حم ۱۲۵۲ الفتح

هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا ﴿۲۸﴾ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنْجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا ﴿۲۹﴾

خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه را اولیږلو رسول خپل په هدایت سره اوپه دین حق سره ددی دپاره چه غالب کړی ده لره په ټولو دینونو باندی اوپوره دی اللّه تعالٰی گواهی ورکوؤنکی ﴿۲۸﴾
محمّد ﷺ رسول د اللّه تعالٰی دی اوهغه کسان چه دده تابعدار دی (صحابه) سخت دی په مقابله دکافرانو کښی رحم کوؤنکی دی په مینځ خپل کښی وینی ته دوی رکوع کوؤنکی سجده کوؤنکی لټوی فضل د اللّه تعالٰی نه اورضاه دهغه نخښی ددوی په مخونو ددوی کښی دی دوجی د نخښو د سجدو کولونه داددوی حال دی په تورات کښی اوحال ددوی په انجیل کښی په شان دکروندی چه را اوباسی تیغ خپل نوکلک کړی هغه نو غټ شی بیا برابر اودریږی په پنډئ خپلی باندی خوشحاله وی زمیندارو لره (عاقبت دا) چه غصه شی په سبب ددی سره کافران وعده کړی ده اللّه تعالٰی دهغه کسانوسره چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه ئی کړی دی دسنت برابر ددوی نه بخښنه اوثواب لوی ﴿۲۹﴾

