حم ۱۲۴۲ محمَّد

إِنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَإِنْ تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا يُؤْتِكُمْ أُجُورَكُمْ وَلَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ ﴿۳۶﴾ إِنْ يَسْأَلْكُمُوهَا فَيُحْفِكُمْ تَبْخَلُوا وَيُخْرِجْ أَضْغَانَكُمْ ﴿۳۷﴾ هَا أَنْتُمْ هَؤُلَاءِ تُدْعَوْنَ لِتُنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَمِنْكُمْ مَنْ يَبْخَلُ وَمَنْ يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَنْ نَفْسِهِ وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ ﴿۳۸﴾

یقیناً ژوند دنیوی لوبی او مشغله ده اوکه تاسو ایمان راوړو اوتقویٰ مو اوکړه نو دربه کړی تاسوته ثوابونه ستاسو اونه غواړی اللّه تعالٰی ستاسونه مالونه ستاسو ﴿۳۶﴾
که چیری اوغواړی ستاسو نه مالونه او زور درباندی اوکړی نو بخل به اوکړئ او راښکاره به کړئ کینی ستاسو ﴿۳۷﴾
خبرشئ تاسو ای خلقو رابللی کیدلی شئ دپاره ددی چه خرچه اوکړئ په لار د اللّه تعالٰی کښی نوبعضی ستاسو نه هغه دی چه بخل کوی اوچاچه بخل اوکړو نو یقیناً بخل کوی (چه راوځی) دنفس دهغه نه او اللّه تعالٰی بی حاجته دی او تاسو حاجتمند ئی او که چیری مخ واړوؤ تاسو نو بدله کښی به راولی نور خلق سیوا ستاسونه بیا به نه وی هغوی ستاسو په شان ﴿۳۸﴾

[۳۶] په دی آیت کښی تزهید فی الدنیا ذکرکوی ځکه چه محبت ددنیا سبب دوهن دی او دارنگ ترغیب ورکوی انفاق فی سبیل اللّه ته (إِنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا) هغه ژوند او هغه سامانونه چه ددین دپاره نه خرچ کیږی هغه دلته مراد دی (لَعِبٌ وَلَهْوٌ) دا دواړه په دی مفهوم کښی شریک دی چه په بی فائدی څیزباندی مشغوله کیدل دی لیکن په لعب کښی ځان خوشحالول مقصد وی اودا اکثر دوړو بچو کارونه وی اوپه لهو کښی صرف ځان مشغولول وی سرور او خوشحالی په کښی مقصد نه وی اوداد ځوانانو او مشرانو خلقو کار وی (وَإِنْ تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا) اشاره ده چه هرکله چه دژوند دنیوی سره ایمان او تقویٰ جمع شی نوبیاپه هغسی سره ډیری فائدی حاصلیږی اوپه تقویٰ سره مراد په دی آیت کښی د بزدلئ او وهن او دبخل نه بچ کیدل دی په جهاد او انفاق کولوکولو سره (وَلَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ) په دی کښی ډیر توجیهات دی اوله داده چه ستاسونه ټول مالونه نه غواړی بلکه بعضی حصه دمال لکه لسمه شلمه او څلویښتمه - دوهم دا چه ستاسو مالونه اللّه تعالٰی دځآن دپاره نه غواړی بلکه ستاسو انفاق ستاسود فائدی دپاره دی -
[۳۷] په دی کښی حکمت ذکرکوی چه اللّه تعالٰی ستاسونه ټول مال نه غواړی دپاره ددی چه شرمنده نشئ په ښکاره کیدلو دبخل او دکینی کولوسره ځکه چه اللّه تعالٰی مهربان دی اوپه خپلو بندگانو باندی پرده اچوی -
[۳۸] مخکښی آیت کښی بخل ذکرکړی شو په هغه وخت کښی چه ټول مال ترینه طلب کړی شی نواوس ترقی کوی په زجر کښی چه ټول مال خو پریږده که لږه حصه ترینه د انفاق فی سبیل اللّه دپاره طلب کړی شی نوهم دوی بخل کوی (وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا) مطلب دادی چه مخاطبین چه صحابه کرام دی هغوی مخ نه وؤ اړولی ددی وجی نه دهغوی په ژوند کښی ددین حفاظت اللّه تعالٰی په بل چاباندی دهغوی په بدله کښی نه دی کړی هان هرکله چه دسلف صالحینو د زمانی تیریدلو نه روستو رفته رفته عربو مخ واړه وؤ نو اللّه تعالٰی ددین کار عجمو ته اوسپارلو - یادا خطاب منافقانو دمدینی ته وؤ چه هغوی وخت په وخت د جهاد او انفاق نه مخ اړه وؤ نو اللّه تعالٰی هغوی رفته رفته هلاک کړل اوانصار دهغوی په ځای باندی ددین دحفاظت دپاره قائم کړل -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>