قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۰۰ القمر

وَكَذَّبُوا وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ وَكُلُّ أَمْرٍ مُسْتَقِرٌّ ﴿۳﴾ وَلَقَدْ جَاءَهُمْ مِنَ الْأَنْبَاءِ مَا فِيهِ مُزْدَجَرٌ ﴿۴﴾ حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ فَمَا تُغْنِ النُّذُرُ ﴿۵﴾ فَتَوَلَّ عَنْهُمْ يَوْمَ يَدْعُ الدَّاعِ إِلَى شَيْءٍ نُكُرٍ ﴿۶﴾ خُشَّعًا أَبْصَارُهُمْ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ كَأَنَّهُمْ جَرَادٌ مُنْتَشِرٌ ﴿۷﴾ مُهْطِعِينَ إِلَى الدَّاعِ يَقُولُ الْكَافِرُونَ هَذَا يَوْمٌ عَسِرٌ ﴿۸﴾ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ فَكَذَّبُوا عَبْدَنَا وَقَالُوا مَجْنُونٌ وَازْدُجِرَ ﴿۹﴾ فَدَعَا رَبَّهُ أَنِّي مَغْلُوبٌ فَانْتَصِرْ ﴿۱۰﴾

او دروغژن گنړی حق لره او تابعداری کوی د خواهشاتو خپلو او هرکار په یو وخت کیدونکی دی ﴿۳﴾
او یقیناً راغلی دی دوی ته د خبرونو نه هغه چه‌ په هغی کښی پوره زورنه وی ﴿۴﴾
پخی خبری انتها ته رسیدونکی دی نو څه فائده به ورکړی ویره ورکوؤنکی ﴿۵﴾
نو مخ واړوه ددوی نه په هغه ورځ کښی چه آواز به اوکړی آواز کوؤنکی یوڅیز ناکاره ته (سخت) ﴿۶﴾
کوزی به وی سترگی ددوی را اوځی به دوی دقبرونو نه گویا که دوی مولخان وی خوراه واره ﴿۷﴾
منډی به وهی آواز کوؤنکی طرف ته وائي‌ به کافران دا ورځ سخته ده ﴿۸﴾
تکذیب کړی وؤ ددوی نه وړاندی قوم د نوح علیه السلام او دروغژن ئی اوگنړلو بنده ځمونږ او دوی اوئیل لیونی دی او زورلی شو ﴿۹﴾
نو دعائی او غوښتله درب خپل نه چه یقیناً زه کمزوری یم نو ځما بدله واخله ددوی نه ﴿۱۰﴾

[۳] په دی کښی هم د منکرینو دوه حالتونه په زجرسره ذکردی (مُسْتَقِرٌّ) یعنی قیامت به په خپل وخت قائم کیږی او جنت والا به په جنت کښی او جهنم والا به جهنم کښی قراری اومومی یا مراد د استقرار نه واقع کیدل د هرڅیزدی په خپله نیټه مقرر باندی -
[۴] دا هم زجر دی چه دوی ته ددی معجزی نه مخکښی هم انبیاء راغلی دی او دوی ترینه انکار کړی دی او ترغیب دی قرآن ته -
[۵] مراد ددی نه قرآن دی (بَالِغَةٌ) یعنی انتها ته رسیدلی دی په مواعظو او دلیلونو او لطائفو او احکامو او فصاحت وبلاغت کښی - اوپه دی جمله کښی زجردی او پنځم حالت ددوی ذکرکوی -
[۸،۷،۶] هرکله چه د منکرینو قبائح ذکرشول نو اوس تسلی ورکوی رسول اللّٰه ﷺ ته او مراد په دی سره ددوی بی پرواه کیدل دی (يَوْمَ يَدْعُ) ددی نه تخویف اخروی ذکر کوی په بیان د پنځه حالتونو سره - (الدَّاعِ) نه مراد اسرافیل علیه السلام دی او ددعوت نه مراد شپیلئ وهل دی دپاره دبعث بعدالموت (شَيْءٍ نُكُرٍ) په دی جمله کښی حشر، حساب، میزان ټولو حالتونو ته اشاره ده (جَرَادٌ مُنْتَشِرٌ) تشبیه د ملخانوسره په ډیروالی کښی ده او جمع کول د لویو وړو کښی - (مُنْتَشِرٌ) کښی اشاره ده چه په صفونو او قطارونو سره به نه وی (مُهْطِعِينَ) په دی کښی ډیری معانی دی، تیزتلونکی، سټونه اوچتوؤنکی، قصد کوؤنکی سیدها نظر کوؤنکی، غوږونه دپاره د اوریدلو کولاوؤنکی اودا یوبل ته نزدی معانی دی -
[۹] ددی آیت نه پنځه واقعات ذکرکوی دپاره د تخویف دنیوی یعنی تکذیب دقیامت سبب دعذاب دی نو دا متعلق دی د (۳) سره (كَذَّبَتْ) دا اوله واقعه ده د قوم دنوح علیه السلام (وَازْدُجِرَ) دا قول د اللّه تعالٰی دی یعنی دوی منع کړی وؤ هغه لره دعوت کولونه یا قول د منکرینو دی یعنی جناتو دده دماغ خراب کړی دی -
[۱۰] دا اجمالی دعا ده او تفصیلی دعا د هغه په سورت نوح کښی ذکرکړی ده (مَغْلُوبٌ) سوال: دا خلاف دی د سورة مجادله (۲۱) او سورة صافات (۱۷۳) نه؟ جواب: دادی چه دغه آیاتونه روستو د نصرت د اللّه تعالٰی نه دی اوپه دی کښی مخکښی د نصرت نه مغلوبیت مراد دی - دوهم جواب دادی چه په هغه آیاتونو کښی غلبه دحجت او د دلیل مراد ده او په دی آیت کښی غلبه دقوت ا ود زور مراد ده او دریم جواب ابن عطیه کړی دی چه مغلوب نه مراد دادی چه دعاءِ شر غوختلو کښی مجبوریم -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>