قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۹۰ النجم

وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَى ﴿۱۳﴾ عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى ﴿۱۴﴾ عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَى ﴿۱۵﴾ إِذْ يَغْشَى السِّدْرَةَ مَا يَغْشَى ﴿۱۶﴾

او یقیناُ‌ ده لیدلی وؤ هغه لره بل ځل ﴿۱۳﴾
د سدرة المنتهیٰ په خوا کښی ﴿۱۴﴾
چه دهغی سره نزدی جنت الماوٰی دی ﴿۱۵﴾
کوم وخت چه پټ کړو بیری لره هغه څیزونو چه پټ ئی کړو ﴿۱۶﴾

[۱۳] په دی کښی هم دوه قولونه دی اول دا چه ضمیرراجع دی جبرئیل علیه السلام ته دوهم داچه اللّه تعالٰی ته راجع دی نومراد دا چه نبی ﷺ دعرش د طرف نه راکوز شو او دهغه په هغه شپه کښی ختل راکوزیدل په آسمانونو کښی ډیرکرته وؤ لکه چه په حدیث معراج کښی دی چه موسیٰ علیه السلام (شپږم آسمان) ته ډیرکرته تلی راغلی دی یا مراد ددی نه کوزیدل د جبرئیل دی، اوکه هریو احتمال شی خوپه آیت کښی آسمانی معراج ته اشاره ده - ځکه د سدرة المتهیٰ سره لیدل او دهغی حالات کتل په شپه دمعراج پوری خاص دی په سبب داحادیثو د معراج سره، نوڅوک چه وائی چه آسمانی معراج دقرآن نه ثابت نه دی نو هغوی جاهلان دی -
[۱۶،۱۵،۱۴] (سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى) ددی وجه د تسمیه کښی ډیر اقوال دی یو داچه د ملائکو ختلو دپاره منتهیٰ ده دوهم داچه ارواح دمؤمنانو هغی ته ور رسیږی دریم داچه منتهیٰ د علمونو ده او د ماوردی نه نقل کړی شوی دی چه تخصیص د بیری ئی ددی وجی نه کړی دی چه په هغی کښی دری صفتونه دی (۱) اوگد سوری (۲) مزیدار خوند (۳) ښائسته بوی، نودارنگ ایمان هم مشتمل دی په قول او عمل او نیت باندی نو بوی ددی په شان دقول د ایمان دی او سوری ددی په شان دعمل دایمان دی او خوند ددی په شان د نیت د ایمان دی ددی وجی نه د امحل د ارواحو د مؤمنانو دی (عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَى) دا تعریف د مکان دجنت دی چه جنت اوس په اووم آسمان کښی د سدرة المنتهیٰ سره دی اگرچه وسعت دجنت د آسمانونو او ځمکی نه لوی دی (إِذْ يَغْشَى السِّدْرَةَ مَا يَغْشَى) په حدیث صحیح کښی راغلی دی چه هغه پتنگان د سرو زرو وو او اکثراهل عمل وائي چه مراد ددی نه ملائک دی اوپه حدیث د معراج کښی وارد دی چه په شپه د معراج کښی زه سدرة المنتهیٰ ته بوتللی شوم او دهغی پانړی په شان دغوږونو د هاتیانو وی او دهغی بیری په شان د مټکو دهجرمقام وی او هرکله چه امرد اللّه تعالٰی هغی لره پټه کړه نو داسی بدله شوه چه هیڅ څوک د مخلوق د اللّه تعالٰی نه د هغی د ستائینی کولو طاقت نه لری -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>