حم ۱۲۴۳ الفتح

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا ﴿۱﴾ لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا ﴿۲﴾ وَيَنْصُرَكَ اللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا ﴿۳﴾

یقیناً فتح درکړه مونږ تاته فتح ښکاره ﴿۱﴾
ددی دپاره چه بخنه اوکړی تاته اللّه تعالٰی دهغه چه مخکښی تیرشوی دی دخطائی ستانه اوهغه چه روستو شوی وی اوپوره کوی نعمت خپل په تاباندی او کلکه وی تالره په لار نیغه باندی ﴿۲﴾
او مدد به کوی تاسره اللّه تعالٰی مدد عزت والا ﴿۳﴾

سورة الفتح

ربط: ددی سورة د مخکښی سورة سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه، هرکله چه امرد قتال اوشو په مخکښی سورة کښی نوپه دی سورة کښی بشارت دی په فتح او په انزال السکینه سره - دوهمه وجه هرکله چه په هغه سورة کښی د مؤمنانو هغه اتلس صفات ئی ذکرکړل چه علتونه د تشجیع د قتال فی سبیل اللّه وؤ نو اوس داسی اتلس صفتونه دهغوی ذکرکوی چه اسباب درضا د اللّه تعالٰی دی د هغوی نه -
دعویٰ د سورة: زیری ورکول نبی ﷺ ته په فتح سره او عظمت شان دهغه او زیری ورکول مؤمنانو (صحابه کرامو) ته په انزال السکینه سره او ذکر دصفاتو دهغوی - او مسئله دتوحید ئی په مختلف تعبیراتوسره په (۲۷،۲۶،۱۴،۱۱،۹،۷) کښی راوړی ده او نهه اسماء حسنیٰ د اللّه تعالٰی -
خلاصه د سورة: دا سورة تقسیم دی دوه بابونو ته اول باب تر (۱۸) پوری دی په دی کښی دوه بشارتونه دی او دهریو سره متعلق څلور څلور امور ذکردی بیا صدق درسول او عظمت شان دهغه سره دذکر دتوحید نه بیانوی بیا لس قباحتونه د منافقانو زجراً او ذکر دعذروالو دی په (۱۷) کښی -

تفسیر

[۱] مراد دفتح نه په صحیح قول کښی صلح حدیبیه ده چه سبب د فتح د اسلام اوگرځیدله په دلیل د حدیث د براء بن عازب رضی اللّه عنه هغه وئیلی دی چه تاسو فتح دمکی فتح گنړئ هان هغه خو یو فتح ده او مونږ بیعت الرضوان فتح گنړو (فَتْحًا مُبِينًا) په دی کښی ډیرمعجزات ښکاره شول او سبب شو دغلبی د اسلام اوقتال په کښی هم اونه شو ددی وجی نه مبین صفت ئی ذکرکړو -
[۳،۲] دا ذکرد څلورو فائدو دی په فتح کښی دپاره د نبی ﷺ -
اوله فائده: (لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ) یعنی فتح سبب دی دپاره ددی څلورو فائدو او وجه د سببیت داده چه فتح مبین دوجی د جهاد او دقتال فی سبیل اللّه او دنورو تکالیفو تیرولو نه روستو راغله اودغه کارونه سبب د مغفرت د گناهونو دی - سوال: لفظ دمغفرت اوذنب دلالت کوی چه نبی ﷺ گناهونه کړی دی اوحال دادی چه هغه او ټول انبیاء‌ علیهم السلام معصوم دی د گناهونونه؟ جواب په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه دا مستلزم د گناهونو کولو دپاره نه ده ددی وجی نه چه د ذنب مراد خلاف الافضل کارونه دی چه هغه گناه نه دی لیکن د انبیاء علیهم السلام دپاره سبب د خفگان وی او هغه خفگان اللّه تعالٰی لری کړی دی ته مغفرت وئیلی شوی دی - دوهمه وجه مغفرت په معنیٰ دعصمت دی لکه شربینی دا قول نقل کړی دی یعنی اللّه تعالٰی ته بچ ساتلی ئی دگناهونو کولو نه په تیرشوی وخت کښی اوهم‌ په روستو وخت کښی (مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ) په دی کښی ډیر اقوال دی دمفسرینو قول دمجاهد دادی چه مخکښی دنبوت نه او روستو دنبوت نه - دوهم قول مخکښی دفتح نه او روستو دفتح نه - دریم قول مخکښی ددی وخت نه او روستو ددی نه -
دوهمه فائده: (وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ) په دی کښی اشاره ده نزول دهغه احکاموته چه روستو دفتح نه نازل شوی دی او دارنگ اشاره ده چه روستو دفتح نه به ډیر متکبرین خلق په اسلام کښی داخل شی -
دریمه فائده: (وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا) هدایت په معنیٰ دتثبت سره دی یعنی فتح سبب شو دپاره د تثبیت په دین باندی -
څلورمه فائده: (وَيَنْصُرَكَ اللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا) مراد نصرنه غلبه ورکول دی په ټولو دشمنانوباندی نو اشاره شوه د مکی فتح کولو ته اورسره ددغی نه روستو چه کوم فتوح نبی ﷺ ته حاصل شول -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>