حم ۱۲۷۱ ق

وَاسْتَمِعْ يَوْمَ يُنَادِ الْمُنَادِ مِنْ مَكَانٍ قَرِيبٍ ﴿۴۱﴾ يَوْمَ يَسْمَعُونَ الصَّيْحَةَ بِالْحَقِّ ذَلِكَ يَوْمُ الْخُرُوجِ ﴿۴۲﴾ إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَإِلَيْنَا الْمَصِيرُ ﴿۴۳﴾ يَوْمَ تَشَقَّقُ الْأَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا ذَلِكَ حَشْرٌ عَلَيْنَا يَسِيرٌ ﴿۴۴﴾ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِجَبَّارٍ فَذَكِّرْ بِالْقُرْآنِ مَنْ يَخَافُ وَعِيدِ ﴿۴۵﴾

او غوږ کیده هغه ورځ چه آواز به اوکړی آواز کوؤنکی د مکان نزدی نه ﴿۴۱﴾
هغه ورځ به دوی آوری چغه په رشتیا دا ورځ ده د راوتلو (دقبرونونه) ﴿۴۲﴾
یقیناً مونږ ژوندی کول او مړه کول کوؤ او خاص مونږته راگرځیدل د خلقو دی ﴿۴۳﴾
په هغه ورځ چه اوبه چوی ځمکه ددوی نه منډی به وهی دا را جمع کول دی په مونږباندی آسان ﴿۴۴﴾
مونږ ښه پوهه یو په هغه خبرو باندی چه دوی وائي اونه ئی ته په دوی باندی زور کوؤنکی نو بیانوه قرآن هغه چاته چه ویره ورکوی د عذاب ځمانه ﴿۴۵﴾

[۴۲،۴۱] دا څلورم امر دی داعی ته مراد ترینه انتظار د ورځ دقیامت دی دپاره دحساب (وَاسْتَمِعْ يَوْمَ يُنَادِ) مراد د استماع نه انتظار کول دی یعنی د ورځ دقیامت انتظار اوکړه یا استماع په خپله معنیٰ ده یعنی غوږ کیده حالاتود هغه ورځ ته (مِنْ مَكَانٍ قَرِيبٍ) یعنی هرانسان به دا آوازداسی آوری لکه چه هغه ته نزدی وی (يَوْمَ يَسْمَعُونَ الصَّيْحَةَ) الصَّيْحَةَ نه مراد دوهمه شپیلئ ده دپاره دبعث بعدالموت په قرینی د الْخُرُوجِ سره (يَوْمُ الْخُرُوجِ) هغه خروج چه په (۱۱) کښی ذکرکړی وو - اودا نوم دورځ دقیامت دی - اوپه دی آیاتونو کښی د ورځ دقیامت څلوراحوال ذکرکړی دی -
[۴۴،۴۳] په دی آیاتونو کښی دقیامت نور څلورحالات ذکرکوی - اوپه دی کښی اثبات دقیامت دی یعنی په احیاء او اماتت باندی قادر دی نوپه دوباره ژوندی کولو خو ضرور قادر دی (يَوْمَ تَشَقَّقُ الْأَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا) یعنی داعی طرف ته به منډه سره ورځی لکه سورة ابراهیم (۴۳) سورة قمر (۸) او سورة معارج (۴۳) کښی دی -
[۴۵] دا تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته په دوه طریقوسره اول دا چه (نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ) یعنی دا منکرین چه انکار کوی ستا تکذیب کوی یا تاته بده وینا کوی نو اللّه تعالٰی ته دهغی ښه علم شته عذاب ورکولی شی لیکن ستا امتحان کوی (وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِجَبَّارٍ) جمله خبریه په خپله معنیٰ سره ده یعنی ته په دوی باندی زور نشی کولی چه ایمان راوړی او دارنگ ته په جبر کولو سره مکلف خونه ئی نوددوی په ایمان راوړلو سره په تاباندی گناه نیشته (فَذَكِّرْ بِالْقُرْآنِ) دا پنځم امردی یعنی دداعی په ذمه باندی جبرکول خو نیشته لکن دعوت او تبلیغ دده ذمه واری ده - ددی نه مراد صرف تلاوت او قرائت دقرآن نه دی بلکه په قرآن بیانولو سره توحید او دقیامت مسئلی واضح کول دی اودا تذکیر په طریقه ددعوت تبلیغ او درس تدریس سره دی - معلومه شوه چه تذکیربالقرآن ډیر لوی عمل دی چه اللّه تعالٰی په هغی خپل نبی لره باربار مخاطب گرځولی دی (مَنْ يَخَافُ وَعِيدِ) تخصیص ددی په اعتباردفائدی اخستلوسره دی دقتاده نه روایت کړی شوی دی چه هغه به وئیل - اَللَّهُمَّ اجْعَلْنَا ممَّنْ يَخافُ وَعِيدَکَ وَ یَرْجُوْا مَوْعُوْدَکَ یَا بَارُّ یَا رَحِیْمُ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>