پیدا کړی دی انسان -

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۰۸ الرَّحمٰن

خَلَقَ الْإِنْسَانَ ﴿۳﴾ عَلَّمَهُ الْبَيَانَ ﴿۴﴾ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ ﴿۵﴾ وَالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ يَسْجُدَانِ ﴿۶﴾ وَالسَّمَاءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِيزَانَ ﴿۷﴾ أَلَّا تَطْغَوْا فِي الْمِيزَانِ ﴿۸﴾ وَأَقِيمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِيزَانَ ﴿۹﴾ وَالْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ ﴿۱۰﴾ فِيهَا فَاكِهَةٌ وَالنَّخْلُ ذَاتُ الْأَكْمَامِ ﴿۱۱﴾

پیدا کړی دی انسان ﴿۳﴾
خودلی ده هغه ته طریقه د مقصد ښکاره کولو ﴿۴﴾
نمر او سپوږمئ‌ (چلوی) دپاره د حساب ﴿۵﴾
او بوټی او اونی سجدی کوی ﴿۶﴾
او آسمان اللّه تعالٰی پورته کړی دی او ایخی ده تله ﴿۷﴾
(وئیلی دی) چه د حدنه مه تیریږئ په تول کولو کښی ﴿۸﴾
او برابر وئ تَلَل (تول کول) په انصاف سره او کمی مه کوئ په تول کولو کښی ﴿۹﴾
او ځمکه اللّه تعالٰی ایښی ده دپاره دخلقو ﴿۱۰﴾
په هغی کښی میوی دی او کجوری کسوړو والا ﴿۱۱﴾

[۴،۳] په دی کښی دوه نعمتونه ذکر دی (عَلَّمَهُ الْبَيَانَ) مراد دبیان نه قوت نطق کیخودل په ژبه او شونډو او مرئ د انسان کښی په داسی طریقه چه خپل مقصد ښکاره کولی شی او قرآن هم لوستلی شی او بیانولی شی - په انسانی صفتونو او قوتونو کښی ئی دا صفت په ذکرکولو سره ددی وجی نه خاص کړو چه تمیز د انسان د نورو حیواناتو نه په قوت دبیان سره دی -
[۵] په دی کښی دوه انعامات ذکرکړی دی - تیرشوی انعامات باطنیه سبب د نُورِ باطنی وؤ او دا انعامات ظاهریه سبب دنور ظاهری دی -
[۶] دا هم دوه انعامات دی (النَّجْمُ) هغه بوټی دی چه پنډی باندی ولاړ نه وی او شجر هغه بوټی دی چه په خپلی پنډی تنی باندی ولاړ وی نودا دواړه د ځمکی نعمتونه دی روستو د ذکرکولو د آسمانی نعمتونونه - (يَسْجُدَانِ) سجده کول د هر مخلوق دهغوی دشان سره مطابق وی او دلالت کوی په انقیاد او تابعداری کولو د حکمونو د اللّه تعالٰی -
[۷] دا نور دوه انعامات ذکرکوی (الْمِيزَانَ) په معنیٰ مشهورسره دی یعنی تله - اوپه معنی دعدل اوپه معنیٰ د شریعت او په معنیٰ دقرآن سره هم مفسرینودی ذکرکړی دی او میزان د آخرت ترینه هم مراد کیدی شی -
[۹،۸] په دی کښی په باره دمیزان کښی دری اداب ذکرکوی اول أَلَّا تَطْغَوْا هرکله چه مراد د میزان نه قرآن او شریعت وی نو طغیان په هغی کښی تحریف کول دی او مخالفت کول دی په طریقه د انکار تردی پوری چه عنادی او دهری کافرشی - اوچه میزان نه عدل نه مراد وی نو طغیان په هغی کښی زیاتی کول دی دپاره دځآن په دهوکی کولو سره - او دوهم ادب (وَأَقِيمُوا الْوَزْنَ) بنا په اول باندی وزن دلیلونه قرآنیه دی دپاره د اثبات د توحید او عمل او عقیده برابر کول په آیاتونو دقرآن اوپه شریعت سره او بنا په دوهم وزن د حقوقو د خلقو او دخالق دی دپاره دقائم کولو دعدل اوبنا په دریم اقامت دوزن په لاس سره تله برابرکول اوقسط په زړه سره - دریم ادب (وَلَا تُخْسِرُوا الْمِيزَانَ) نو بنا په اول باندی په دلیلونو او آیات قرآنیه کښی نقصان کول په طریقه د شرک کولو اوفسق کولو دا نقصان کول دی په حقوقو د اللّه تعالٰی کښی اوپه طریقه دظلم کولو نو دانقصان دی په حقوق العباد کښی اوبنا په دوهم نقصان د عدل کښی ظلم کول دی اوبنا په دریم باندی بخس (کمی) کول په تلَلوَ کښی دبل چا دپاره -
[۱۱،۱۰] په دی آیاتونو کښی دری انعامات ذکر کوی (لِلْأَنَامِ) انسانانو او پیریانو دواړو ته شامل دی او ټولو زنده سرو ته هم وئیلی کیږی (وَالنَّخْلُ) دائی د فاکهه نه جدا ذکر کړو دوه وجو نه اول داچه نخل کښی فاکهه او غذا دواړه دی دوهمه داچه نخل کښی د ټولو اونو او میوؤ نه زیاتی فائدی دی (الْأَكْمَامِ) هغه کسوړی د لستونړی په شکل سره چه په اول حالت کښی دانی د کجوری په کښی پټی وی بیا اوچوی نو دانی (غنچکونه) ترینه ښکاره شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>