حم ۱۲۷۳ الذَّارِيَاتِ

قُتِلَ الْخَرَّاصُونَ ﴿۱۰﴾ الَّذِينَ هُمْ فِي غَمْرَةٍ سَاهُونَ ﴿۱۱﴾ يَسْأَلُونَ أَيَّانَ يَوْمُ الدِّينِ ﴿۱۲﴾ يَوْمَ هُمْ عَلَى النَّارِ يُفْتَنُونَ ﴿۱۳﴾ ذُوقُوا فِتْنَتَكُمْ هَذَا الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ ﴿۱۴﴾

تباه کړی شو په توک خبره کوؤنکی ﴿۱۰﴾
هغه کسان چه دوی په جهل کښی غافل دی ﴿۱۱﴾
تپوس کوی چه کله به وی ورځ د جزا ﴿۱۲﴾
هغه ورځ چه دوی په اور باندی اوسوځولی شی ﴿۱۳﴾
اوڅکئ عذاب د سوزش خپل دا هغه څیزدی چه تاسو به دا په تادئ سره غوختلو ﴿۱۴﴾

[۱۰] داهم زجردی (قُتِلَ) او قاتل په معنیٰ د لعنت او تباهئ سره هم مستعملیږی (الْخَرَّاصُونَ) مراد ددی نه هغه خلق دی چه قول مختلف، کښی دی بی دلیله مشغول دی - او دا لفظ دخرص نه اخستلی شوی دی په اټکل سره (بغیرددلیل نه) خبره او فیصله کولو ته وئیلی کیږی - یعنی د اللّه تعالٰی او دقیامت او دقرآن او رسول په باره کښی ددی منکرینو اقوال په آټکل باندی بنا دی اوقرطبی وئیلی دی چه په دی کښی نجومیان هم داخل دی چه د اسمان دستورو په باره کښی بی دلیله خبری کوی اودهغی تاثیر ثابتوی -
[۱۱] دا بل رجردی او تعریف دی د خراصون دپاره -
[۱۲] دا بل زجردی اودا اثر د غمره او د سهو دی (يَسْأَلُونَ) دا سوال په طریقه د تکذیب او د عناد سره دی -
[۱۴،۱۳] (يُفْتَنُونَ) فتن په اصل کښی وئیلی کیږی سروزرو ویلی کولو ته په اور باندی مراد ترینه سوځول او عذاب ورکول دی - هَذَا د ا اشاره ده فتنه په تاویل د عذاب سره ددی وجی نه مذکرئی ذکر کړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>