حم ۱۲۷۴ الذَّارِيَاتِ

إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۱۵﴾ آخِذِينَ مَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَلِكَ مُحْسِنِينَ ﴿۱۶﴾ كَانُوا قَلِيلًا مِنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ ﴿۱۷﴾ وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ﴿۱۸﴾ وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ ﴿۱۹﴾ وَفِي الْأَرْضِ آيَاتٌ لِلْمُوقِنِينَ ﴿۲۰﴾

یقیناً‌ متقیان به په جنتونو او چینو کښی وی ﴿۱۵﴾
اخلی به هغه نعمتونه چه ورکوی دوی ته رب ددوی یقیناً‌ دوی ددی نه مخکښی وؤ ښائسته عمل کوؤنکی ﴿۱۶﴾
وؤ ډیر کم د شپی نه چه اوده کیدل به ﴿۱۷﴾
او په وخت د پیش منی کښی دوی بخښنه غوښتله ﴿۱۸﴾
او د دوی مالونو کښی برخه دپاره د سوال کوؤنکی اوسوال نه کوؤنکی (بی نصیبه) وه ﴿۱۹﴾
اوپه ځمکه کښی ډیر دلیلونه دی دپاره دیقین کوؤنکو ﴿۲۰﴾

[۱۶،۱۵] دا بشارت دی روستو تخویف او زجرنه په بشارت کښی دری څیزونه اود متقیانو پنځه صفتونه ذکرکوی (آخِذِينَ مَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ) دا اجمالی بشارت دی ټول هغه نعمتونو دجنت ته شامل دی چه هغه دشمارلو نه بهردی آخِذِينَ، مراد ددی نه قبلوؤنکی په رضا سره اوقبض کوؤنکی لږلږ ځکه دهغه نعمتونو انتهاء‌ نیشته دی (مُحْسِنِينَ) مراد ددی نه احسان په معامله دخالق او مخلوق دواړو کښی دی اول احسان اخلاص دی په بندگئ کښی لکه چه په حدیث جبرئیل کښی او اخلاص توحید قلبی، عملی او قولی ټولو ته شامل دی دوهم احسان عبادت په ښائسته طریقه سره ادا کول یعنی موافق د سنت سره دریم احسان د مخلوق سره ښه معامله او ښه اخلاق چلول اوهغوی ته د حق دین دعوت ورکول - نودا جامع صفت دمتقیانو دی - روستو ددی بعضی جزئیات ذکردی -
[۱۹،۱۸،۱۷] په دری آیاتونو کښی د احسان بعضی افراد ذکرکوی ددی وجی نه ئی دعطف په طریقه سره نه دی ذکرکړی (كَانُوا قَلِيلًا مِنَ اللَّيْلِ) مراد ددی نه دادی "چه دشپی په کمه حصه کښی اوده کیدل اوپه اکثره حصه دشپه کښی به ئی تهجد کول" اودا صفت ډیر اعلٰی دی اگرچه په دی کښی دعام امت دپاره گران والی دی (وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ) په دی کښی اشاره ده چه تهجد ئی ترسحرپوری رسولی دی اودا رنگ دا اشاره ده چه دوی په خپل قیام اللیل باندی غرور نه دی کړی بلکه دخپل قصور او کوتاهی اقرار ئی کړی دی (يَسْتَغْفِرُونَ) په دی کښی دی اشاره ده چه انسان هرڅومره بندگی د اللّه تعالٰی کوی لیکن پوره حق دبندگئ نشی ادا کولی ددی وجی نه د عام عبادت په اختتام کښی استغفار وئیل سنت دی لکه هرفرض مونځ پسی دری کرته استغفار وئیل اود مجلس په اختتام کښی کفاره د مجلس دپاره استغفاروئیل - (وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ) مخکښی صفتونه د احسان په حق د اللّه تعالٰی کښی ذکروؤ او دا صفت احسان دی په حق دمخلوق کښی او حَقٌّ عام دی که فرض او واجب وی دطرف د اللّه تعالٰی نه یا دی انسان په ځان باندی لازم کړی وی نو زکوٰة او صدقات واجبه او احسان د خپل خپلوانو سره وغیره ته شامل دی (لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ) سائل هغه دی چه خپل حاجت خلقو ته ښکاره کوی او سوال کوی دوجی د ضرورت نه اومحروم هغه دی چه خپل حاجت مخلوق ته نه ښکاره کوی اوڅوک دهغه په حال هم نه پوهیږی ددی دپاره چه دصدقه ورله ورکړی -
[۲۱،۲۰] اوس روستو دذکر دفریقینو نه په باره دبعث بعدالموت کښی دلیلونه ذکرکوی دپاره د اثبات دبعث بعدالموت چه دعویٰ دسورة ده او دارنگ په دی کښی اشاره ده چه صفتونه دمتقینو (کوم چه مخکښی ذکرشول) هله حاصلیږی کله چه انسان په دنیا اوپه ځان کښی فکراوکړی (آيَاتٌ) غرونه، دریابونه، اونی، میوی، بوټی، کانړی، سوکړه او بارانونه دا ټول دلیلونه دی په قدرت دبعث بعدالموت باندی سره د توحید نه (وَفِي أَنْفُسِكُمْ) مراد دادی چه د ابتداء د خلق انسان نه ترانتهاء پوری اوپه ټولو باطنی او ظاهری اندامونو اودهغی په ساخت کښی ډیردلیلونه دی په اثبات دبعث بعدالموت اودتوحید باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>