حم ۱۲۳۰ الأحقاف

قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنْزِلَ مِنْ بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَى طَرِيقٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۳۰﴾ يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ اللَّهِ وَآمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۳۱﴾ وَمَنْ لَا يُجِبْ دَاعِيَ اللَّهِ فَلَيْسَ بِمُعْجِزٍ فِي الْأَرْضِ وَلَيْسَ لَهُ مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءُ أُولَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۳۲﴾

دوی اوئیل ای ځمونږ قومه! یقیناً مونږ اوریدلی دی یو کتاب چه نازل کړی شوی دی روستو د موسیٰ علیه السلام نه تصدیق کوؤنکی دی دهغه کتابونو چه دده نه مخکښی دی هدایت کوی حق طرف ته او نیغی لاری ته ﴿۳۰﴾
ای قومه ځمونږ قبول کړئ (دعوت) د دعوت کوؤنکی د اللّه تعالٰی اوایمان راوړئ په ده باندی بخنه به اوکړی تاسوته د گناهونو ستاسو او پناهی به درکړی تاسو ته دعذاب دردناک نه ﴿۳۱﴾
او چاچه قبول والی اونه کړو (ددعوت) ددعوت کوؤنکی د اللّه تعالٰی نونه دی بچ کیدونکی دعذاب د اللّه تعالٰی نه په ټول ملک کښی او نیشته ده لره سیوا د اللّه تعالٰی نه مددگاران دغه کسان په گمراهئ ښکاره دی ﴿۳۲﴾

[۳۰] په دی آیت کښی ذکردی دعوت کول دجناتو قرآن کریم ته او دا ښائسته طریقه ددعوت وه (مِنْ بَعْدِ مُوسَى) د عیسیٰ علیه السلام ذکرئی اونه کړو ددی وجی نه چه دوی د عیسیٰ علیه السلام نه نه وو خبرشوی یاددی وجی نه چه د انجیل اصل هم تورات وؤ (يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ) مراد دحق نه صحیح عقیده ده چه امر یقینی او واقعی دی اومراد طریق مستقیم نه اتباع د رسول ده یعنی دقرآن حاصل دعوت دی توحید اوسنت ته -
[۳۱] په دی کښی دعوت دی تصدیق د رسول اللّٰه ﷺ اواتباع د هغه ته (دَاعِيَ اللَّهِ) مراد ددی نه رسول اللّٰه ﷺ دی اودا دلیل دی چه هغه ټول انس او جن دپاره رالیږلی شوی وؤ اودا اشاره کیدی شی چه جنت ته به ئی داخلوی ځکه چه گناهونه مانع وؤ ددخول دجنت نه نوچه هغه ئی اوبخل نوجنت ته د داخلیدلو نه مانع پاتی نه شو او دا مسئله اختلافیه ده چه جنات به جنت داخلیږی اوکه نه صحیح داده چه ددوی حکم هم په شان د انسانانو دی او داستحقاق دجنت دپاره چه کوم دلیلونه دپاره دبشر دی نو هغه هم دوی ته شامل دی -
[۳۲] دا زجر او تخویف دی په ترک داجابت د رسول اللّٰه ﷺ سره (وَلَيْسَ لَهُ مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءُ) اشاره دچه بزرگان وغیره هم ددوی امداد نشی کولی یعنی نه په خپل زورسره بچ کیدی شی او نه د بل چا په امداد سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>