قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۰۶ القمر

وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا أَشْيَاعَكُمْ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ ﴿۵۱﴾ وَكُلُّ شَيْءٍ فَعَلُوهُ فِي الزُّبُرِ ﴿۵۲﴾ وَكُلُّ صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ مُسْتَطَرٌ ﴿۵۳﴾ إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَنَهَرٍ ﴿۵۴﴾ فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِيكٍ مُقْتَدِرٍ ﴿۵۵﴾

او یقیناً‌ هلاک کړی دی مونږ ملگری ستاسو نو آیا شته دی نصحیت قبلوؤنکی ﴿۵۱﴾
او هر څیز چه کوی دا خلق نوپه صحیفو د ملائکو کښی دی ﴿۵۲﴾
او هر وړوکی عمل او لوی عمل لیکلی شوی دی ﴿۵۳﴾
یقیناً متقیان به په باغونو او نهرونو کښی وی ﴿۵۴﴾
په مجلس د رشتیاؤ کښی په نیز د لوی بادشاه پوره قدرت والا ﴿۵۵﴾

[۵۱] دا ذکر د بل تصرف الٰهی دی او تخویف دنیوی دی -
[۵۳،۵۲] په دی کښی د اللّه تعالٰی دوه تصرفات نور ذکرکړی دی - او د زُّبُرِ نه مراد صحیفی د ملائکو (کراماکاتبین) دی دا غوره قول دی او (صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ) مراد ددی نه ټول انسانان او عملونه او گناهونه دی بلکه ټول څیزونه دی چه په هریو کښی لوی او وړوکی شته دی (مُسْتَطَرٌ) لیکلی شوی دی په لوح محفوظ کښی چه کتاب دتقدیردی ددی نه تقدیر ثابت شو -
[۵۵،۵۴] روستو دتخویف او د ذکر دحال د منکرینونه حال دمتقیانو او بشارت دهغوی ذکرکوی په پنځه طریقوسره (صِدْقٍ) دا صفت د مکان دی مراد ددی نه جنت دی چه لغو او گناهونه په کښی نیشته او حاصلیږی په سبب د صدق سره نواضافت دمسبب دی سبب دی (عِنْدَ مَلِيكٍ مُقْتَدِرٍ) دا دواړه صیغی د مبالغی دی یعنی پوره بادشاهی اوپوره تصرف او قدرت والا چه هیڅ قسم نقصان او عجز ورباندی نه راځی او دغه ذات صرف اللّه تعالٰی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>