قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۸۹ النجم

عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى ﴿۵﴾ ذُو مِرَّةٍ فَاسْتَوَى ﴿۶﴾ وَهُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلَى ﴿۷﴾ ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّى ﴿۸﴾ فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَى ﴿۹﴾ فَأَوْحَى إِلَى عَبْدِهِ مَا أَوْحَى ﴿۱۰﴾ مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى ﴿۱۱﴾ أَفَتُمَارُونَهُ عَلَى مَا يَرَى ﴿۱۲﴾

خودنه کړی ده ده ته سخت قوتونووالا ﴿۵﴾
ښائست والا نو برابرشو ﴿۶﴾
او حال دا چه دی وؤ په اوچته غاړه باندی ﴿۷﴾
بیا نزدی شو ښه نزدی شو ﴿۸﴾
نو شو په مقدار د پاټو د دوه لیندو بلکه زیات نزدی ﴿۹﴾
نو وحی اوکړه بنده د اللّه تعالٰی ته هغه چه وحی ئی اوکړه ﴿۱۰﴾
انکار نه دی کړی زړه، دهغی نه چه لیدلی دی ﴿۱۱﴾
آیا تاسو جگړه کوئ دده سره په هغه څیزباندی چه ده لیدلی دی ﴿۱۲﴾

[۷،۶،۵] په دی کښی ذکر دصدق د رسول اللّٰه ﷺ دی په بله طریقه چه دهغی حاصل په غوره تفسیر سره دادی چه دی رسول ته جبرئیل علیه السلام تعلیم ورکړی دی اودهغه سره لیدل هم شوی دی - مراد د شدیدالقویٰ نه جبرئیل علیه السلام دی په د دلیل دسورة تکویر (۲۰) سره (ذُو مِرَّةٍ) مِرَّة صحت او قوت د بدن ته وئیلی کیږی - او مرّة ښائسته صورت ته هم وئیلی کیږی (وَهُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلَى) دا ضمیر هم جبرئیل ته راجع دی اوپه دی کښی واقعه دا ابتداء د وحی ته اشاره ده چه رسول اللّٰه ﷺ ته جبرئیل علیه السلام په مکه کښی د ابطح مقام کښی په اصلی شکل کښی ښکاره شو چه دهغه شپږسوه وزری وی اود آسمان کناری ئی پټی کړی وی ابن جریر وئیلی دی چه دا ضمیر محمّد ﷺ ته راجع دی اوپه دی کښی اشاره ده واقعی د معراج سماوی ته چه دواړه د معراج په شپه د ځمکی نه ملگری شول او دآسمان افق ته اورسیدل - بیا ابن کثیر په دی قول باندی رد کړی دی لیکن د توجیه په لحاظ سره دا قول صحیح دی -
[۹،۸] ضمیرونه په اول تفسیر جبرئیل علیه السلام ته راجع دی او په دوهمه توجیه رسول اللّٰه ﷺ ته راجع دی او نزدیکت اللّه تعالٰی ته مراد دی (فَتَدَلَّى) په اصل کښی د بره طرف نه کوز طرف ته اویزان کیدلو ته وئیل کیږی یعنی جبرئیل علیه السلام را کوز شو د افق نه اوپه معنیٰ د ښه نزدیکت سره هم استمعالیږی (قَابَ قَوْسَيْنِ) قاب په عرف د عرب کښی دقوس (کمان) دمقبض (دنیولوځآی) نه ترسره پوری ته وئیلی کیږی - او نیول خوپه مینځ کښی وی نوهریوطرف ته یویو قاب شو نومعلومه شوه چه په هرقوس کښی دوه قابه وی لکه لسان العرب کښی هم داسی وئیلی دی نوپه دی مقام کښی ددوه قوسونو یویوطرف مراد دی نوپه اصل کښی قابا قوسین وو - بل قول دادی چه قاب دلته په معنیٰ دمقدار سره دی لکه چه ابن کثیر وئیلی دی بیا دا تشبیه عرب د نزدیکت دپاره استعمالوی په دی وجه چه د دوه دشمنانو صلحه به اوشوه نوهریو به خپل قوس راوړلو او د دواړه قوسونو قابونه به ئی دیو بل سره پیوست کول نو مطلب به ئی دا وؤ چه آینده دپاره به مونږ د مخالف دشمن په مقابله کښی دیوطرف نه حمله کوؤ او مونږ به یَو یُو -
[۱۰] مراد دوحی نه ابتداء دسورة مدثرده یا وحی مبهم ده -
[۱۲،۱۱] په دی کښی صدق د رسول اللّٰه ﷺ په رویت سره ذکرکوی برابره خبره ده چه رؤیت (لیدل) د جبرئیل علیه السلام دی لکه چه دا غوره او ظاهره توجیه ده یا لیدل د اللّه تعالٰی مراد دی لکه چه روستو تحقیق کیږی هرکله چه جبرئیل مراد شی نو مراد نه رؤیت نه لیدل په سترگو سره دی - او مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ، مطلب دادی چه زړه هم د سترگو سره موافقت کړی دی یعنی لیدل ئی یقینی دی - لیدل د اللّه تعالٰی په شب معراج کښی مسئله اختلافیه ده غوره داده چه یقینی ثبوت ئی نیشته - ابن کثیراو ډیرو مفسرینو غوره کړی ده چه لیدلی ئی نه دی او خطیب شربینی او بعضو مفسرینو دوهم قول غوره کړی دی اوقرطبی د ماراٰی او علٰی مایرٰی په تفسیرکښی دا قول هم نقل کړی دی چه مراد ددی نه هغه ټول آسمانی حالات او بیت المقدس د ی چه رسول اللّٰه ﷺ په شپه د معراج کښی لیدلی وؤ اوپه هغی کښی مشرکانو شک او جدال کوؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>