حم ۱۲۵۵ الحجرات

وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۵﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ ﴿۶﴾ وَاعْلَمُوا أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ لَوْ يُطِيعُكُمْ فِي كَثِيرٍ مِنَ الْأَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ أُولَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ ﴿۷﴾

اوکه چیری دوی صبرکړی وی ترهغی پوری چه ته بهر راوتلی وی دوی ته ضرور ښه خبره ده دوی لره او اللّه تعالٰی دی بخښنه کوؤنکی رحم کوؤنکی ﴿۵﴾
ای ایمان والو که راوړی تاسو ته گنهگار یو خبر نو تحقیق ئی اوکړئ (هسی نه) چه اورسوئ (تکلیف) یو قوم ته په ناخبرئ سره نوشئ به په خپلو کړو باندی پښیمانه ﴿۶﴾
اوپوهه شئ‌ یقیناً په تاسو کښی رسول اللّٰه ﷺ شته دی که چیری ستاسو تابع شی په ډیرو کارونو کښی نوپه تکلیف کښی به پریوځئ او لیکن اللّه تعالٰی محبوب کړی دی تاسوته ایمان او ډولی کړی دی هغه په زړونو ستاسو کښی او بد ئی ښکاره کړی دی تاسو ته کفر او گناهونه کول او نافرمانی کول داسی کسان خاص دوی کامیاب دی ﴿۷﴾

[۵] دابیان دادب دی دپاره دناپوهو خلقو اوصبرنه مراد انتظار کول دی (لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ) اشاره ده چه ادب دمشرانو (ادب شرعی) سبب د خیراوبرکت اوسبب دمغفرت اورحمت دی -
[۶] په دی کښی دریم ادب دی یعنی په تیرشوی آدابو سره اتحاد جوړیږی لیکن بعضی خلق دا اتحاد خرابوی چه هغه فاسق دروغژن چغلخور وی نودهغه د بی تحقیقه خبری منلونه ځان بچ کول ضروری دی - (فَاسِقٌ) مراد ددی نه هغه څوک دی چه ارتکاب د گناه کبیره ئی کړی وی اوصحیح توبه ئی نه وی کړی اومسلمان وی دروغ وئیل، چغلی کول، دمؤمنانوپه مینځ کښی فساد پیداکول داټول په کښی داخل دی - مفسرخازن وئیلی دی چه دا آیت عام دی نازل کړی شوی دی دپاره دبیان دتثبت اود اعتماد نه کولو په خبردفاسق باندی اوخطیب شربینی هم وئیلی دی چه نزول دآیت په باره د ولید رضی اللّه عنه کښی دی خوهغه ته فاسق وئیل دا کمزوری قول دی - وجه داده چه په دغه روایت چه ابن کثیراو نورو مفسرینو په سند سره نقل کړی دی لیکن سند ئی متصل نه دی اوپه البدایه کښی وئیلی دی چه اللّه تعالٰی ددی صحت باندی پوهه دی ص (۲۹۴) ج (۸) ابن عربی په العواصم و القواصم اودهغی په تعلیق کښی په دی باندی رد کړی دی (أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا) دا نقصان ذکرکوی د قبلولو دخبر دفاسق بغیر د تبیین نه (بِجَهَالَةٍ) مراد ددی نه بی خبری ده د حقیقت حال نه یااشاره ده چه په دی خبرد فاسق باندی بی تحقیقه عمل کول جهالت دی -
[۷] په دی کښی اشاره ده طریقی د تحقیق دخبرد فاسق ته اودارنگ تحذیردی فاسق ته ددروغ خبر وئیلو نه یعنی خبرد فاسق به رسول اللّٰه ﷺ ته پیش کیږی په ژوند د هغه کښی اودهغه سنت ته پیش کیږی روستو دوفات دهغه نه نوپه دی طریقی سره به دهغه فاسق دروغ او رشتیا معلومیږی (فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ) وصف ئی ذکرکړو نوم (محمد) ئی نه دی ذکرکړی اشاره ده چه دهغه ذات خوحاضرناظر نه دی نه په ژوند دهغه کښی اونه روستو دمرگ دهغه نه لیکن صفت درسالت (چه قرآن او سنت دی) هغه په تاسو کښی باقی دی (وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ) د ماقبل نه وهم پیداشو چه آیا صحابه کرامو دا اراده کړی ده چه دروغ اوائي اوپیغمبرپه ځان پسی په هغی کښی تابع اوگرځوی نودا وهم لری کوی چه دصحابه کرامو شان ددی نه اوچت دی او لفظ د لَوْ يُطِيعُكُمْ، په دی باندی دلیل دی ځکه چه لَوْ دپاره دانتفاء او د منع راځی یعنی داسی نه دی شوی فرق دادی چه محبت امرباطنی دی نومراد دایمان نه عقیده صحیحه دتوحید ده او تزیین امرظاهری دی نومراد د ضمیر د زَيَّنَهُ، نه اعمال دایمان دی (وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ) دا اشاره ده چه محبت ددوی د ایمان سره دومره زیات دی چه دهغی مقابل ورته بد ښکاره کیږی الکفرمقابل دایمان دی او (الْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ) دا مقابل دی د زَيَّنَهُ، سره ځکه چه په هغه کښی اعمال صالحوته اشاره ده - او ددی دریو واړو یو فرق دادی چه کفرخو انکارکول دی د طاعت د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه ﷺ نه او الفسوق گناه کبیره دی او العصیان گناهونه صغیره دی -
فائده: په لفظ‌ د حَبَّبَ او كَرَّهَ کښی چه ضمیرفاعل ئی اللّه تعالٰی ته راجع دی اشاره ده چه ټول کارونه د خیراوشر اللّه تعالٰی پیدا کړی دی او دا رد دی په قدریه معتزله باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>