قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۸۸ النجم

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَالنَّجْمِ إِذَا هَوَى ﴿۱﴾ مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَى ﴿۲﴾ وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى ﴿۳﴾ إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى ﴿۴﴾

او قسم دی په ستوری کله چه راکوز شی (دخپل ځائی نه) ﴿۱﴾
نه دی بی لاری ستاسو ملگری او نه دحد نه تیروتلی دی ﴿۲﴾
اوخبری نه کوی دی دخواهش نه ﴿۳﴾
نه ده دا مگر وحی چه وحی کیدی شی ﴿۴﴾

سورة النجم

ربط: ددی دمخکښی سورة سره په ډیرو وجوهو سره دی - اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی ډیر زجرونه وو په منکرینوباندی نو په دی سورة کښی زجردی دهغوی په دلیل باندی چه اتباع د ظن او دهویٰ ده - دوهمه وجه داده مخکښی سورة کښی زجروؤ په انکار درسول باندی نوپه دی سورة کی اثبات دصدق درسول دی -
دعویٰ د سورة: اثبات د صدق درسول دی چه دا رسول په شرکیاتو باندی رد کوی په دلیل د وحی سره او مشرکان دلیل نیسی په گمان اوپه خواهش سره - ا ورد دی په مشرکین بالملائکه او الجن او انس او ستورو باندی اوپه شرک فی العلم اوعبادت او شفاعت شرکیه باندی او دعویٰ دتوحید په (۶۲) کښی ذکر ده -
خلاصه د سورة: دا سورة تقسیم دی دوه بابونو ته اول باب تر (۲۹) پوری دی په دی کښی شهادت په صدق د رسول اللّٰه ﷺ په ذکر دنهه احوالو دهغه سره د نهه حالاتو دجبرئیل علیه السلام بیا زجردی په مشرکینوباندی په نهه طریقوسره او رد دی په مشرکین بالملائکه او جن او انس باندی او رد دی په دلیلونو دمشرکانوباندی -

تفسیر

[۱] (وَالنَّجْمِ) دا قسم دی دپاره د شهادت ذکر کولو دمابعد دپاره - په دی کښی ډیر اقوال دی اول قول دادی چه النجم ثُریّا (تلی پیرونه) ستوری دی چه هغه اووه ستوری دی په یوځای را جمع وی - دوهم قول، مراد ټول ستوری دی - په دی دواړو قولونو کښی النَّجْمِ، مفرد جنس دی او مراد ترینه جمع ده - دریم قول هغه خاص ستوری دی چه شیطان په هغی سره اویشتلی شی څلورم نجم قرآن دی ځکه چه نجم قسط حصه ته وئیلی کیږی او قرآن په ډیروقسطونو سره نازل شوی دی اوپه ډیرو حصوباندی مشتمل دی (إِذَا هَوَى) په اول او دوهم قول سره مراد ددی نه غائب کیدل دی - اوپه دریم قول سره مراد ددی نه ښکته راویشتل دی شیطان پسی اوپه څلورم قول سره مراد ددی نه نازلیدل دقرآن دی -
[۲] دا جواب قسم دی فرق په مینځ د ضلال او غوایت کښی په ډیرو وجوهوسره دی اوله وجه داده چه ضلال عام دی عقیدی او عملونو دواړو ته شامل دی او غوایت خاص دی په عقیده فاسده پوری - دوهمه وجه داده چه ضلال دادی چه دلاری نه خطا شی او غوابت دادی چه دمقصد نه محرومه شی -
[۳] دا دوهم جواب دقسم دی یعنی کلام ددی رسول د هرقسم خواهشاتو نفسانیو نه پاک دی (يَنْطِقُ) هرهغه خبره چه دخولی نه را اوځی او دا شامل دی قرآن ته په وخت د تلاوت کولو کښی او شامل دی احادیثوته چه دا دواړه د اتباع د هویٰ نه نه دی صادر شوی -
[۴] دا دریم جواب قسم دی او هُوَ نه مراد ټول کلام دی چه نبی ﷺ ئی دخپلی خولی نه را اوباسی، قرآن او احادیث، بلکه دهغه افعالو او احوالو ته شامل دی لکه چه په سراج المنیرکښی لیکلی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>