حم ۱۲۶۲ ق

أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا ذَلِكَ رَجْعٌ بَعِيدٌ ﴿۳﴾ قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنْقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ وَعِنْدَنَا كِتَابٌ حَفِيظٌ ﴿۴﴾ بَلْ كَذَّبُوا بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ فَهُمْ فِي أَمْرٍ مَرِيجٍ ﴿۵﴾

آیا هرکله چه مونږ مړه شو اوشو مونږ خاوری نودا واپسی د عقل نه لری دی ﴿۳﴾
یقیناً پوهه یو مونږپه هغه چه کموی ځمکه ددوی نه اوزمونږ سره کتاب دی ساتونکی دعملونو ددوی ﴿۴﴾
بلکه دوی دروغژن گنړی حق لره هرکله چه دوی ته راغی نو دوی په خبره گډه وډه کښی دی ﴿۵﴾

[۳] دا بیان د متعجب مِنه (چه دهغی نه تعجب ئی کوؤ) دی په تفصیل سره اودپاره د تاکید د تعجب ئی همزه د استفهام انکاری په اول کښی راوړو (بَعِيدٌ) مرا ددی نه لری والی د قول او عادت نه -
[۴] دا رد دی ددوی په تعجب او انکار کولو دبعث نه او دلیل عقلی علمی دی په بعث بعدالموت باندی یعنی هغه ذات چه عالم دی په ټولو اجزاؤ دهربدن باندی جداجدا او ددوی په عملونوباندی نو هغه ضرور قادر دی په دوباره اجزاء یو ځائی کولو او ژوندی کولو باندی (مَا تَنْقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ) په دی کښی دمفسرینو ډیر توجیهات دی یو داچه تول بدن خاوری اخوری لیکن عجب الذنب (لکه لمی) نه خاوری کیږی اودا صحیح حدیث کښی هم راغلی دی (وَعِنْدَنَا كِتَابٌ حَفِيظٌ) مراد دکتاب نه هغه کتاب دی چه ملائکو په کښی عملونه دانسانانو لیکلی دی نود حفیظ معنیٰ دا چه دتمام عملونو حفاظت ئی کړی دی یا مراد کتاب نه لوح محفوظ دی چه په هغی کښی ددوی نومونه او عملونه وغیره لیکلی شوی دی نو حفیظ په معنیٰ د مخفوظ دی یعنی دشیطانانونه او تغییر او تبدیل نه ساتلی شوی دی -
[۵] په دی کښی زجردی په تکذیب ددوی په باره دقرآن کښی چه هغه خبرورکړی دی دبعث نه اوپه دی کښی ترقی ده ځکه چه تکذیب غټ کفردی په نسبت د تعجب کولو او دارنگ تعجب سبب دی دپاره د تکذیب (بِالْحَقِّ) مراد د حق نه قرآن یا رسول یا خبر دبعث بعدالموت دی (مَرِيجٍ) مراد داچه یو خبره باندی نه ټینگیږی بلکه وائی سحردی نوبیا وائی شعردی اوکله وائی کهانت دی نوکله وائی دروغ دی او خوبونه دی یامراد ددی نه گډوډ دین دی یعنی د مشرکانو دین گډوډ دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>