[۲۸] دا علت دی د لقد صدق اللّه آه دپاره اوذکرد صدق د رسول اللّٰه ﷺ دی دپاره د ردکولو په هغه مشرکانوباندی چه صلح نامه د حدیبیه کښی محمد رسول اللّه نه ئی انکار کوؤ او وئیل چه مونږ ستا رسالت نه منو اودهغی په ځای ئی محمد بن عبداللّه اولیکلو (بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ) مراد هدٰی نه قرآن دی او دین الحق دهغی تشریح ده په سنت سره یا مراد دهدٰی نه عقیده ده او دین الحق نوراحکام دی - (وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا) مراد ترینه شهادت د اللّه تعالٰی دی په حقانیت د رسول اللّٰه ﷺ باندی اگرچه مشرکان شهادت نه کوی په رسالت دهغه باندی - او داسی آیت په سورة توبه (۳۳) کښی اوسورة صف (۹) کښی هم دی لیکن په هغه سورتونو کښی رد په مشرکینو اهل کتاب باندی مقصد وؤ نوذکرکړی وو، اوکره المشرکون اوپه دی سورة کښی په صلح کوؤنکو مشرکانوباندی رد دی چه هغوی صلح نامه کښی په رسالت باندی شهادت نه کوؤ -
[۲۹] روستو د اثبات درسالت او مقصد درسالت نه اوس اوصاف درسول اوصحابه کرامو ذکرکوی اودا لس صفتونه د صحابه کرامو په عام حالاتو کښی دی اوتیرشوی اته احوال وو صرف په حالت د بیعت رضوان کښی (مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ) دا شهادت د اللّه تعالٰی دی په رسالت د محمد ﷺ باندی لکه چه تیرشوی آیت په اخرکښی دهغی ذکر کړی شوی وؤ (مَعَهُ) مراد ددی نه معیت دصحبت دی ترمرگه پوری اوصرف صحابه ترینه مراد دی یا مراد ترینه معیت دتابعدارئ دی نوټول مؤمنان ترینه مراد دی (أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ) دا اول صفت دی اودا شدت د وجی دنفرت د کفراودشرک نه دی طبعی نه دی اودحسن بصری نه روایت دی چه په شدت کښی صحابه داسی حالت رسیدلی وو چه خپلی جامی به ئی هم د کافرانو نه بچ ساتلی او بدنونه به ئی هم د هغوی دبدنونو نه ساتل - دعبداللّه بن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه چا مشرک سره مصاحفه اوکړه نو لاس دی اوینځی - داهم د قبیلی دشدت نه دی (رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ) دا دوهم صفت دی مراد درحم نه په یو بل باندی ترس کول او مینه، محبت کول او مددکول اومعاف کول دی داسی په سورة مائده (۵۴) کښی هم ذکردی (رُكَّعًا سُجَّدًا) دا دوه صفتونه دی او دا اشاره ده اهمیت د صلوٰة او کثرت دهغی ته ددوی په عملونو کښی (سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ) دا شپږم صفت دی په دی کښی اشاره ده ډیرو مونځونو کولو ته اوخصوصاً مونځ د تهجد ته بیا په دی نښه کښی د مفسرینو دوه اقوال دی یوداچه دابه په آخرت کښی وی ځکه چه حدیث صحیح کښی راغلی دی مضون ئی دادی چه په ورځ دقیامت به اللّه تعالٰی ملائکو ته حکم اوکړی چه دجهنم مؤحدین را اوباسئ نوملائک به ئی پیژنی په آثارو دسجدی ځکه چه کوم اندامونوباندی سجده کیږی نواور دجنهم به هغه نه خوری دارنگ حسن بصری نه روایت دی چه مراد ددی نه سپین والی دمخونو ددوی دی په ورځ دقیامت په دلیل د (يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌ وَ تَسْوَدُّ وُجُوهٌ) - دوهم قول دادی چه په دنیا کښی دی یعنی علامات دتهجدکولو دشپی او دبیدارئ چه هغه خشوع او تواضع ده دا مجاهد وئیلی دی اوزیړوالی د مخونو ددوی دا ضحاک وئیلی دی اودا نورانیت دی چه په مخونو دتهجد کوؤنکو متّبعینو دسنت کښی معلومیږی او راجح داده چه دا جمله دواړو قولونوته شامل ده او مفسر بقاعی وئیلی دی چه داگمان مه کوئ چه مراد ددی نه هغه توره غوته (نښه) ده چه په تندی دبعضو کسانو کښی جوړه شوی وی دا خوارج دی اوپه نهایه د ابن اثیرکښی دی چه ابوالدرداء یوسړی اولیدلو چه دسترگو په مینځ کښی داسی نښه وه نوهغه اوفرمائیل که دانه وی نوښه به وی (ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ) دا اوم صفت دی دصحابه کرامو دمفسرینو دلته دوه قولونه نقل دی اول داچه په دی ځای باندی وقف کول دی یعنی دا مخکښی چه کوم صفات دصحابه کرامو ذکرشول نوداسی په تورات کښی ذکردی او (مَثَلُهُمْ فِي الْإِنْجِيلِ) نه نوی کلام (جمله) شروع کیږی - دوهم قول دادی چه وقف به په (فِي الْإِنْجِيلِ) باندی وی اود کزرع نه نوی جمله شروع ده - لیکن غوره په کښی اوله توحیه ده (وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنْجِيلِ كَزَرْعٍ) دا اتم صفت دی دصحابه کرامو په طریقه د مثال سره او حاصل ددی مثال دادی چه نبی ﷺ اول دعوت شروع کړو نوکمزوری حالت وو اجابت به یوسړی کوؤ اوځان به ئی پټ ساتلو ځکه چه دشمنانونه ویره وه لکه دفصل چه اول تیغ ښکاره شی نوکمزوری وی او مرغو دخوړلو ویره هم وی بیا اللّه تعالٰی دعوت قوی کړو په مکه مکرمه کښی د عمررضی اللّه عنه او دډیرصحابو ملگرتیا په وجه سره دین ښکاره شو لکه تیغ دفصل قوی شی نو ښکاره شی دمرغو وغیره د خوړلو خطره ورباندی کمه شی بیاد صحابه کرامو په مکه کښی اود مکی نه بهر په گردونواح اوبه حبش کښی پوره جماعت جوړشو لکه فصل چه غټ شی او کلک شی نوبیا په مدینه منوره کښی خپل مستقل حکومت قائم شو لکه چه فصل پوخ شی اوفائدی ئی عامی شی (فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ)‌ سوق نه مراد تنه دهغه بوټی ده چه روستو د غټ والی نه په خپل خای برابر ولاړ وی هواگانی ئی کگولی نشی اوکه کوگ شی نودویخ نه ئی نشی ویستلی (يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ) یعنی کرونده کوؤنکی دخپل محنت ښه نیتجه اووینی چه فصل پوره شو پوخ شو نوهغه ډیرخوشحاله شی نودارنگ نبی ﷺ دصحابه کرامو په ترقئ او په غټ جماعت او ددین په استقامت باندی خوشحاله شو اوپه دی جمله کښی اشاره ده دصحابه کرامو نهم صفت ته (لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ) په دی کښی اشاره ده لسم صفت دصحابه کرامو ته - ابن کثیرپه تفسیر کښی لیکلی دی چه امام مالک رحمة اللّٰه علیه ددی آیت نه استنباط کړی دی د کفر دروافضو چه بدگوری صحابه کراموته اویوی ډلی دعلماؤ دهغه سره موافقت کړی دی په دی مسئله کښی او قرطبی د امام مالک رحمة اللّٰه علیه قول ذکرکړی دی چه هغه وئیلی دی چه څوک سحرراپاسی او دهغه په زړه کښی په یو صحابی باندی بغض او غیض وی نوهغه ته دا آیت اورسیدلو یعنی ددی په حکم کښی داخل شو (وَعَدَ اللَّهُ) دا بشارت دی او صفت دایمان او عمل صالح ئی ذکرکړو اشاره ده چه صرف صحبت د نبی ﷺ سبب دجنت نه دی بلکه اصل سبب ایمان او عمل صالح دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>