حم ۱۲۷۲ الذَّارِيَاتِ

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَالذَّارِيَاتِ ذَرْوًا ﴿۱﴾ فَالْحَامِلَاتِ وِقْرًا ﴿۲﴾ فَالْجَارِيَاتِ يُسْرًا ﴿۳﴾ فَالْمُقَسِّمَاتِ أَمْرًا ﴿۴﴾ إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَصَادِقٌ ﴿۵﴾ وَإِنَّ الدِّينَ لَوَاقِعٌ ﴿۶﴾ وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الْحُبُكِ ﴿۷﴾ إِنَّكُمْ لَفِي قَوْلٍ مُخْتَلِفٍ ﴿۸﴾ يُؤْفَكُ عَنْهُ مَنْ أُفِكَ ﴿۹﴾

قسم دی په هواگانو الوځوؤنکو په الوځولو سره ﴿۱﴾
بیا پورته کوؤنکی بوج لره ﴿۲﴾
بیا چلیدونکی په آسانه سره ﴿۳﴾
بیا تقسیم کوؤنکی کارونو لره ﴿۴﴾
یقیناً‌ هغه چه تاسو سره ئی وعده کیدی شی ضرور رشتیا دی ﴿۵﴾
او یقیناً جزا ضرور واقع کیدونکی ده ﴿۶﴾
او قسم دی په آسمان باندی چه گنړو ستورو والا دی ﴿۷﴾
یقیناً تاسو په خبره مختلفی کښی ئی ﴿۸﴾
اړولی شی ددی نه هغه څوک چه اړولی شو ﴿۹﴾

سورة الذَّارِيَاتِ

ربط: ددی سورة د مخکښی سره دادی چه دی کښی د مخکښی نه طرقی ده په ډیرو وجوهو سره اوله وجه داده چه هلته کښی کذٰاک الخروج ذکرکړی وو نو دلته انما توعدون لصادق دی دا ترقی ده په دعویٰ د بعث بعدالموت کښی - دوهمه وجه هغه سورة کښی وؤ و سبح بحمد ربک اوپه دی سورة کښی ففروا الی اللّه دی دا ترقی ده په دعویٰ دتوحید کښی، دریمه وجه هلته خلق دانسان ئی ذکرکړی دی او دلته حکمت دخلق دانسان ذکردی - څلورمه وجه، په هغه سورة کښی صرف دلیلونه وؤ په اثبات دبعث باندی نوپه دی کښی د دلیلونو سره شواهد هم دی - پنځمه وجه، هلته کښی ذکر داقوام مکذبه وؤ اجمالاً‌ دلته دهغی نه د پنځو قومونو عذابونه ئی ذکرکړل -
دعویٰ ددی سورة: اثبات دبعث بعدالموت دی په (۵) کښی په ذکردپنځه د شواهدو اوپه عقلی دلیلونو اوپه ذکر دعذاب د پنځه قومونو سره اودعویٰ دتوحدی په (۵۶،۵۱،۵۰) کښی ده او اووه (۷) اسماء حسنیٰ ئی ذکرکړی دی -
خلاصه د سورة داده: چه دا سورة تقسیم دی دوه بابونوته اول باب تر(۲۴) پوری دی په دی کښی پنځه شواهد دی اوپه مینځ کښی د عویٰ دسورة ده بیا پنځه حالات دمکذبینو په طریقه درجر سره بیانوی بیا بشارت په ذکر دپنځه صفاتو د متقینو سره بیا دری عقلی دلیلونه چه په هغی پنځه حالات ذکردی او بیا قسم ذکردی - دلیلونه او قسم دپاره د اثبات د بعث بعد الموت دی -

تفسیر

[۴،۳،۲،۱] دا څلور قسمونه دی په طریقه دشواهدو سره په روستو دعویٰ باندی اودا صفتونه ټول د هواگانو دی یادا صفتونه د موصوفاتو جدا جدا دی یعنی ذَاریات، صفت د هواگانو دی او حَامِلَات، صفت دوریځو دی او جَارِيَات، صفت دکشتودی او مُقَسِّمَات، صفت د ملائکو دی -
[۶،۵] دا جواب دقسم او دعویٰ دسورة ده مراد ددی نه خروج دی دقبرونو نه چه دهغی وعده په سورة قٓ کښی ذکر شوی ده - او مناسبت د مقسم بهِ د جواب سره دادی لکه څرنگ چه اللّه تعالٰی په ذریعه د هواگانو دوړی خوری کړی اوبیا ترینه وریځی جوړی کړی او بیائی په مینځ د ځمکه او آسمان کښی روانی کړی اوبیائی دباران په صورت ځمکی ته واپس را اولیږی دا رنگ اللّه تعالٰی قادردی چه دا انسان ذری ذری کړی او بیائی را جمع کړی او ارواح ورته په آسانتیا سره راولی او جزا او سزا ورباندی تقسیم کړی -
[۷] دا پنځم قسم په طور شاهد دی دائی د مخکښی قسمونونه جدا ذکرکړو ځکه ددی مقسم بهِ جدا دی دهغی مقسم بهِ نه او دارنگ هغه د عالم وسطی او سفلی څیزونه وؤ (سیوا دمقسمات په یو تفسیرباندی) او دا عالم علوی دی (الْحُبُكِ) حبک مضبوط او وَل دجامی ښائسته او صفا هم وی او مختلفی کرخی په کښی وی نوهغه ته وئیلی کیږی نودلته هم د آسمانونو مضبوط والی او صفائي‌ او په ستورو سره ښائسته کیدل اودهغی په وجی سره لاری جوړیدل په آسمان کښی دا ټول صفتونه مراد دی -
[۸] غوره داده چه دا جواب دقسم دی او ددی آیت نه دمنکرینو پنځه قبائح ذکرکوی په طریقه د زجر ورکولو سره (قَوْلٍ مُخْتَلِفٍ) په باره دقرآن او رسول او دقیامت کښی او د اللّه تعالٰی کښی دهریو باره کښی دمنکرینو گډی وډی خبری دی - دقسم او جواب قسم مناسبت دادی چه د آسمان مضبوط والی او ښائست شاهد دی چه ددی جوړوؤنکی (اللّه تعالٰی) قادر او عالم دی په هرڅیزباندی نودهغه په خلاف کښی ستاسو اقوال باطل او گډوډ دی -
[۹] دا هم زجردی مراد ددی نه گمراهان مقلدین دی چه دگمراهانو مشرانو د مختلف اقوالو په وجی سره دحق نه اوړیدلی شی هرکله چه مقلد ځان بی اختیاره کړی دی ددی وجی نه مجهول صیغه ئی ذکر کړی ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>