دی کښی دریم قسم ذکرکوی چه مخکښی ئی هغوی ته اصحاب المشئمه او اصحاب الشمال وئیلی وؤ -
فائده: قاسمی د اکلیل نه نقل کړی دی چه دا آیاتونه دلالت کوی چه ارواح د بدنونو نه جداشی نویابه په خوشحالو کښی وی او یابه په عذاب کښی وی او ارواح د مؤمنانو په جنت کښی وی او ارواح د کافرانو په جهنم کښی دی -
[۹۵] د تائید د ماقبل دی او خاص تنبیه ده -
[۹۶] داسی په (۷۴) کښی هم تیرشو وجه د تکرار داده اولاً چه دعقلی دلیلونو نه روستو دا امر وؤ یعنی عقل دلالت کوی په تسبیح د اللّه تعالٰی باندی او ثانیاً د قرآن د صدق نه روستو او دقرآن سره متعلق د دری ډلو د حالاتو دبیان نه پس یعنی قرآن هم دلیل دی په تسبیح د اللّه تعالٰی باندی - حدیث د ابوداؤد کښی راغلی دی چه دا آیت نازل شو نو رسول اللّٰه ﷺ اوفرمائیل چه په دی باندی په رکوع کښی عمل اوکړئ - یعنی په رکوع کښی سبحان ربی العظیم وائی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>