حم ۱۲۵۴ الحجرات

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَنْ تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تَشْعُرُونَ ﴿۲﴾ إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ أُولَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۳﴾ إِنَّ الَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِنْ وَرَاءِ الْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ ﴿۴﴾

ای ایمان والو مه اوچتوئ آوازونه خپل پورته د آواز د نبی ﷺ نه اوپه زوره وینا مه کوئ هغه ته په شان دزوره وینا ستاسو بعضو د بعضو ته (هسی نه) چه برباد به شی عملونه او تاسو په نه پوهیږئ ﴿۲﴾
یقیناً هغه کسان چه ښکته کوی آوازونه خپل د رسول اللّٰه ﷺ په خواکښی داهغه کسان دی چه ازمائلی دی اللّه تعالٰی زړونه د هغوی د تقویٰ دپاره ددوی دپاره بخنه او ثواب لوی دی ﴿۳﴾
یقیناً هغه کسان چه آوازونه کوی تاته روستو ددیوالونونه ډیرددوی نه نه پوهیږی ﴿۴﴾

[۲] دا دوهم ادب دی په دی کښی مقصد احترام او توقیر د صاحب د شرع او دکلام دهغه دی اوپه دی کښی اشاره ده رعایت دسنت ته په کیفیاتو او صفاتو کښی (وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ) د اولی جملی او ددی په مینځ کښی یوفرق دادی چه په هغی کښی مراد وؤ چه خپل کلام او آواز د کلام د نبی ﷺ نه اعلٰی مه گرځوئ او ددی جملی مطلب دادی چه د نورو خلقو سره ئی مساوی او برابر هم مه گرځوئ (أَنْ تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ) یعنی بی ادبی د نبی ﷺ اگرچه بی پرواهی سره وی لیکن هرکله چه عادت اوگرځی نوسبب شی دپاره داهانت د نبی ﷺ او اهانت دهغه سبب د کفردی او کفرسبب دبربادئ د نیکو اعمالو دی -
[۳] دا بشارت دی اهل ایمان ته چه د مخکښی ذکرکړی شوی ادب التزام کوی اودا څلورصفات او احوال دی دصحابه کرامو دپاره (يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ) په حدیث دبخاری کښی ذکردی چه روستودنزول ددی آیت نه عمررضی اللّه عنه په داسی ادب سره په غلی (خکته) آواز سره په مجلس د نبی ﷺ کښی خبری کولی چه کله به نبی ﷺ وانؤریدلی نودده نه به ئی دوباره تپوس اوکړو چه تا څه اوئیل اودغه شان روایت د ابوبکررضی اللّه عنه په باره کښی هم راغلی دی (امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ) یعنی ددوی زړونه اللّه تعالٰی پاک کړی دهرقبیح فکر اوعقیدی نه اوفراخ کړی دی دپاره دقبلولو د تقویٰ یادپاره د ښکاره کولو د تقویٰ -
[۴] دارجر دی هغه چاته چه د مخکښی ذکرشوی ادب لحاظ نه کوی (الْحُجُرَاتِ) هغه ځمکه ته وئیلی کیږی چه دیوال ترینه چاپیره وی لیکن اکثرمستعملیږی دپاره د کور چه په هغی کی کوټه داوسیدلو اوصحن وی چه راگیروی په دیوالونو کښی اودلته مراد د دیوالونو نه د کورونو دی (أَكْثَرُهُمْ) ئی ددی وجی نه اوئیل چه دبعضی کسانو آوازونه بی اخیتاره اوچت وؤ او شربینی وئیلی دی چه ا کثرپه معنیٰ دکل سره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>