حم ۱۲۵۳ الحجرات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۱﴾

ای ایمان والو مه وړاندی کیږئ د اللّه تعالٰی او د رسول دهغه نه او ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه یقیناً اللّه تعالٰی هرڅه آوری اوپه هرڅه پوهیږی ﴿۱﴾

سورة الحجرات

ربط: ددی سورة دسورة فتح سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده هرکله چه مخکښی سورة کښی شان دصحابه کرامو اود هغوی د ترقئ کولو شان په طریقه د مثال سره ذکرشو نواوس په دی سورة کښی اداب ذکرکوی دپاره د دفع د اختلاف اوتفرق په مینځ د هغوی کښی او دټولو مسلمانانو کښی - دوهمه وجه مخکښی سورة کښی صدق د رسول اللّٰه ﷺ ذکرکړو نوپه دی سورة کښی دهغه احترام کولو دپاره اصول ذکرکوی
دعویٰ د سورة: ذکر داصولو او ادابو دپاره ددفع د اختلاف اوتفرق او دپاره دبقا د اتحاد او انفاق چه هغه په طریقه د لس اوامرو اواته نواهی سره دی -
خلاصه د سورة داده: چه په دی کښی اوه اداب ذکرکوی دپاره ددفع کولو دتفرق اوبیا زجرونه دی منافقانوته چه هغوی ددی ادابو لحاظ نه کوی او اوصاف دمؤمنانو دپاره د تمییز په مینځ د دوه ډلو کښی - اوزجردی په منافقانو باندی په دعویٰ کولو د ایمان سره چه دا دعویٰ دپاره ددی ده چه اللّه تعالٰی له خبرورکوی یا دپاره ددی چه رسول باندی احسان ښکاره کوی اودا دواړه ردی اخلاق دی اوپه آخرکښی ردی دی په شرک فی العلم باندی - تفصیل د ادابو دادی اول ادب دادی چه دقرآن اوسنت په مقابله کښی دهیڅ چا رائ او خپله رائ مه پیش کوئ په دی سره تفرق راځی اورعایت کول دقرآن او سنت په ټولو امورو کښی او دهغی په مقرره اوقاتو کښی په (۱) کښی او دوهم ځان بچ کول د توهین دصاحب د شرعی اود احکامو شرعیونه او رعایت د کیفیاتو او صفاتو د احکامو شرعیو کول په (۲) کښی بیا بشارت دی ادب کوؤنکو لره په (۳) کښی اوزجردی پریخودونکو د ادب لره په (۵،۴) کښی - دریم ادب ځان ساتل د قبلولو دخبر دفاسق نه دپاره ددی چه اختلاف رانشی او تحقیق کول دخبر دهغه او ترغیب دی اطاعت د رسول اللّٰه ﷺ ته اوعمل کولو ته په مقتضیٰ د ایمان باندی په (۸،۷) کښی - څلورم ادب امرکول په مصالحت کولوسره په مینځ د مؤمنانو کښی دپاره ددفع کولو د اختلاف اوجگړی کولو په (۱۰،۹) کښی - پنځم ادب ځان بچ کول د تذلیل او تحقیر داهل ایمان نه په دری طریقو سره اودا پیدا کیږی د تکبرکولونه یعنی تکبر مه کوئ داپه (۱۱) کښی - شپږم ادب ځان بچ کول دهغه کارونو نه چه اسباب د پیدائش د اختلاف او تفرق دی اودا پیدا کیږی د حسد کولونه یعنی بغض اوحسد مه کوئ داپه (۱۲) کښی - اووم ادب ځان بچ کول د فخر او تعصب نسبی نه داهم سبب د تفرق دی اودا پیدا کیږی د خوی او جاهلیت نه یعنی د جاهلیت دا خلاقو نه ځان بچ کړئ او اکرام کول په سبب دتقویٰ سره نه په نسبت سره په (۱۳) کښی بیا ددی نه روستو بحث د اهل نفاق دی -

تفسیر

[۱] دا اول باب دی دپاره داتحاد او اتفاق پيدا کولو اودبچ کیدلو د تفرق او اختلاف نه مفسرقرطبی ذکرکړی دی چه آیت عام دی ډیرو واقعاتو ته شامل دی چه دا آیت بغیر دسبب خاصه نه نازل شوی دی - یعنی خاص سبب نزول ذکرکولو ته ضرورت نیشته (لَا تُقَدِّمُوا) فعل معتدی دی مفعول ئی پټ دی یعنی لاتقدموا ارائکم و اقوالکم و افعالکم خپلی رائ او ویناگانی او عملونه مه مخکښی کوئ (بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ) مراد ددی نه قرآن او حدیث او حکم د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه ﷺ دی اولفظ‌د بین یدی په معنیٰ د مخامخ حاضریدلو اود لاسونوسره اونزدی کیناستلو دی لیکن په طوردمثال او کنایه سره مراد ددی نه نفس حضوردی یعنی حکم د اللّه تعالٰی او درسول حاضردی نودځان نه قول او عمل او رائ اوقات او طریقی مه جوړوئ (إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ) هرکله چه تقدم یاپه اقوالو کښی وی نو دهغی دپاره ئی سمیع راوړو یاپه اعمالو او عقیدو کښی وی نودهغی دپاره ئی علیم ذکرکړو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>