حم ۱۲۴۴ الفتح

هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ السَّكِينَةَ فِي قُلُوبِ الْمُؤْمِنِينَ لِيَزْدَادُوا إِيمَانًا مَعَ إِيمَانِهِمْ وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۴﴾ لِيُدْخِلَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَيُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَكَانَ ذَلِكَ عِنْدَ اللَّهِ فَوْزًا عَظِيمًا ﴿۵﴾ وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْمُشْرِكِينَ وَالْمُشْرِكَاتِ الظَّانِّينَ بِاللَّهِ ظَنَّ السَّوْءِ عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَلَعَنَهُمْ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرًا ﴿۶﴾

خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه رالیږلی ده تسلی (یقین) په زړونو دمؤمنانو کښی دی دپاره چه زیاتی شی ایمان سره ایمان ددوی نه او خاص اللّه تعالٰی لره لښکری د آسمانانو او د ځمکی دی او اللّه تعالٰی دی علم والا حکمتونووالا ﴿۴﴾
دی دپاره چه داخل کړی مؤمنان سړی او مؤمنی زنانه جنتونو ته چه بهیږی لاندی د هغه نه ولی همیشه به وی دوی په هغی کښی اولری به کړی ددوی نه بدئ‌ ددوی او داده په نیز د اللّه تعالٰی کامیابی لویه ﴿۵﴾
او عذاب به ورکړی منافقانو سړو او زنانه منافقانو لره او مشرکانو سړو او زنانو مشرکوته چه گمانونه کوی په اللّه تعالٰی باندی گمان ناکاره په دوی باندی دی مصیبتونه ناکاره اوغضب کړی دی اللّه تعالٰی په دوی باندی اولعنت ئی کړی دی اوتیار کړی دی دوی لره جهنم او ناکاره دی ځای د ورگرځیدلو ﴿۶﴾

[۴] دا دوهم بشارت دی مؤمنانوته په انزال السکینه سره - مرادددی نه کلکیدل دی په دین او اطمینان دزړه دی او شبهات دزړه لری کیدل دی سره ددی نه چه حدیبیه دسفر مصیبتونه او کفارو منع کول اوبغیردمقصد د عمری کولونه وطن ته واپس کیدل اوبعضی شرطونه دصلح چه ظاهراً دلیل د کمزورئ وو منل، دا ټول سبب دزیغ او دخفگان وؤ لیکن دهغی اثرئی ددوی دزړونو نه لری کړو - بیا دی انزال السکینه باندی څلور فائدی مرتب کړی دی -
فائده: (لِيَزْدَادُوا إِيمَانًا مَعَ إِيمَانِهِمْ) او وجه د تفریع ددی فائدی داده چه هرکله شبهات دزړه نه لری شول او ډیرمعجزات د نبی ﷺ (چه په سفرحدیبیه کښی) ښکاره شول نوپه دی سره ضرور ایمان زیات شو اوپه دی زیادت دایمان کښی اقوال دی اول ایمان په شرائعو ددین باندی روستو د ایمان باللّه والیوم الاخر نه دا روایت د ابن عباس رضی اللّه عنهما دی دوهم قول یقین په اللّه تعالٰی اوپه رسول باندی وؤ نوهغه یقین نورزیات شو دا د ضحاک قول دی -
فائده: دا ایت دلیل دی چه په نفس ایمان کښی زیاتی او کمی راځی او امام بخاری رحمة اللّٰه علیه دغه شان اته آیات ددی مسئلی په اثبات کښی ذکرکړی دی مثلاً معلومه خبره ده چه په ایمان (یقین) د ابوبکررضی اللّه عنه اوپه یقین زمونږ کښی فرق دی - اوبعضی علماؤ ددی نه زیادت دایمان په سبب داعمالو کولو سره مراد کړی دی یعنی دچاچه عملونه زیات وی نوایمان ئی زیات وی اودچاچه عملونه کم وی نو ایمان ئی کم وی - اودوی وائی چه نفس ایمان (یقین) کښی زیادت نه راځی نودا قول ضعیف دی بلکه دواړه زیادتونه ثابت دی (وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) دا علت حقیقیه دانزال السکینة دی یعنی اسباب دنصرت کله ملائک د آسمانونو را لیږل دی اوکله حیوانات حشرات دځمکی او دا ټول د اللّه تعالٰی په اختیار کښی دی اوهرکله چه اسباب دنصرت دهغه په اختیار کښی دی نونصرت الٰهیه سبب دسکون د زړونو دی هغه دهغه په اختیارکښی دی -
[۵] دا دوهمه او دریمه فائده ده مرتب ده په انزال السکینه باندی دپاره دزیادت دایمان یعنی په دی مجموعه باندی دخول دجنت او تکفیر دسیئاتو بنا دی -
[۶] دا څلورمه فائده ده یعنی سکون او نصرت د مؤمنانو سبب دغمونو او خفگانو ددشمنانو دی او عذاب ددنیا دی اومراد د عذاب نه دلته عذاب دنیوی دی اوهغه ذلیل او مغلوب کیدل د منافقانو او کافرانو دی اودارنگ تسلط‌ د مؤمنانوپه دوی باندی په قتل کولو او قید کولو ددوی سره (ظَنَّ السَّوْءِ) دوی گمان کوی چه اللّه تعالٰی لره شریکان یا اولاد دی یا اللّه تعالٰی بغیر دوسیلو (شرکیو) نه حاجتونه نه پوره کوی یاد اللّه تعالٰی صفات نیشته یاصفتونه ئی مشابه دی مخلوق سره دی ته بدگمان وئیلی کیږی (عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ) مراد د دائره السوء نه مصیبتونه ددنیا دی په ذلیل کیدلو او قید کولو او مغلوب کیدلو او نورقسم عذابونو باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>