حم ۱۲۲۹ الأحقاف

وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُمْ مِنَ الْقُرَى وَصَرَّفْنَا الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۲۷﴾ فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ قُرْبَانًا آلِهَةً بَلْ ضَلُّوا عَنْهُمْ وَذَلِكَ إِفْكُهُمْ وَمَا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۲۸﴾ وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنْصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِمْ مُنْذِرِينَ ﴿۲۹﴾

اویقیناً هلاک کړی دی مونږ چاپیره ستاسو نه ډیر کلی اوقسماقسم بیان کړی وؤ مونږ آیاتونه دی دپاره چه دوی را اوگرځی د باطل نه ﴿۲۷﴾
نو ولی مدد نه کوو ددوی سره هغه کسانو چه دوی جوړ کړی وؤ سیوا د اللّه تعالٰی نه دپاره دنزدیکت (اللّه تعالٰی ته) معبودان بلکه هیرشو ددوی نه او دا دروغ ددوی وؤ اوهغه خبری وی چه دوی دځان نه جوړولی ﴿۲۸﴾
اوکله چه راواړوله مونږ تاته یوه ډله دپیریانو نه چه غوږ ئی کیخودلو قرآن ته پس هرکله چه رانزدی شو نو دوی اوئیل (یوبل ته) چپ شئ نوهرکله چه پوره شو لوستل روان شو دوی خپل قوم ته (اراده کوؤنکی) دویره ورکولو ﴿۲۹﴾

[۲۷] په دی کښی تخویف دنیوی دی په اجمالی طریقی سره (مَا حَوْلَكُمْ مِنَ الْقُرَى) اشاره ده واقعی دثمودیانو او قوم دلوط علیه السلام او اهل مدین ته چه دوی حجازوالو ته نزدی وؤ -
[۲۸] دا رد شرک دی چه متفرع دی په مخکښی واقع باندی او دا جواب دشبهی د مشرکانو دی چه دوی وائي چه مونږ یا بابا رامدد شی یا شیخ عبدالقادر وغیره ددی وجی نه وایو چه ددی په برکت سره زمونږ عذابونه مصیبتونه دفع کیږی حاصل دجواب دادی چه تیرشوی مشرکانو (عادیانووغیره) هم داسی کول لیکن هرکله چه په هغوی باندی عذاب راغی نوددوی الِهو دوی سره امداد اونه کړو (قُرْبَانًا) هرهغه څیزدی چه په هغی سره تقرب کیدی شی اللّه تعالٰی ته - نو مشرکان بزرگان او اولیاء د اللّه تعالٰی د نزدیکت دپاره وسیلی جوړی کړی دی دارنگ سورة زمر (۲) کښی تیرشوی دی (إِفْكُهُمْ) اوړیدل د توحید نه یا ذالک اشاره ده ضلال د الِهه ته او إِفْكُهُمْ کښی مضاف پټ دی یعنی اثرإِفْكُهُمْ -
[۲۹] دا دلیل نقلی دی د جناتونه دپاره داثبات دصدق درسول او دقرآن اوپه دی کښی تسلی هم ده نبی ﷺ ته او دارنگ په دی واقعه کښی ذکر دطریقی ددعوت دی چه اول علم دقرآن دی بیا دعوت دی قرآن ته بیادعوت اطاعت او اجابت درسول ته - دا واقعه په سفردطائف کښی وه چه نبی ﷺ په بطن نخله کښی قرآن لوستلو نو جناتو واؤریدل یا دا دعوت د نبی رسول اللّٰه ﷺ پیریانوته په لیلة الجن کښی دی اوبیا دغه جنات نبی ﷺ داعیان مقررکړل دپاره دقوم دهغوی (نَفَرًا) اووه کسان وؤ یانهه کسان وؤ بعضی د نجران او بعضی د نصیبین وؤ (وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِمْ مُنْذِرِينَ) یعنی دوی دهغه وخت په اراده د انذار دخپل قوم سره روان شو او دا ادب دی د هرسړی دپاره چه علم دقرآن او سنت حاصل کړی نوهغه دی خپل قوم ته اورسوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>