حم ۱۲۶۳ ق

أَفَلَمْ يَنْظُرُوا إِلَى السَّمَاءِ فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِنْ فُرُوجٍ ﴿۶﴾ وَالْأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ ﴿۷﴾ تَبْصِرَةً وَذِكْرَى لِكُلِّ عَبْدٍ مُنِيبٍ ﴿۸﴾ وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُبَارَكًا فَأَنْبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ ﴿۹﴾ وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَهَا طَلْعٌ نَضِيدٌ ﴿۱۰﴾

آیا نو دوی نه گوری آسمان ته دپاسه ددوی چه څه رنگ مونږ جوړکړی دی اوډولی کړی دی اونیشته ددی چودل ﴿۶﴾
او ځمکه اوږده غوړولی ده مونږ او اچولی دی مونږ په دی کښی پاخه غرونه اوزرغون کړی دی مونږ‌په دی کښی د هرقسم بوټونه تازه تازه ﴿۷﴾
دپاره دپوهه کولو او یاداشت دپاره دهربنده دحق طلبگار ﴿۸﴾
او راورولی دی مونږ د طرف دآسمان نه اوبه برکت والا نو زرغون کړی دی مونږ په سبب دهغی باغونه اودانی (چه بوټی) ئي لوکیدی شی ﴿۹﴾
او اونی د کجورو دنگی چه دهغی غونچکونه دی لاندی باندی ﴿۱۰﴾

[۶] ددی آیت نه تر یوؤلسم آیت پوری دلیلونه عقلیه افاقیه ذکرکوی دپاره د اثبات دبعث بعدالموت روستو د ذکر دتکذیب ددوی نه لکه چه روستو د تعجب نه ئی یو دلیل علمی ذکرکړی وؤ نوپه دی آیت کښی دلیل عقلی علوی دی اومشتمل دی په دری څیزونو باندی (فُرُوجٍ) مراد ترینه سوری کیدل او چاؤدل دی - یعنی اجزاء دآسمان دیوبل سره پیوست اوهموار دی لیکن دا صفت ددی ترورځ دفنا پوری دی په دلیل دسورة مرسلات (۹) او تکویر (۱۱) او اتفطار (۱) او انشقاق (۱) سره -
[۷] په دی آیت کښی دلیل عقلی سفلی دی اومشتمل دی په دری څیزونو باندی - دورځ دقیامت دمدّ الارض، نه مراد دادی چه داسی به ئی راکاږی چه غرونه او کندی به دی نه لری شی (زَوْجٍ) اقسام دبوټو مراد دی چه یودبل سره په بعضی صفتونو کښی مشابهت او موافقت لری اگرچه په نورو صفتونو کښی جدا وی -
[۸] په دی آیت کښی د مخکښی دواړه دلیلونو فائدی ذکرکوی اوله فائده تَبْصِرَةً او دوهمه ذِكْرَى، دا دواړه فائدی د آسمانونو او د ځمکی دواړو سره تعلق لری یعنی دواړه فائدی په آسمانونو کښی هم دی اوپه ځمکه کښی هم دی - فرق په مینځ ددواړو کښی دادی چه تبصره هغه عبرت دی چه په نظرکولو سره حاصلیږی او ذکریٰ هغه نصیحت دی چه دعقل او دزړه په ذریعه حاصلیږی یا تبصرةً دلیلونودتوحید او ذِکریٰ دلیلونو دبعث بعدالموت ته اشاره ده - اوپه مُنِيبٍ کښي اشاره ده چه دا فائدی په عناد او ضدکولوسره نه حاصلیږی بلکه هغه څوک چه دشهواتو نفسیانیو نه اوگرځی حق طرف ته نو فائده اخستلی شی -
[۹] دابل دلیل دی دلیل عقلی وسطی اوداهم مشتمل دی په دری څیزونوباندی اول اِنزَال المَآءِ، یعنی بارانونه ورول دوهم باغات پیدا کول دریم غلی زرغونول (مُبَارَكًا) هغه باران چه په هغی سره ځمکه تازه شی او فضا صفا شی اومرضونه هم کم شی ددی قسم برکات په بارانونو کښی اللّه تعالٰی پیدا کړی دی - (وَحَبَّ الْحَصِيدِ) مراد ددی نه غنم، وربشی ،روژي وغیره دی چه بوټی پس د اوچیدلونه لوکړی شی او بیا د غوبل یا په نورو الاتوسره دهغی نه دانی را اویستلی شی -
[۱۰] دابل دلیل عقلی وسطی دی (وَالنَّخْلَ) هرکله چه دکجوری اوصاف او فائدی دنورو اونو نه ډیری دی ددی وجی نه دائی جدا ذکرکړه اودا دلیل هم په دری څیزونو باندی مشتمل دی یو نخل - دوهم باسقات، بسوق دنگ والی ته وئیلی کیږی اوبرابر ته هم وئیلی کیږی اودریم لَهَا طَلْعٌ نَضِيدٌ میوی دکجوری چه اول یوه بنده کسوړه کښی ښکاره شی اوبیاپرانستی شی نوهغه ته طلع وئیلی کیږی اونضید ورته مخکښی دښکاره کیدلونه وئیلی کیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>