قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۹۹ القمر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ ﴿۱﴾ وَإِنْ يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ ﴿۲﴾

ډیر نزدی شو قیامت او اوچودله سپوږمئ ﴿۱﴾
او که چیری اوینی دوی نښه نو مخ اوړوی او وائي دوی دا جادو پوخ دی ﴿۲﴾

سورة القمر

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه دا چه مخکښی زجر وؤ د مشرکانو په عقیده او دلیل باندی نوپه دی سورة کښی تخویف اخروی دی - دوهمه وجه دا چه اول ذکرشو چه مشرکان د خواهش تابعدار وی په عقیده کښی او اوس ذکرکوی چه د وجی د خواهش نه د معجزاتو انکار کوی -
دعویٰ ددی سورة: تخویف اخروی په ذکر د اقتراب د ساعت او سبب د تخویف تکذیب دی او هغه سبب دعذابونو وؤ په پنځه مکذبینوباندی - او په سورة کښی رد دشرک فی الدعاء او فی التصرف او (۴۹) کښی ایمان بالتقدیر ذکردی اوپه هغی کښی رد دی په شرک فی البرکات باندی یعنی د اللّه تعالٰی مقرر اندازه هیڅ څوک نشی بدلولی -
خلاصه ددی سورة: تخویف اخروی سره د معجزی نه بیا زجردی د منکرینو په ذکرکولو د پنځه حالتونو دهغوی او تخویف اخروی دی په ذکر دپنځه هیبتونو دقیامت سره بیا تخویف دنیوی وی په پنځه قومونو تیرشوؤ سره بیا زجردی په پنځه حالاتو موجوده منکرینو سره بیا تخویف اخروی دی په پنځه احوالو سره بیا ذکردقدرت د اللّه تعالٰی دی په پنځه طریقو سره دپاره داثبات دقیامت او آخرکښی بشارت دی په پنځه طریقو سره -

تفسیر

[۱] دا تخویف اخروی دی - یعنی انشقاق دقمر دلیل دی په صدق ددی رسول اللّٰه ﷺ باندی او راتلل دده دنیا ته اوله نښه ده دقرب د ساعت او دارنگ انشقاق دقمر دلیل دی چه قدرت د اللّه تعالٰی باندی چه دارنگ هغه قادر دی دټول عالم په فنا کولو باندی - او انشقاق القمر معجزه وه چه ښکاره کړی شوه مکی والوته اودا حدیث امام بخاری، امام مسلم، ترمذی، بیهقی او ډیرو محدثینو په صحیح اسانیدو سره ذکرکړی دی او د انس او ابن عباس او ابن عمر او ابن مسعود او جبیر بن مطعم رضی اللّه عنهما نه روایت کړی شوی دی انکار کول ددی نه بدعةِ اعتقادیه دی -
[۲] ددی نه تر (۶) پوری زجرونه دی او د منکرینو پنځه حالات ذکرکوی (مُسْتَمِرٌّ) په دی لفظ کښی د اختلاف د مادی دوجی نه ډیراقوال دی د مِرَّة نه په معنیٰ د قوی محکم سره دی د مرور نه په معنیٰ د زائل کیدونکی او ختم کیدونکی سره دی د مرارة نه په معنیٰ د تریخ والی سره دی یعنی ډیر تیز اثرکوؤنکی دی د اِستِمرَارَ، نه په معنیٰ د دوام او همیشه والی سره دی - او دارنگ په معنیٰ د مشابه او دیوبل سره او په معنیٰ د تیریدونکی د ځمکی نه آسمان ته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>