قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۰۷ الرَّحمٰن

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الرَّحْمَنُ ﴿۱﴾ عَلَّمَ الْقُرْآنَ ﴿۲﴾

هغه رحمان دی ﴿۱﴾
تعلیم ئی ورکړی دی دقرآن ﴿۲﴾

سورة الرَّحمٰن
اوبل نوم ئی عروس القران دی -

ربط: ددی د ماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی د اللّه تعالٰی خاص او عام تصرفات ئی ذکرکړل دلته په هغی باندی تفریع کوی د اثبات د رحمانیت د اللّه تعالٰی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی تخویف او بشارت اجمالی ذکرکړی وؤ نوپه دی سورة کښی دهغی دواړو تفصیل دی -
دعویٰ د سورة داده: اثبات د رحمانیت د اللّه تعالٰی سره د رد شرک فی البرکات نه په اول او آخرکښی په ذکر ددیرش لویو نعمتونو دنیویو سره تفصیلاً اوپه ذکرد لفظ الآءِ سره دیرش کرته اجمالاً‌ - ځکه چه الآء غټو غټو نعمتونو ته وئیلی کیږی -
خلاصه د سورة داده: اول دعویٰ د سورة ده په الرحمٰن سره په ذکر دیرش انعاماتو دنیویه باطنی روحانی او ظاهری سره او دا عقلی دلیلونه هم دی اوپه دی کښی فبأی الآء ربکما تکذبان جمله اته کرته ذکر کړی ده بیا په تخویف اخروی سره ذکر د انعاماتو دی اوپه هغه کښی دغه جمله اووه ځله ذکرکړی ده بیاپه بشارت اخرویه سره ذکر دانعاماتو اخریودی اوپه هغی کښی شپاړلس کرته دا جمله ذکرشوی ده -
فائده اوله داده: چه حدیث کښی راغلی دی (دابن کثیردکلام نه معلومیږی چه حدیث حسن دی) چه رسول اللّٰه ﷺ دا سورت پیریانو ته لوستلی وؤ او هغوی د هری جملی (فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ) سره دا جواب کوؤ چه (لَا بِشَیْ ءٍ مِّن نِعَمِکَ رَبَّنَا نُکَذِّبُ فَلَکَ الْحَمٌْدُ) چه په هیڅ یو نعمت د نعمتونو ستانه ای ربه مونږ انکار نه کوؤ نوستا دپاره صفتونه دالوهیت دی - نوبیائی صحابه کرامو ته هم ددی جواب کولو ترغیب ورکړو -
دوهمه فائده: دا جمله یو دیرش کرته په دی سورة کښی راغلی ده اگرچه د لفظ په لحاظ سره تکرار دی لیکن دمقصد په لحاظ سره تکرار نیشته ځکه چه په هرځای کښی ددی جملی جدا جدا مقصد دی لکه چه روستو به معلومه شی -
دریمه فائده: دا جمله د نعمتونو سره اته کرته ذکرکړی ده ځکه چه اصول د نعمتونو اته قسمونه دی - (۱) باطنی (۲) ظاهری (۳) انفسی (۴) افاقی (۵) بری (۶) بحری (۷) علوی (۸) سفلی - او دا ډول قسمونه د لته ذکرشوی دی او دا جمله ئی د تخویف اخروی سره اووه ځله ذکرکړی ده اشاره ده چه دجهنم اووه دروازی دی دټولو نه دبچ کیدلو سبب د تکذیب نه ځان ساتل دی او دبشارت سره ئی اولاً اته کرته او ثانیاً‌ هم اته کرته ذکر کړی ده اشاره ده چه د جنت اته دروازی دی که اول قسم جنتونه دی او که دوهم قسم دی -

تفسیر

[۲] دا ذکر داول نعمت دی - دا نعمت دینیه روحانیه دی او د ټولو نعمتونو نه ډیر لوی نعمت دی - او تعلیم دقرآن د اللّه تعالٰی د طرف نه نازلول او آسانول دپاره د لوستلو او نصیحت اخستلو دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>