حم ۱۲۶۱ ق

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ق وَالْقُرْآنِ الْمَجِيدِ ﴿۱﴾ بَلْ عَجِبُوا أَنْ جَاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ فَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا شَيْءٌ عَجِيبٌ ﴿۲﴾

قٓ - قسم دی په قرآن شرافت والا ﴿۱﴾
بلکه تعجب کوی دوی ددی نه چه راغلی دی دوی ته ویره ورکوؤنکی ددوی نه نو وائي‌ کافران چه دا ناآشنا څیزدی ﴿۲﴾

سورة ق
ددی نه څلورم باب دی دپاره داثبات دقیامت اوپه دی کښی څلورسورتونه دی قٓ، زاریات، طور او نجم -


ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو طریقوسره دی اوله دا چه هرکله اداب داتحاد د مؤمنانو د پاره ذکرشول نوپه دی سورة کښی ددغه ادابو د رعایت دپاره تخویف ذکرکوی په راتللو د یوم الخروج، یوم الوعید، یوم الخلود سره - دوهم طریقه هرکله چه ذکرشو چه کرامت په سبب دتقویٰ سره دی نوپه دی سورة کښی ذکرکوی شان دمتقیانو -
دعویٰ ددی سورة: اثبات دبعث بعدالموت دی په ذکردخروج د مړو دځمکی نه په (۱۱) او (۴۲) کښی اوپه عذابونو دنیویه سره په تیرشوی قومونو باندی او اثبات دتوحید دی په رد شرک فی التصرف والعلم اوپه ذکر د څلورو اسماء حسنیٰ سره -
خلاصه ددی سورة داده: چه دی تقسیم دی دوه بابونو ته اول باب تر (۱۶) پوری دی په دی کښی شهادت دقرآن ذکرکوی په اثبات دبعث بعدالموت باندی په (۱) کښی بیا زجرونه دی منکرینوته په (۵،۳،۲) کښی بیا یو دلیل عقلی علمی اودری دلیلونه عقلیه تصرفی علوی وسطی اوسفلی ذکرکوی دپاره د اثبات دقیامت اوهردلیل مشتمل دی په دری دری څیزونوباندی بیا دعویٰ دسورة په (۱۱) کښی بیا ذکردعذاب دی په تیرشوی منکرینوباندی دپاره دتخویف د موجوده خلقو په دری آیاتونو کښی بیازجردی په (۱۵) کښی -

تفسیر

[۱] ( قٓ) داد مقطعاتو نه دی په دی کښی ډیرو سورتونو کښی بحث تیرشوی دی - په دی سورة کښی داسی الفاظ چه مشتمل دی په حرف قاف باندی اته څلویښت دی نوداه وجه د مناسبت ده د حرف قاف سره په اول ددی سورة کښی - او ابن کثیر هغه قول ذکرکړی دی چه چا وئیلی دی چه مراد په دی سره کوه قاف غردی نوبیائي وئیلی دی چه دا د زنادِقو خبری دی اوپه دی کښی چه کوم روایت د ابوحاتم رازی دی نوهغه اکثر منقطع دی غوره داچه روستو آیت جواب قسم دی او (بَلْ) هم په جواب قسم کښی ذکرکیدلی شی اوپه معنیٰ د قد سره راځی -
[۲] (بَلْ عَجِبُوا أَنْ جَاءَهُمْ مُنْذِرٌ) هرکله چه مقصد د سورة بعث بعدالموت ثابتول دی اودا مسئله د انذار (ویری) ده ددی وجی نه صرف انذار ئی ذکرکړو (هَذَا شَيْءٌ) غوره داده چه هذا سره اشاره ده بعث بعدالموت ته لکه روستو آیت کښی ذکرکوی بعضی علماؤ وئیلی دی چه اشاره ده توحید ته لکه سورة (۵) کښی او بعضو وئیلی دی چه اشاره ده چه رسول بشردی (عَجِيبٌ) کوم کارچه دعادت دخلقونه خلاف وی نو دوی عجیبه او ناآشنا وائي - لیکن هرکله چه د اللّه تعالٰی په قدرتونو باندی فکراوکړی شی نو دوباره ژوندی کول هیڅ ناآشنا کارنه دی نودمنکرانو دا تعجب کول بی ځايه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>