قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۹۸ النجم

أَزِفَتِ الْآزِفَةُ ﴿۵۷﴾ لَيْسَ لَهَا مِنْ دُونِ اللَّهِ كَاشِفَةٌ ﴿۵۸﴾ أَفَمِنْ هَذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ ﴿۵۹﴾ وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ ﴿۶۰﴾ وَأَنْتُمْ سَامِدُونَ ﴿۶۱﴾ فَاسْجُدُوا لِلَّهِ وَاعْبُدُوا۩ ࣛ ﴿۶۲﴾

را نزدی شو نزدی راتلونکی آفت ﴿۵۷﴾
نیشته هغی لره سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ څوک ښکاره کوؤنکی ﴿۵۸﴾
آیا ددی خبرنه تاسو تعجب کوئ ﴿۵۹﴾
او خندا کوئ او مه ژاړئ ﴿۶۰﴾
او تاسو غفلت کوؤنکی ئی ﴿۶۱﴾
نو سجده کوئ اللّه تعالٰی ته او بندگی کوئ‌ دهغه ﴿۶۲﴾

[۵۸،۵۷] دا تخویف اخروی دی (الْآزِفَةُ) نوم دی د نومونو دقیامت نه په معنیٰ د نزدی راتلونکی دی او نزدی دی خلقو ته -
[۶۱،۶۰،۵۹] دا زجردی په انکار دقرآن سره مراد دحدیث نه قرآن دی او څلور قباحتونه ئی د منکرینو ذکرکړی دی (وَأَنْتُمْ سَامِدُونَ) د سمود معانی اعراض، غفلت، استکبار لهو و لعب کول او غزلی شعرونه وئیل په طریقه دسرودونو سره - اشاره ده چه دقرآن په مقابله کښی سرودونه وئیل د کافرانو کاردی -
[۶۲] دا تفریع ده په ټول سورت باندی یعنی هرکله چه ثابت شوه چه ددی رسول دلیل وحی ده او تاسوسره صرف ظن او اتباع دهویٰ ده بیا ثابت شوه چه اللّه تعالٰی انعامات کوؤنکی دی او رسول او قرآن ئی حق را لیږلی دی نو فرض ده په تاسو باندی چه سجده او تمام عبادات اللّه تعالٰی لره خاص کړئ (لِلَّهِ) لام د پاره د تخصیص دی ځکه چه اللّه تعالٰی ته سجده خو مشرکانو هم کوله لیکن د اللّه تعالٰی نه سیوا نورو خپلو معبودانو ته ئی هم کوله (وَاعْبُدُوا) دا تعمیم بعد التخصیص دی او لفظ د لِلَّهِ په دی کښی هم مراد دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>