قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۳۱ الحديد

يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَهُوَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۶﴾ آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَأَنْفِقُوا مِمَّا جَعَلَكُمْ مُسْتَخْلَفِينَ فِيهِ فَالَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَأَنْفَقُوا لَهُمْ أَجْرٌ كَبِيرٌ ﴿۷﴾ وَمَا لَكُمْ لَا تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ لِتُؤْمِنُوا بِرَبِّكُمْ وَقَدْ أَخَذَ مِيثَاقَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۸﴾ هُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ عَلَى عَبْدِهِ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لِيُخْرِجَكُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَإِنَّ اللَّهَ بِكُمْ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۹﴾

ننه باسی ته شپه په ورځ کښی او ننه باسی ته ورځ په شپه کښی او هغه پوره عالم دی په هغه خبرو چه په سینو کښی دی ﴿۶﴾
ایمان راوړئ په اللّه تعالٰی باندی اوپه رسول دهغه باندی اوخرچ کوئ د هغه مال نه چه جوړ کړی ئی تاسو واکداران په هغی کښی نوهغه کسان چه ایمان راوړی دی ستاسونه او خرچ ئی کړی دی دوی لره ثواب لوی دی ﴿۷﴾
او څه وجه ده تاسو لره چه ایمان نه راوړئ تاسو په اللّه تعالٰی باندی او (حال داچه) رسول دعوت درکوی تاسوته دپاره ددی چه ایمان راوړئ تاسو په اللّه تعالٰی باندی او یقیناً‌ اخستی دی اللّه تعالٰی لوظ ستاسو که چیری تاسو مؤمنان ئی ﴿۸﴾
اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه نازلوی په بنده خپل باندی آیاتونه ښکاره ددی دپاره چه اوباسی تاسو د تیرونه رنړا ته او یقیناً اللّه تعالٰی په تاسو باندی ضرور ډیر شفقت کوؤنکی رحم کوؤنکی دی ﴿۹﴾

[۶] دا هم مستقل دلیل عقلی دی په تصرف کولو سره په زمانه کښی - تردی ځای پوری خلاصه د دلیلونو داده چه تصرف کوؤنکی په هرڅه کښی اوعالم په هرڅیزباندی صرف اللّه تعالٰی دی اوپه دی کښی دهغه شریک نیشته نو دا دلیل شو په تسبیح دهغه باندی -
[۷] په دی آیت کښی دترغیب الی الانفاق اوله وجه ده حاصل ئی دادی چه دا مالونه په حقیقت کښی ستاسو نه دی تاسوپه دی کښی وکیلان او نائبان دخپلو مشرانو ئی نو دا مالونه په صحیح مصرف کښی خرچ کړئ چه فائدی درکړی (آمِنُوا) امرپه ایمان سره ئی مخکښی ذکرکړو یو خو ددی وجی نه چه بغیر دایمان نه انفاق کول بربادی دی (وَأَنْفِقُوا) مراد ددی نه عام دی زکوٰة او صدقات واجبه ته شامل دی او بالخصوص خرچ کول دپاره د اشاعت د توحید اول مراد دی (مِمَّا جَعَلَكُمْ مُسْتَخْلَفِينَ فِيهِ) حسن بصری نه روایت دی چه مراد ددی نه استخلاف من اللّه دی یعنی مالونه په حقیقت کښی د اللّه تعالٰی دی لیکن تاسو ئی د لږ وخت دپاره په دی کښی عارضی مالکان گرځولی ئی نوداد دهغه حکم مطابق خرچ کړئ -
[۸] داهم متعلق دی د تیرشوی ترغیب سره یعنی اول داچه رسول اللّٰه ﷺ ایمان او انفاق ته داعی وو او دوهم داچه ستاسو نه لوظ اخستلی شوی دی او دریم داچه د ایمان تقاضا ده -
[۹] داهم د ترغیب سره متعلق دی یعنی د آیات بینات (په باره دایمان او انفاق کښی) تابعداری کول سبب د اخراج دی د ظلماتونه نورته اوسبب د رافت او رحمت الٰهیه دی (عَلَى عَبْدِهِ) چه هغه محمد رسول اللّٰه ﷺ دی اوپه دی وصف سره ئی ځکه ذکرکړو اشاره ده چه هغه هم عبدیت د اللّه تعالٰی کوی په ایمان او انفاق کولو سره (الظُّلُمَاتِ) جهل، کفر، شرک، خواهشات متفرقه او بخل (إِلَى النُّورِ) علم، توحید، ایمان، هدایت او یقین -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>